په وروستيو ورځو کی د بېجينګ د چاپېريال ساتنی ادارې د ايتاليا د چاپېريال او خاورې له وزارت سره د همکاريزۍ يو پروګرام لاسليک کړ چې د ايتاليا په مرستی به د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره د استوګنې په جوړو شويو سيمو کی د لمر انرژۍ د استعمالولو له لارې د تودو اوبو د برابرولو سيستم جوړ شي. له دې څخه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پاکۍ او پوهنې لوبو معنی څرګنديږی.
دغه سيستم د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ ټولو لوی پروګرام دی. د معلوماتو له مخی، د اولمپيک کلی دوه څلويښت ودانی او تقريبا پنځه لکه مربع ميتره پراخوالی به له دغه سيستم څخه ګټه واخلی. د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کی به دغه سيستم تودو او بوته د دوولس زره تنو لوبغاړو او چارواکيو اړتياوې ته پوره کړي. د دغو لوبو له پای ته رسېدو وروسته به شپږ زره اوسيدونکی له دغه سيستم څخه ګټه واخلی. اټکل کيږی چی دغه سيستم به د ٢٠٠٨ کال په لومړی نيمه کی پای ته ورسيږی.
د بېجينګ د چاپېريال ساتنې ادارې چارواکې ميرمن مينګ پنګ لی د دغه سيستم مسئوله ده. هغی خبريال ته وويل د دغه سيستم تر ټولو مهم ځانګړيتوب دا دی چې د لمر انرژۍ له لارې تودې اوبه برابريږی. د ناککړتيا تر څنګ د لمر انرژۍ يوه دواملرونکې انرژۍ ده.
د چاپېريال ساتنې په برخه کی د لمر انرژۍ د اهميت په اړه، ميرمن مينګ دنګ لی وويل د اولمپيک کلی پراخوالی څه دپاسه پنځه لکه مربع متره دی. که موږ له برېښنا او يا طبيعی ګاز څخه په استفادې تودې اوبه برابرې کړو، نو د اولمپيک لوبو په ترڅ کی به پنځه مليونه واټه برېښنا او يا شپږ لکه مکعب ميتره طبيعی ګاز ولګول شي. خو طبيعی ګاز دواملرونکې انرژۍ نه ده.
دا رښتيا ده چې د لمر انرژۍ يوه پاکه او دواملرونکې انرژۍ ده. خو يوه مسئله هم شته چې د لمر انرژۍ د ناپاکی په حال کی څنګه تودو او بوته د لس زره تنو لوبغاړو اړتياوې پوره شی. په دې اړه ميرمن مينګ وويل موږ مرستندويه انرژۍ لرو. د لمر انرژی په سلو کی نوی برخه وخت کی استعماليږی. خو په نور لس برخه وخت مثالا د باران د اورښت په ورځو کی به مرستندويه انرژۍ استعمال شي.
د معلوماتو له مخی، د اوبو د کيفيت ساتلو لپاره به د بېجينګ په اولمپيک کلی کی د لمر انرژۍ د تودو اوبو برابرولو سيستم د پخوانيو سيستمونو په پرتله نور زيات عصری وي.
ځکه چی د دغه سيستم د خپرېدو پراخوالی پنځه لکه مربع ميترو ته رسيږی. که د دغه سيستم جوړونه د اولمپيک کلی پر بڼی اغېزه واچوی، ميرمن مينګ په دې اړه وويل زموږ تاسيسات عصری دي چې له ودانيو سره په ښه توګه يو ځای کېدای شي. نو د ودانيو پر بڼې به هېڅ منفی اغېزه و نه کړي.
د بېجينګ له اولمپيک لوبو وروسته د دغه سيستم د استعمال په اړه، هغی وويل اولمپيک کلی به له دغو لوبو وروسته ملکی ودانی وګرځي، نو په هغه وخت کی به دغه سيستم اوسيدونکيو ته خدمتونه برابر کړي. دغه سيستم يوه جلا برخه نه بلکه د ټول اولمپيک کلی يوه برخه ده.