<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-18 16:03:41    
فرانسه به له افغانستان څخه خپل ځانګړی ځواکونه وباسی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د فرانسی د دفاع وزيرې ميشيل اليو ماري چې اوس له افغانستان څخه په ليدنه بوخته ده، د دسمبر په اوه لسمه نېټه وويل دغه هېواد به په راتلونکو څو اوونيو کی له افغانستان څخه چين دوه سوه تنه ځانګړی سرتيری وباسی. خو نوموړی د دغه ګام پورته کولو لامل څرګند نه کړ.

اوس د فرانسی د ځانګړيو ځواکونو دوه سوه تنه سرتيری د امريکا په مشرۍ په ګډ پوځ کی شامل او د افغانستان په ننګرهار ولايت کی ميشت دي چې په دغه سيمه کی د حکومت ضد وسلوال فعاليتونه له منځه يوسی. د ٢٠٠١ کال په پای کی د افغانستان جګړې له پای ته رسيدو راهيسی د فرانسی د ځانګړی ځواکونو لږ تر لږه اوه تنه سرتيری وژل شوی او لس تنه نور ټپيان شوي دي.