<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-13 19:23:44    
نجونو ته د پاملرنې ورکولو فعاليت

cri

د سپتمبر په اتلسمه نيټه نجونو ته د پاملرنې ورکولو فعاليت د چين د جنوب لويديځ د ګوي جيو ولايت د دان ځاي په ولسوالي کې په بريالي توګه پاي ته ورسيد٠ دغه فعاليت د سپتمبر په دوهمه نيټه له بيجينګ څخه پيل او له دي نه وروسته د حه نان ، ان هوي ، جيانګ سي ، هو نان ، ګوان سي او ګوي جيو د شپږو ولايستونو او سيمو له لارې د اوه زره پنځه سوه کيلو مترو په اوږد لار کې تر سره شوي دي ٠ دغه فعاليت د نجونو سره د پاملرنې د عملياتو په هکله د ملي لارښوونکي ګروپ له خوا وړانديز شوي او د چين د مطبوعاتي وزارت ، د پوهني وزارت او د چين د ښځو د ملي ټولنې او د نوموړو شپږو ولايتونو او سيمو د ځايي حکومتونو له خوا په ګډه سره تشکيل شوي او موخه يي دا دي چې دنجونو سره د پاملرنې د تبلغاتو له لارې د نارينه و او ښځو د مساوي حقوقو د ساتنې په هکله د حکومت تګلارې تر جدي تطبيق لاندې راشي ، جنسي تبعيض ليري شي او د ښځو او نجونو د حقوقو ساتنې ته د ټولې ټولنې او وګړو پاملرنه واړول شي ٠ د چين د نفوسو او د کورني د لارښودنې د کميټې مرستيال ښاغلي جاو باي ګه وويل چې د يو هيواد د ټولنيز تمدن يوه مهمه نښه له جنسي عدالت او د نارينه و او ښځو ترمنځ د مساوات له معيار څخه څرګنديږي ٠ خو اوس د چين په ټولنيز ژوند کې په تيره بيا په ځينو کليوالو سيمو کې هغه وروسته پاتي مفکوره لاهم موجوده ده ، لکه هلکان د نجونو په پرتله ښه دي ، د نجونو مقام ټيت دي او

داسي نور چې له امله يي ځيني نجوني په ښوونځيو کې بي برخه شوي دي ٠

په ٢٠٠٣ کال کې د نجونو سره د پاملرنې فعاليت لومړي د چين په نوموړو شپږو ولايتونو او سيمو کې په ازمايښتې ډول پيل شو چې په دغو ولايتونو او سيمو کې جنسي تبعيض موجود دي او د زيږيدنې د جنسي تناسب نا برابرۍ ډيره سخته وه ٠ د څو کلونو د اړوندو تبلغاتو او د حکومت د اړوندې تګلارې د پلي کولو په بهير کې په دغو ولايتونو او سيمو کې د نجونو د ودې ، روزنې ، ګټې او حقوقو د ساتنې په ګټه ټولنيزې اقتصادي تګلارې ټاکلې او بشپړې شوي دي ٠ دغه راز په ځينو کليوالو سيمو کې له اقتصادي او روزنې پلوه د هغو کورنيو له پاره امتيازي تګلارې ټاکل شوي چې يوازي نجوني شته چې له امله يي په دغو سيمو کې د زيږيدنې په نفوسو کې جنسي نابرابرۍ مخه نيول شوې ده٠ له روان کال څخه له نجونو سره د پاملرنې فعاليت د ټول هيواد په چوکاټ کې پيل شوي دي ٠ د بيجينګ پوهنتون د نفوسو په هکله پروفيسر مو ګوانګ ځونګ وويل چې نجونو ته د پام ورکول تر ټولو نه مهمه موخه دوي ته حتمي حقوق ورکول ده ٠ د خوښې وړ خبره دا ده چې اوس دنجونو د ژوند ، د روزنې او استخداميدو حقونو د ټولنې د بيلا بيلو محافلو لازيات پام او پاملرنه راجلبه کړې او کوي يي ٠

اړوند خبريال چې د نوموړي فعاليت په بهير کې يي برخه اخيستې ، وويل چې دغه فعاليت د خلکو د متاثر وړ دي ٠ مثلا د ان هوي په ولايت کې د ولسي ازادي

بخښونکي اردو اتلس تنو سرتيريو پريکړه وکړه چې په ښونځيو کې د روزنې په هکله اتلسو بي وزلو نجونو ته پيسې برابرې کړي ٠ د ګوان سي په يي جيو ښار کې د نوموړي فعاليت په بهير کې اړوندې تبلغاتي دندې ټول د هغو داوطلبانو له خوا تر سره شوې چې د دغه ښار له بيلا بيلو کسبونو څخه راغلي وو ٠ دغه رازد چين د فلم مشهورې ستورې ميرمن جيانګ ون لي هم په ځانګړي توګه له بيجينګ څخه د ګوي جيو ولايت د دان ځاي ولسوالي ته ورسيده او ځاي پر ځاي يي د هيلې په نامه د يوه کليوالې ښوونځي د جوړيدو له پاره پيسې ورکړي دي ٠ لکه دغسي د خلکو د متاثر وړ کيسې هم ډيرې زياتې وې٠