د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ ښار د سره صليب ټولنې او د عام امنيت ادارې د دسمبر په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې د سره صليب ژغورونکو د روزنې پلان پيل وکړ چې په ترڅ کې يې څه دپاسه لس زره پوليس به د اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې د امنيت ساتلو په پلان کې ګډون وکړي.
نوموړی روزنه به له بيړنيو پېښو سره د مقابلې او د لويو فعاليتونو د تر سره کېدو پر وخت د ژغورنې په هکله ده او موخه يی دا ده چې پوليس د ځان ساتلو، ژغورلو او د بيړنيو ژغورنې په هکله خپله پوهه او توان پياوړی کړي.