<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-15 18:38:57    
چين ته د افغان مطبوعاتي پلاوي سفر:

cri

د چين د نړيوالې راډيو درنو اوريدونکو نيکې هيلې او سلامونه،هيله ده چې د ژمي دا سړې شپې ورځې په خوښۍ سره تيرې کړۍ ،اوله ځمکنيو او أسماني أفتونو څخه په امن کې پاتې وی،په همدې هيله راځو د بهرنيان په چين کې د ننۍ برخې وړاندې کولو ته،محترمو دوستانو په دې وروستيو څو ورځو کې له افغانستان څخه د خبريالانو او مطبوعاتي چارو يو شمير مسؤولين او کارکوونکي چين ته راغلي وو،چې د نورو ځايونو او سيمو د ليدلو په بهير کې يې د چين نړيوالې راډيو ته هم سفر درلود او په ترڅ کې يې د پښتو څانګې له کارکوونکو سره ليده کاته وکړل پدې ډله کې د باختر خبري أژانس مرستيال امان الله جهانيار،د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د اطلاعاتو د څانګې مرستيال عبدالباقي صديقي،د هيواد د ورځپاڼې مرستيال نجيب الله شينواری،د أريانا خپلواک ټلويزيون د خپرونو ايديتور يا جوړونکی وحيد پيکان،د ملي أرمان د ورځپاڼې مسؤول مدير مير حيدر مطهر،د بهرنيو چارو وزارت د خپرونو مسؤول ښاغلی هارون او د کابل ټايمز د ورځپاڼې غړی احسان الله ګډون درلود،ددې ډلې د مشر ښاغلي امان الله جهانيار په وينا څرنګه چې چين او افغانستان لرغونې دوستي لري او د تاريخ په اوږدو کې يې کله هم تر منځ تاوتريخوالی ندی رامنځ ته شوی،چې دا خبر دوی ته پدې لنډ سفر کې ښه ثابته شوې ده دی زياتوي که څه هم چين ته ددوی سفر ډير لنډ وو خو دوی ته يې نه هيريدونکې خاطرې پر ځای پرې ايښې دي .

غږ ترک ٢٠ ،ثانيه ٢٠

د چين خلک د تاريخ په اوږدو کې زموږ دوستان پاته شوي،او ما دا دوستي او ميلمه پالنه پدې څو ورځو کې پخپلو سترګو وليده،د چين خلک ډير مهربان دي،زموږ ډير ښه هرکلی يې وکړ،ښه ميلمنه پالنه يې وکړه،او هغه شان چې ښايي هغمه شان يې زموږ هر کلی او استقبال کړی دی،او زه د خپلو ټولو ملګرو په استازيتوب له دوی څخه مننه کوم.

په تيرو نږدې څو کلونو کې چين او افغانستان ته ددواړو خواوود خلکو تګ راتګ ډير زيات شوی او په بيلابيلو برخو کې اړيکو پراختيا موندلې،اوس مهال په هره اونۍ کې په سلګونو تنه افغانان د نورو کارونو تر څنګ د سوداګرۍ په موخه د چين بيلابيلو ښارونو ته سفرونه کوي او خپلې سوداګريزې چارې په ښه توګه پر مخ بيايي،چې د چينايانو له تاوده هرکلي او ميلمه پالنې سره مخامخ شويدي،همدا شان په سياسي ، ټولنيزې، فرهنګي او نورو برخو کې هم ورته چلند ترسره شوی او لاهم تر سره کيږي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د خپرونو مسؤول ښاغلي هارون په وينا دوي ته په خپل لنډ څو ورځني سفر کې د چينايانو دوستي او ميلمه پالنه په ښکاره توګه څرګنده شوې ده :

غږ ترک ٢١ ژباړه

په رښتيا چې له افغانانو سره د چين د خلکو چلند ډير ښه دی،او دا راته ثابته شوې چې چين يو تاريخي او د ستر تمدن درلودونکی هيواد دی،چې ددغه سفر په اوږدو کې هر څه موږ ته ډير په زړه پورې او جالب وو،

دغې مطبوعاتې ډلې مخکې لدې چې بيجينګ ته راشي په ارومچي ښار کې هم له بيلابيلو ځايونو څخه ليدنې کړي او د سيمې د اړوندو چارواکو لخوا د ليدو وړ ګڼ ځايونه ورښودل شويدي،وروسته تر هغه بيجينګ ته راغلل او دلته يې هم له ګڼو ځايونو څخه ليدنې وکړې،چې په هغې که د سينهوا أژانس د چين ټلويزيون،د چين نړيواله راډيو،د چين لوي ديوال ته سفر او داسې نورو پروګرامونه شامل وو،د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د اطلاعاتو د څانګې مرستيال له دغو ځايونو څخه د ليدلو خپلې انګيرنې داسې بيانوي:

غږ تر ١٩ ،ثانيه ٤١

هغه نهه زره او نهه سوه او نهه نوي ماڼۍ چې په بيجينګ کې شته هغه مو له نږدې څخه وليدلې،ډير تاريخي أثار يې درلودل،او له موږ څخه به هيڅکله هير نشي،او دا پند مو ځينې واخيست چې موږ هم هغه تاريخي أثار چې اوس مهال يې لرو په ښه شان سره وساتو.

خو د أريانا ټلويزيون د خپرونو جوړونکی ښاغلي وحيد پيکان په أند بايد په دا شان لنډو سفرونو او اړيکو بسنه ونشي بلکې دا اړيکې لا ژورې او نوره پراختيا ومومي،ځکه ښې او ژورې دوستانه اړيکې ددواړو هيوادنو د لا نږديوالي په برخه کې ښه او مثبت رول لوبولی شي:

غږ ترک ٢٢ ثانيه ٥٧

زما په أند يواځې د څو خبريالانو راتګ،نشي کولای چې ټول مطبوعات سره يو ځاي او همغږي کړي،تاسو پوهيږی چې افغانستان په تيرو څو کلونو کې ډير جنګونه ليدلي،او دا مهال د ټولوهيوادونو مرستو ته ته اړتيا لري،په تيره بيا چين چې اوس وخت په نړۍ که له اقتصادي پلوه شپږم هيواد دی،هيله ده چې دوی د افغانستان له مطبوعاتو سره مستقيمې مرستې وکړي،چې د افغاستان دا نوي او معاصر مطبوعات بيرته په خپلو پښو ودريږي،حتی که دوی وکولاي شي تلويزيونو،راډيو ګانو او نورو مطبوعاتو ته مالي مرستې برابرې کړي،او زموږ هيله همدا ده چې دوي د خپلو مرستو پراخوالي ته زياته پاملرنه وکړي،

د بهرنيان په چين کې برخې درنو اوريدونکو دغه برخه پای ته په رسيدو کې ده نو خپل اوسني کوربه يعنې ما خوشحال تايب ته اجازه راکړی ،تر بله مو په پاک او مهربانه خدای سپارم.