<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-15 19:12:42    
د هند او چين ترمنځ د کلتوری تګ را تګ استازی يانګ چی مينګ

cri

د مينی د څراغ په نامه يوه هندی ډرامه اوس په بېجينګ کی ښودل کيږی٠ په دغی ډرامی کی د هند د درو مشهور فلمونو څخه ځينی برخی او شپږ کلاسيکی نڅاوی شامل دی٠ ليدونکی به په دغه ښودنه کی سپيڅلی هندی نڅا او اغېزه ناک کيسه وګوری او په هر اړخيزه توګه به د هندی کلتور طلسم احساس وکړی٠ ښاغلی يانګ چی مينګ د نوموړی ډرامی طرح کوونکی دی٠ هغه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کی وويل چې د هند خلک غواړی چې له چينی کلتور سره اشنا شی او د چين خلک هم غواړی چې د هندی کلتور سره اشنا شی ٠ نوموړی ننداری به د چين خلک جذب کړی تر څو ډير زيات چينيان دا نظر ولری چې هندی کلتور او هنر په زړه پوری دی٠

يانګ چی مينګ څه نا څه ٣٠ کلن دی او د چين د ځه جيانګ د ولايت په هانګ ځو ښار کی ئی زيږيدلی دی٠ د پوهنځی د زده کړو څخه د فراغت نه وروسته هغه ډير کلونه د ښوونکی په حيث به په لومړنی ښوونځی کی خدمت کړ٠ وروسته ئی په بېجينګ کی ئی د بين المللی روابطو په پوهنتون کی د اقتصاد په برخه کی زده وکړه٠ بېجينګ د چين سياسی او کلتوری مرکز دی او پکی ډير کلتوری او هنری موزيمونه او نور ځايونه شته ٠ يانګ چی مينګ په ډيرو وختونو کی په داسی ځايونو کی پاتی شوی ؤ٠

هغه وويل چې موزيک او رسامی زما ډير خوښيږی٠ هنر زما لپاره تر ټولو لوی

خوب ليده ده او زه دا نظر لرم چې په نړۍ کی يوازی هنر تل پاتی دی٠

يانګ چی مينګ په چين کی له ډير نامتو هنرمندان او کيلوالان له وکتل او د

دوی څخه ئی زده وکړه٠ يانګ چی مينګ د بېلا بېلو هېوادونو د لرغونو کلتورونو په تيره بيا د هندی کلتور په برخه کی خپل مينه څرګنده کړه٠

په ١٩٩٧ کال کی هغه د چين په سفارت کی د هند له مامور ښاغلی سانجی سره مخامخ شو او له هغه سره د هری ورځی د تماسونو په وختونو کی يانګ چی مينګ ورځ په ورځ ډير زيات هندی کلتور په هکله معلومات تر لاسه کړل او په عين وخت کی ئی دا هيله درلوده چې هندی کلتور به چين ته راوړی ٠

هغه وويل د ښاغلی سانجی سره د مخامخ کيدو نه وروسته زه پدی پوه شوم چې بايد هندی کلتور چين ته راوړم٠ د ماشومتوب د وخت نه راهيسی چی د هندی فلمونو موزيک ډير خوښېږی٠ مګر ما دا نظر نه درلود چې د هندی کلتور په اړه به کار وکړم ٠ زما تير کارونه او هلی ځلی زما د راتلونکی شوق او ذوق سره کومی اړيکی نه لری خو ناڅاپه پدی پوه شوم د دا ډول کارونو تر سره کول ډير په زړه پوری دی٠

وروسته يانګ چی مينګ دچين د ننی معاصری رسامی په موزيم کی کار پيل کړ٠ هغه په پر له پسی توګه په دغه موزيم کی د هندی هنر په اړه نندارتونونه جوړ کړی او اغېزی ئی ورځ په ورځ پراخ شويدی٠ داسی نندارتونه نه يوازی له چينی ليدونکو څخه هرکلی شوی بلګه د هندی خلکو د ستاينی او ملنو وړ ګرځېدلی دی٠ د هند او چين ترمنځ د کلتوری تګ راتګ په برخه کی د ښاغلی يانګ چی مينګ نوم ورځ په ورځ سهرت موندلی دی٠

هغه دا نظر لری چې دا کافی نه دی چې يوازی د نندارتون په وسيله هندی کلتور چينيانو ته معرفی کړی ٠ نور ډير زيات اغېزه ناک شيان هم شته٠ نو د بېجينګ

ليدونکو او سيلانيانو ته ئی د مينی د څراغ په نامه يوه هندی ډرامه راوړی ده٠ د يانګ چی مينګ راتلونکی پلان دا دی چې په چين کی به د هندی موسيقی او نڅا فستيوال جوړ کړی٠