<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-13 19:40:40    
د لاوس له وګړيو سره د چين د داوطلبانو دوستی

cri

د لاوس پلازمينی وينتيان ته د چين له شانګهای څخه تللي څو تنه داوطلبان چې عمرونه يی د ٢٥ يا ٢٦ کلونو په شاوخوا کې دي ، په خپلو خدمتونو بوخت دي او له ځايي وګړيو سره يي ژوره دوستی ټينګه کړې ده .

د دغو داوطلبانو خدمتی ډله لاوس ته د چين د ځوانو داوطلبانو شپږمه ډله ده چې له ديارلسو تنو څخه جوړه شوې او په دغه هيواد کې يي د دوو مياشتو لپاره کار کړی دی

د دغې ډلی يو غړی چې يی چانګ های نوميږي ، د شانګهای د ډرامو په پوهنځی کې د بهرنيو ډرامو په څانګه کې د ډاکټرۍ درجې د تر لاسه کولو لپاره زده کړه کوی او اوس د وينتيان په يو ښوونځی کې د چينی ژبی د ښوونې دنده پر غاړه لری ، د ده په اند دغه کار ډير اهميت لری . ده په دې اړه وويل د چين د چونګ يانګ په نامه د زړو کسانو د اختر په وخت کې می د لاوس زده کوونکو ته د دغه اختر لپاره د چينايانو دود او دستور په هکله معلومات ورکړل . کله چې مې په چيني او انګليسي ژبو زده کوونکو ته د چين هغه لرغونی شعر چې له ټاټوبی څخه په ليری ځای کې يو کډوال د اختر په موده کې خپل پلار او مور او ملګری يادوي ، تشريح کاوه او دغه شعر چې ولوست ، زما زړه هم له خفګان څخه ډک بريښيده ، ځکه چې ما هم په بهرني هيواد کې يوازي ژوند کاوه . د لاوس زده کوونکي د دغه شعر په معنی پوه شول او ما ته يی وويل چې مه خپه کيږي ، ځکه چې موږ له تاسی سره ملګري يو . د دوي د خبرو په

اوريدو سره ډير متاثر شوم چې زموږ ترمنځ اړيکې د زده کوونکو اود يو ښوونکې له احساساتو څخه اوښتی دي . دا هم د يوه داوطلب په توګه لاوس ته د ورتګ موخه يعني د چين او لاوس د خلکو تر منځ د دوستی ټينګتيا ده .

د يی چانګ های په پرتله د لو فونګ او ګو يو چينګ د کارونو چاپيريال لږ خراب دی ځکه د دوی ښوونځی د وينتيان له ښار څخه د دوه ساعتو مزل لری ، خو د لار اوږدو منزل د دوی پر کارونو باندی هيڅ اغيزه نه لری ، لو فونګ وويل د درس ورکولو په وخت کې نه يوازی د ټولګی په دننه بلکی په بهر کې هم ځينی زده کوونکی په خوشحالۍ سره زما د انګليسي ژبې درس اوري . په دغه ځای کې لږ شمېر کسان په چينی او انګليسی ژبو پوهيږي . موږ غواړو له هغو زده کوونکو سره خبری اتری وکړو چې زموږ له ټولګی بهر درس اوري ، خو موږ په لاوسی ژبه نه پوهيږو . وروسته دوی په خپله ما ته وويل چې دوی د چين له کلتور سره ډيره علاقه لری او غواړي له ما سره د چينی ژبې زده کړه وکړي .

د لاوسی وګړيو دوستۍ چينی داوطلبانو ته ژوره خاطره بښلې ده . د داوطلبانو ډلی مشرې ګو چن يی وويل يوه ورځ موږ د يو ځايی منځنی ښوونځی د جوړيدو د ٦٩ کليزې د لمانځنی په مراسمو کې ګډون وکړ او د چينايانو د ځانګړي دود دستور په توګه د زمريو په شکل د نڅا يوه ننداره مو وليدله چې ننداره کوونکي زده کوونکي يي د ځانګړي روزنې لپاره د چين د ګوانګ دونګ ولايت د فو شان ښار ته تللي وو . کله چې ننداره کوونکو د زمريو په بڼو نڅا کوله ، ډير احساساتی شوم ځکه چې له خپل وطن نه ليري ګاونډي هيواد لاوس کې مې د چينايانو دوديزه ننداره وکتله او په پايله کې می بې اختياره له سترګو څخه اوښکې بهيدې . داسی احساس مې کاوه لکه چې لاهم په خپل وطن کې يو .