د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخې : د چين او پاکستان تر منځ د ٢٠٠٦کال دوستۍ په نامه د ترهګرۍ پر ضد پوځی مانوره چې د پاکستان د ابوتاباد په سيمه کې تر سره شوه ، د روانې مياشتی په اتلسمه نيټه په بريالی توګه پای ته ورسيده .
دغه مانوره د روانې مياشتی په يوولسمه نيټه پيل شوه او اته ورځی يې دوام وکړ . د دغه پوځی مانوری موخه د دواړو هيوادونو او پوځونو تر منځ د دوستی او همکارۍ د اړيکو نژديوالی ، د ترهګرۍ پر ضد په مبارزی کې د دواړو پوځونو د توان پياوړتيا او په نړيواله ټولنه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزی لپاره د ښه چاپيريال برابرول دی .