<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-15 19:25:25    
د ايران مشهور فلم جوړونکی د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تبليغاتو په موخه يولنډ فلم جوړوي

cri

بېجينګ به د دوه زره اتم کال په دوبي کې داولمپيک د نه ويشتم پړاو لوبو کوربه وي. د دې لپاره د بېجينګ ښار د روان کال په سپتمبر کې يو فعاليت پيل کړ چې په ترڅ کې يې نړيوال مشهور فلم جوړونکي د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تبليغاتو په موخه لنډ لنډ فلمونه جوړ کړي.د ايران مشهور فلم جوړونکی مجيد مجيدي په بلنې سره بېجينګ ته راغلی او اوس په فلم اخيستلو بوخت دی.د هنر او کلتور په نننی پروګرام کې به تاسو ته د فلم جوړونکی مجيد مجيدی او د ده د فلم په اړه څه معلومات درکړم.

په جنت کې يو ماشوم او د جنت رنګ دغه دوه فلمونه چې د مجيد مجيدی له خوا جوړ شوی،په نړۍ کې ډېر مشهور دی. خودا چې بېجينګ دری زره کلن تاريخ لری، نو يوازی په پنځو دقيقو کې به د دغه لرغونی او معاصر ښار څرګندول د ښاغلی مجيدي لپاره اسانه نه وي. ښاغلی مجيدی په پای کې خپله لار غور کړې چې د ماشومانو په سترګو نړۍ ته وکتل شي.

---اواز ١---د ماشومانو په اړه مې ډېر فلمونه جوړ کړي دي. د ماشومانو سپيڅليتوب کولای شی چې د هنرمندانو احساسات راژوندي کړي او زما په دغه فلم کې به ماشومان لا هم مهم رول لوبوي.

مجيدی وويل دی به په خپل فلم کې د دودونو،تاريخ،کلتور،تمدن او اوسنيو ورځو

په پنځو ساحو کې د بېجينګ په اړه معلومات نندارچيانو ته وړاندې کړي. د ليو لي چانګ په نامه واټ په بېجينګ کې يو مشهور کلتوری واټ دی. په دغه واټ کې يوه ډله کوچينان چې بالونونه يې په لاسونو کې دی، پر بايسکلونو سپاره زموږ له مخې په چټکۍ سره تېر شول.دغه عکس د مجيدی په پخوانۍ فلمونو کې ډېر ځلی تکرار شوی او د ده په وينا دغه شان عکسونه د ده ډېر خوښېږي او د ژوند په اړه د ريښتينی عکسونو اخيستلو لپاره خپله کمره په تياره ځايونو کې پټوي. په ريښتينی توګه هيڅ مسلکی لوبغاړی د مجيدی په دغه فلم کې ګډون نه دی کړی خو زر تنو ماشومانو پکې برخه اخيستی ده.

ښاغلی مجيدی دغه لنډ فلم ته د سولې،مينې او دوستۍ نوم ورکړ او په پرانيستونکو مراسمو کې يې د قران کريم په لوستلو سره د دغه فلم جوړولو بهير ته نيکمرغي وروبښله. د يو مسلمان په توګه مجيدی په ښه ډول د سولې او مينې په ساتنې پوهيږي. د بېجينګ د دوه زره اتم کال د اولمپيک لوبو د يادونې په وخت کې ده وويل

---اواز ٢---د اولمپيک لوبې له نورو سپورټی لوبو څخه پراخې او د بېلا بېلو هېوادونو او مليتونو ترمنځ د دوستۍ يوه نښه ده.خلک به د سپورټ او لوبو د دغې لويې پېښې له لارې په زياته اندازه د سولې او دوستی لپاره په مينه او احتياط سره چلن وکړي.

ماجيدی په نولس سوه نه پنځوسم کال کې د ايران په پلازمېنه تهران کې زېږيدلی او له ماشومتوب څخه يې له فوټبال او لامبو وهلو سره مينه ده.اوس هغه خپل بل خوب

پلی کوي چې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د خپلو سترګو د ليدله مخې د ژوند د بېلا بېلو بڼو په اړه د تفاهم هڅه کوي. د ده په أند هنر په تېره بيا فلمونه د پوهاوۍ يو پل دی. سوله او دوستی د فلمونو له لارې خپرېدلی شي.ده وويل

---اواز ٣---فلمونه له سياست څخه زيات اغېزمن وی او د خلکو طبيعت ترې څرګندېږي. په تېره بيا د لوېديځو هېوادونو خبری رسني په عمومی توګه زموږ د هېواد ايران په هکله بد خبرونه خپروي کوی. زه هيله لرم چې د خپلو فلمونو له لارې نړيوالو ته يو ريښتينی ايران او د دغه هېواد د خلکوميلمه پال او سوله غوښتونکی طبيعت څرګند کړم.

په بېجينګ کې د خپلو کارونو له پای ته رسولو وروسته مجيدی د پاتی کارونو د بشپړتيا لپاره بېرته خپل هېواد ته ستون شو او نور دری تنه نړيوال مشهور فلم جوړونکی به هم د همدې موخې لپاره بېجينګ ته راشي.