<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-16 18:41:52    
د اوريدونکو پوښتنو ته ځواب

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! په وروسيتو ورځو کی په افغانسان او پاکستان کی زياتو اوريدونکو مونږ ته رالېږلی او په کی يی بيلابيلې پوښتنې کړي دي . دوی غواړی د چين په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړي . نو د دغو اوريدونکو په غوښتنه به مونږ تر خپلې وسې پوری د پروګرام په دغه کړۍ کی تاسو ته د چين د بيلابيلې برخې په اړه ځينی معلومات وړاندی کړو . دغه راز مونږ هر وخت ستاسې هرکلی کوو چې د ليکونو يا برېښنايی ليکونو له لارې پوښتنې راوستوئ . تاسې اوس زمونږ وېبپاڼه په دې ښته کتلی شی cri.cn او د پښتو خپرونې وېبپاڼې ته په اسانه توګه وتلی شئ

.

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام په ننی کړۍ کی به تاسو ته د چين د يوې ځانګړې اوسپنيزې لارې په اړه ځينی معلومات وړاندی کړو .

د چين د چينګهای او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره د چينګهای ولايت له مرکز شی نينګ ښار څخه د تبت خپلواکې سيمې تر لاسا ښار پوری غزېدلې ده او اوږدوالی يی يو زر نهه سوه او شپږ پنځوس کيلو متره دی چې له دې ډلې څخه له شی نينګ ښار څخه تر ګرمو پوری د څه نا څه اته سوه شپږ څلويښت کيلومترو اوسپنيزه لاره يی په ١٩٨٤ کال کې جوړ شوی ده. دغه اوسپنيزه لاره په نننې نړۍ کې په ستره دښته کې تر نورو ډيره لويه او اوږده اوسپنيزه لاره ګڼل کيږی. د دغې اوسپنيزې لارې په اوږدو کې له سمندری سطحې نه څه دپاسه څلور زره مترۍ د لوړې سيمې اوږدوالی نهه سوه او شپېته کيلومتره او د دې لارې په هغه برخه کې تر نورو د لوړې سيمې جګوالی پنځه زره او دوه اويا متره دی چې د تانګو لا شان له غره څخه تيريږی.

د چين د چينګهای او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره به په دغه سيمه کې لومړنې اوسپنيزه لاره وی او د دغې اوسپنيزې لارې د جوړېدو له لارې به د دغې سيمې د ترانسپورت او د پانګونو د راجلبولو لپاره اسانتياوی برابرې شی چې د تبت د خپلواکې سيمې د زيرمو د استخراج او د اقتصاد د چټک پرمختګ لپاره به ګټه ولری. برسيره پر دې، دغه اوسپنيزه لاره به د نورو ولايتونو او د تبت د خپلواکې سيمې ترمنځ د اړيکيو د پياوړتيا، د تبتی قوم او نورو قومونو ترمنځ د کلتوری تګ راتګ، د ملی يووالي پرمخبيولو او خلکو ته د خدمتونو د تر سره کولو لپاره مهم رول ولوبوی.

د روان کال د جولای په لومړی نېټه به د چينګهای او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره په کار لويدلې ده . د تبت د خپلواکې سيمې د سيلانی چارو د ادارې د اټکل له مخې، تر هغه وخت پوری به هره ورځ تبت ته د سيلانيانو شمېر له دريو زرو څخه څلور زرو ته زيات او د چينګهای ولايت له لارې تبت ته د ورتلونکو سيلانيانو شمېر به څلور لکه زيات شی. د زيات شمېر سيلانيانو د هرکلي لپاره د تبت د خپلواکې سيمې د ځينو د ليدو وړ ځايونو ډول ډول تدارکاتی کارونه تر سره شوي دي. په همدې وخت زيات خلک دې ته پام کوی چې تبت ته د زياتو سيلانيانو له ورتللو وروسته څنګه د دغې سيمې چاپيريال وساتل شی. د دغې اوسپنيزې لارې يو چارواکي وويل چې دوی د دغې اوسپنيزې لارې په اوږدو کې د طبيعت لرونکو سيمو د ساتلو لپاره تدبيرونه نيولي دي. هغه زياته کړه چې د دغې اوسپنيزې لارې په عمده و تم ځايونو کې به د ککړو اوبو د ادارې او د کثافاتو د راټولو مرکزونه جوړ شی او کثافات به په يوه اوونۍ کې د اورګادۍ له لارې جونګر ته وليږدول شی. په هره اورګادی کې د کثافاتو د راټولولو يو ځانګړی سيستم شته. د دغې اوسپنيزې لارې د جوړونې په وخت کې هغه لايحه غوره شوې چې د که که شی لی او چانګ تانګ په شمول له زياتو طبيعت ساتونکو سيمو

څخه نه تېريږی. عمومی جوړونکي ښاغلي لی جين چنګ په دې هکله داسی معلومات ورکړل دا د چين د اوسپنيزې لارې د جوړېدو په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د چينګهای او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې په اوږدو کې د وحشی ژويو د تېرېدو لپاره زيات تونلونه جوړ شوي دي.