<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-17 17:01:51    
ښامار د چيني ملت نشان

cri

ښامار د چينايانو توتم يعنی د چيني ملت نشان دی . خو دغه ژوی په دنيا کې نشته او داسی خيالی ژوی دی چې چينايانو لخوا په ځانګړي توګه جوړ شويدي ځکه چه ښامار د هوسۍ ښکرونه ، د باز پنجې ، د کب فلسونه او د مار وجود لری او الوزولی ، لامبو او قدم وهلی شي . خو د لويديځانو په اند ښامار وزر لرونکي خطرناک ژوی او د انسانانو دښمن دی . خو د هغو کسانو لپاره چې د چين په اړه څه نا څه معلومات لری ، ښامار د چين په کلتور کې د نيکمرغۍ او زړه ورتيا نښه ده . د بريتانيا خبريال لويس د بيجينګ امپراطوري ماڼۍ وليدلې او و يي ويل چې ښامار د چيني کلتور په بيلا بيلو ساحو کې نفوذ لری . يو جرمني وويل کله چې چين ياديږي ، حتما به زما په دماغ کې ښامار او پنډا رامنځته کيږي .د ترکي پوهنتون پروفيسر اسماعيل وويل چې ښامار د چين نښه ده او د چيني ملت د يوځايښت مظهر هم دی. يو هندي زده کوونکی وايي ښامار د مرموز ځواک استازيتوب کوی . يو جاپانی خبريال وويل ښامار هر چا ته سالم ، غښتلي او مقدس حس ورکوي او د چين له بڼې سره سمون لری . اته ويشت کلن فرانسوي ځوان چې ديديان نوميږي او د نړيوال تاريخ ډاکتر دی ، وويل چې له لرغونې زمانې راهيسې ښامار د چينايانو د نښې په توګه پيژندل کيږي. که څه هم ښامار په دنيا کې نه پيدا کيږي ، خو د چينايانو د راغونډولو ځواک ډير غښتلی دی .

زمری _ د انګريزانو توتم دی . په منځني پيړۍ کې زمری د انګليستان د شاهی ځواک نښه وه او په هره توره باندي درې زمري حکاکي شوي وو . نن ورځ د انګليستان د فوتبال د ملي ټيم د لوبغاړي په کالي باندي د زمري تصوير ليدل

کيږي .د معلوماتو له مخې په لرغونی زمانه کې د انګلستان شاهی کورنۍ تجملی

ژوند تيراوه او زمري د پاچا لخوا د لندن په برج کې ساتل کيدل چې دغه ژوی د شاهي کورنۍ د مقام او ځواک نښه بلله کيده .

يږ د جرمنيانو توتم دی . يږ په جرمني کې يو معمولی وحشی ژوی دی او د ژويو د پاچا په نامه ياديږي نو يږ د برلين ښاری نښه ده . دغه راز د جرمني د هر ښاری ارګان په بيرغ د يږ تصوير تر سترګو کيږي ، د تير کال د نومبر په دوهمه نيټه يږ په همدې کال کې د جرمني د دولتي ژوی په توګه وپيژندل شو .

وحشي چرګ د جاپانيانو توتم دی . په نولس سوه اوه څلويښتم کال کې وحشی چرګ په جاپان کې ځانګړی مرغه دی او د ملي مرغه په توګه وټاکل شو. دغه ډول وحشي چرګ نه يوازې غوره خوراک دی ، بلکې د واده په مراسمو کې سوغات هم دی .

زمری د ترکيانو توتم دی . که څه هم زمری په رسمي توګه د ترکيانو د توتم په توګه ندی پيژندل شوی ، خو د ترکيانو په اند زمری د يووالي او غښتلي ځواک نښه ده . د ترکيې بنسټ ايښودونکی عطا ترک مقبرې په دواړو خواوو کې د زمريو مجسمې ولاړې دي .

فيل د هنديانو توتم دی . په زياتو هندي فلمونو کې فيلان ليدل کيږي ځکه چې فيل د هنديانو په نظر د هوښيارۍ او ځواک نښه ده . زيات شمير هنديان د فيل عبادت کوي .

چرګ د فرانسويانو توتم دی . فرانسوي د زړه ورتيا درناوي کوي . هر کله چې د فوټبال سيالی پيل کيږي ، هرومرو يو چرګ د فوټبال ډګر ته غورځول کيږي .

هغه باز چې سر يي سپين رنګ دی ، د امريکايانو توتم دی چې د ځواک ، اجازې ، ازادۍ او دايميت استازيتوب کوي او د امريکا په ملي نشان ، د ولسمشر په بيرغ او د يو ډالر په بانکڼوت کې ليدل کيږي . دغه مرغه په اولس سوه دوه اتيايم کال کې د امريکا د ملي مرغه په توګه وټاکل شو.