
دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی وانګ هونګ وی له خوا ويل شوی ولسی سندری وړاندی کړو٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د وانګ هونګ وی له خوا ويل شوی د شينجيانګ د قزاق قوم يوه ولسی سندره واوريده چی نوم يی دی ما ته تر سهار پوری انتظار کوه٠ هغه په سندرو ويلو او موسيقۍ کې د لويديځو او ولسی لارو چارو له يوځايښت څخه نوموړی سندره ويلی چی د راتلونکی په اړه د هلک ښه هيله پوره څرګنده کړی٠وانګ هونګ وی د چين د شمال لويديځی سيمی په شينجيانګ ښار کی زيږيدلی او غږ يی ډېر خوندور دی٠ په ١٩٩١ کال کی هغه د چين د ولسی ازادی بخښونکی پوځ په هنری پوهنځی کی له مشهوره استاذ منګ لينګ څخه زده کړه وکړه٠ په ٣ کلونو کی وانګ هونګ وی د موسيقی هنر او د سندرو ويلو له زده کولو سره خپل ځانګړی سبک او د سندرو ويلو خپله لاره جوړه کړه٠ اوس به مونږ په ګډه د وانګ هونګ وی له خوا ويل شوی د
شمال لويديځ چين د شان بی ولايت يوه لرغونی غرنی سندره واورو٠
( سندره ٢ )
په ٢٠٠٠ کال کی وانګ هونک وی د چين د مرکزی تليويزيون د ځوانانو
د سندرو ويلو په مسابقه کی د ولسی لارو په ډله کی لومړی مقام ونيول دی اوس ډېر زيات مينوال لري٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د وانګ هونګ وی له خوا ويل شوی يوه ويغوری سندره واورو چی نوم يی سور ګلاب دی٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د دغې خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!