د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخې، د اروپايی ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتی تګلارو لوړ پوړی استازی جاوير سولانا د دسمبر په څوارلسمه نېټه په بروکسيل کی د افغانستان د ولسي جرګې له مشر محمد يونس قانونی سره د خبرو اترو په ترڅ کی وويل اروپايی ټولنه به د افغانستان د ثبات او بيارغونې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د دغو خبرو اترو په ترڅ کی دواړو خواوو د افغانستان د اوسنۍ وضعې، له اروپايی ټولنې او ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو په اړه د نظريو تبادله وکړه. ښاغلی قانوني وويل په وروستيو پنځو کلونو کی افغانستان ستر پرمختګ موندلی او اوسنی ستونزې په عمده توګه له امنيت ساتنې، د مخدره موادو له منځه وړلو او حکومتی ادارې سره تړاو لری.