<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-13 19:31:08    
د چين د مسلکې ښوونې نوی بڼه

cri

د مسلکې ښوونې نوی بڼه اوس د چين په بيلا بيلو ځايونو کې د ترويج په حال کې ده چې د زده کړې تر څنګ کار هم کوي . په دغو ښوونځيو کې زده کوونکي د ځانګړي مهارتونو د زده کړې په عين وخت کې په تصديو کې د تجربو د لاس ته راوړلو فرصت هم لري ، نو روزل شوي زده کوونکي د کاملو او بشپړو مهارتونو او عملي تجربو په درلودلو سره د تصديو لخوا ستايل کيږي .

دغه ښوونيزه بڼه د چين د منځني ولايت هو نان د اته ديرشو ښارونو او ولسواليو په فني ښوونځيو کې کارول شويده چې د هوټل د اداره کولو ، د قالب جوړونې او د مالونو د ليږدونې په شمول څوارلس څانګې پکي شامل دي او د زده کړې په درې کلنې موده کې د نيم کال زده کړې وروسته زده کوونکي د نيم کال لپاره په تصديو کې کار کوي او يوه اندازه معاش هم تر لاسه کولی شي . د دريو کلونو زده کړې او کار وروسته د منځنی کچې فني سندليک او لږ تر لږه د مسلکي مهارت يوه اعتبارنامه اخيستل کيږي او په هغه اړوندې تصدۍ کې د کار اجازه ورکول کيږي چې له ښوونځي سره يي تړون لاسليک کړيدی .

د هو نان ولايت د ساينس او تکنولوژۍ ښوونځي مشر يانګ دونګ ليانګ وويل اوس پنځو تصديو زمونږ له ښوونځي سره په دې هکله تړونونه لاسليک کړيدي . مونږ د تصديو د اړتياوو سره سم د زده کوونکو د روزنې پلان جوړوو ، نو ويل کيږي چې له ښوونځي څخه د فراغت دمخه ددوی د استخدام يونټ ټاکل کيږی . مونږ پلان لروچې په راتلونکي کې نور دوه زره تنه زده کوونکي ومنو .

د دغه نوي ښوونيزې بڼې له لارې روزل شوي زده کوونکي غني عملي تجربې لری او په لنډه موده کې خپل کارونه ښه تر سره کولی شي ، نو د استخدام شويو تصديو لخوا يي هر کلی کيږي . د هو نان ولايت په مرکز چانګ شا ښار کې يو مشهور رستورانت له نوموړي ښوونځي سره د استخدام تړون لاسليک کړيدی . د دغه رستورانت مشرې څاي ين دغه ښوونيزنه بڼه وستايله او و يي ويل مونږ هم ښوونځي ته ښوونکي ورليږو ، نو فارغ شوي زده کوونکي درې يا پنځه ورځې وروسته زمونږ په رستورانت کې له خپلو کارونو سره أشنا شي .

د بلې بيلګې په ډول د چين د جنوبي ولايت ګوانګ دونګ د فون کاي ولسوالۍ نهه تصديو چې د تايواني سوداګرانو لخوا جوړې شوي ، د ولسوالۍ له مسلکي پوهنځي سره د ځانګړي پرسونل د روزلو پلان په هکله تړونونه لاسليک کړي دي . د شينګجيانګ د کرامايي په مسلکي پوهنځي کې د هوټل د اداره کولو تخصص لومړی د مسلکي ښوونې نوې بڼه غوره کړه او ددې نوي شکل له مخې پوهنځي د دغه تخصص د ځانګړتيا سره سم تحصيلي پلان تنظيم کړی . ددې پلان لمخې زده کوونکي د کار کولو لپاره هوټل ته ځي او د زده کوونکو خوراک او هستوګنه د هوټل په غاړه ده ، برسيره پردې هوټل هره مياشت درې سوه يوانه مرسته ورکوي . د نيم کال کار نه وروسته به زده کوونکي د تيوريکي پوهنې د زده کړې دپاره بيرته پوهنځي ته ور شي .

د فون کاي ولسوالۍ د منځني مسلکي ښوونځي زده کوونکي يان حوي خبريال ته وويل اوس له پوهنتون څخه فارغ شوي زده کوونکي هم ښه کارونه نشي پيدا کولی ،

مونږ د زده کړې ترڅنګ کار کوو او د راتلونکي استخدام لپاره اسانتياوې برابرې شويدي .

د معلوماتو له مخې مسلکي ښوونه او روزنه سل کاله دمخه پيل شوه . د بيلګې په توګه په جرمني کې زده کوونکي په هره اونۍ کې درې ورځي کار کوي او دوه ورځې تيوريکي معلومات زده کوي چې د هيواد له ټولو زده کوونکوڅخه دوه پر دريمه برخه مسلکي روزنه مني . په امريکا کې هم زده کوونکي هم کولی شي چې د دوبنې رخصتيو په موده کې کار وکړي . د کارپوهانو په اند د مسلکي ښوونې او روزنې ښيګڼې دا دي چې د زده کوونکو د عملي کار توان ورسره لوړيږي ، د زده کوونکو د پلرونو او ميندو په غاړه بارونه کم او د بی وزلو او غريبو زده کوونکو لپاره د زده کړې او کار غوره فرصت هم برابريږي .خو د يادونې وړ خبره دا ده چې د مسلکي ښوونې ترويج لا هم له يو شمير ستونزو سره مخامخ دی . د ښوونيزو چارو کارپوه يو جو ګوانګ نظر دا دی چې مسلکي ښوونه د دايمي ښوونې د پلي کولو لپاره يو ښه شکل دی .