د ايتاليا د کرنې وزير پالو دکسترو د نومبر له ٢١ نېټې څخه تر ٢٣ نېټې پوری له چين څخه ليدنه وکړه او د شينهوا اژانس له خبريال سره يې د يوې د ځانګړی مرکې په ترڅ کې وويل چې د کرهڼيزو محصولاتو په ساحه کې د دغه هېواد او چين ترمنځ همکاری ښه راتلونکی لري او د ده هېواد غواړي چې د چين د کرنې د پرمختګ لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي .
په وروستيو کلونو کې د چين چټک پرمختګ ته ايتاليا له نژدی پاملرنه کړې او له چين سره د همکارۍ د ستراتيجيکو اړيکيو پرمختګ د دغه هېواد د نوی حکومت خپلې تګلارې په توګه ټاکلی ده .څه موده دمخه د ايتاليا صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير له چين څخه ليدنه وکړه او وروسته بيا د دغه هېواد د کرنې وزير د دغه وروستی سفر له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستی او همکاری لانوره نژدی شوې ده .
ښاغلی دکسترو وويل کرنه د چين بنسټيزې چارې دې ،ايتاليا هيله لري چې د خپلو غوره والی له لاری د چين د کرنې د پرمختګ لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي اوغواړي چې د کرهڼيزو علومو ،ماشينونو ،د خوړو چمتوکولو تکنالوژۍ ، د خوړو کيفيت د تامين ،په کليوالو سيمو کې د چاپيريال ساتنې ،د ځمکو ساتنې او ادارې په ساحو کې له چين سره اغيزمنه همکاری وکړي .په همدی وخت کې له کليوالو سيمو څخه ښارونو ته د لازياتو بزګرانو د لېږدولو له امله د رامنځته شوې مسئلې په هکله ايتاليا چين ته تجربې هم برابرولی شی .
دغه سفر له چين څخه د نوموړی وزير لومړی سفر دی او موخه يی چين ته د سفر په موده کې د دغه
هېواد د صدراعظم له خوا د لاسليک شوی همکارۍ ياددښت پاڼه بشپړول دی چې ، په سياسی ،اقتصادی او سوداګريزو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اړيکی نژدی شی ، د کليوالو سيمو د سمسورتيا او د کرهڼيزو علومو او تکنالوژۍ په برخه کې همکاری وشی ،د کرهڼيزو محصولاتو لپاره د سوداګريز تګ راتګ لازيات شی ، اړوندی مسئلې حل او په دغه برخه کې د دواړو خواوو د پانګوونې لپاره لازياتې اسانتياوې برابرې شی .
د دغه وزير په مشرۍ لوړ پوړی حکومتی پلاوی په بيجينګ کې د چين د کرنې او د محصولاتو د کيفيت د پلټنې له عمومی ادارې او د کرنې او ساينس له اکادمی سره د کرهڼيزو محصولاتو د سوداګرۍ ،د صادراتی بهير د ساده کيدو او دغه راز د خواړو کيفيت د لوړوالی په شمول د زياتو برخو په باب خبری اتری وکړې .دغه راز دوی په شانګهای کې د ١٨٠ ايتاليی تصديو د خوړو په نندارتون کې هم ګډون وکړ چې پکی غوره کرهڼيز محصولات د چين دوستانوته ښودل شوي دي .
وزير دکسترو وويل که څه هم د ځينو هېوادونو د مشهورو تصديو په پرتله په چين کې د ايتاليا د خوړو تصديو د پلورنې ارزښت څه نا څه واټن لري خو د خوښۍ وړ خبره دا ده چې په ٢٠٠٥ کال کې چين ته د دغه هېواد صادارتی ارزښت ٣١ مليونه يورو ته رسيدلی چې دغه شمير د وړم کال په پرتله په سلو کې ١٧ زيات شوی دی .نوموړی زياته کړه چې د غلودانو او خوړو د يو وارداتی هېواد په توګه ايتاليا هم هيله لري چې له چين څخه لازيات غوره کرهڼيز محصولات هم وارد کړي .