د ښځينه اوه پروګرامونو سيالۍ تل د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ډېرې غوره ګڼل کېږی . په سيؤل کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د امريکا لوبغاړې جاکي جوينر په اوه زره دوه سوه او پنځلس نمرو د دغې دورې د اولمپيک د سپورتي لوبو د ښځينه اوه پروګرامونو په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . بر سيره پردی ، جاکي جوينر د اوه اعشاريه څلورو مترو په اوږدوالي د ښځينه ليری ټوپ وهلو په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .
د بدن د زيات فعالونکو درملنو د نارينه وو د سل مترو ځغاستی پر سياليو باندی بده اغيزه اچولی وه .
په سيؤل کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د نارينه وو د سل مترو ځغاستی په سياليو کې د کانادا لوبغاړي جونسون د سرو زرو مډال تر لاسه کړ ، خو له دې وروسته په طبی څارنې کې د ده په بدن کې د بدن زيات فعالونکی درمل پيدا شول ، نو له دې امله د اولمپيک د سپورتي لوبو کميټې د سرو زرو د مډال د اخيستو په اړه د جونسون حق بيرته ورڅخه واخيست . بالاخره دوهمه جايزه اخيستونکی ليويس د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . خو په ٢٠٠٣ کال کې د امريکا د بدن د زيات فعالونکو درملو په اړه يو څارونکی څرګنده کړه چې د دغې دورې د اولمپيک د سپورتي په لوبو مخکنيو سياليو کې د ليويس په بدن کې د دريو ځلو
لپاره دغه درمل پيدا شول .
د ديموکراتيک الماني لوبغاړې کريستين اوتو
کريستين اوتو د ديموکراتيک المان د لامبو وهلو يوه مشهوره او غوره لوبغاړې وه . په ١٩٨٨ کال کې په سيؤل کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يی د پنځوسو او سل مترو په واټن د ازادی لامبو او د سل مترو په واټن د پتنګ لامبو او په چپه توګه د سل مترو په واټن د لامبو په سياليو کې د سرو زرو څلور مډالونه تر لاسه کړل . بر سيره پردی ، هغې له خپلو همکارانو سره په مختلط شکل لامبو او د ريلی په توګه د څلور سوو مترو په واټن د څلور ځله لامبو وهلو په سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه هم تر لاسه کړل . نو له دې امله اوتو هغه لوبغاړې وګڼل شوه چې د يوې دورې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يی د سرو زرو ډېر مډالونه تر لاسه کړل .
د شوروی اتحاد له نيزې سره د لوړ ټوپ وهلو لوبغاړي سرګيی بوبکا
سرګيی بوبکا له نيزې سره د نارينه وو د لوړ ټوپ وهلو ډېر غوره او مشهور لوبغاړي و چې د دغې سيالي يوه بيلګه وګڼل شوه . له دې امله چې د شوروی اتحاد پلاوی په ١٩٨٤ کال کې په لوس انجلس کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون ونه کړ ، نو بوبکا د سرو زرو مډال د اخيستلو حق له لاسه ورکړ . په ١٩٨٨ کال کې په سيؤل کې بوبکا په سياليو کې په دريم ځل ټوپ وهلو کې د پنځه اعشاريه نوی مترو په لوړوالی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . تر ٢٠٠١ کال پوری بوبکا د پنځه ديرش ځلو لپاره نړيوال ريکارډونه ټينګ وساتل . په ٢٠٠٢ کال کې سرګيی بوبکا د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کـميټې د لوبغاړيو د کميسيون د مشر په توګه وټاکل شو .