<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-18 19:26:38    
د چين د نا دولتی تصديو او نړيوالو شرکتونو ترمنځ همکاری نژدې شوې ده

cri

ګرانو اوريدونکيو ، څه موده دمخه د چين په جنوب ختيځ د ځه جيانګ ولايت په ون جو ښار کې د چين نادولتی تصديو په نړۍ کې له پنځه سوه غښتليو تصديو سره خبری اتری وکړې چې عمده موضوع يې د کورنيو او نړيوالو تصديو ترمنځ د همکارۍ فرصت و . د چين څو سوه نادولتی تصديو څخه د هغو ٣٠ تصديو له استازيو سره چې په پنځو سوو غښتليو تصديو پوری اړه لري د خپلی منځی همکارۍ او د دغې همکارۍ راتلونکی په باب بحث وکړ .

د چين د ورخلاصون تګلارې د پلی کولو له ٢٧ کلونو راهيسی د هېواد اقتصاد چټک پرمختګ کړی او د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت کلنی پرمختيايی انډول په سلو کې ٩ اعشاريه ٦ زيات شوی دی .د اقتصاد پرمختګ د نړيوالو تصديو او نادولتی تصديو لپاره پرمختايی فرصتونه برابر کړي چې له امله يې بازاری اړتياوی رامنځته شوي دي .د چين د بهرنۍ پانګونې او تصديو د ټولنې مشر سی ګوانګ سنګ وويل چې په چين کې په بهرنی پانګې اچول شوی تصدۍ او نادولتی اقتصاد د چين د اقتصادی پرمختګ دوه ځواکونه دي .

(اواز.............)د ٢٠٠٦ کال تر سپتمبر پوری په چين کې د پانګوونکيو لپاره د پانګوونکيو هېوادونو او سيمو شمير نژدی دوه سوو ته رسيدلی او د پانګونې اندازه يې له شپږ سوه او شپته مليارډ امريکايی ډالرو څخه اوښتی ده . د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری د چين د نادولتی تصديو اقتصاد ی ارزښت د کورنيو توليداتو دعمومی ارزښت په سلو کې پنځوس برخه نيولی ده .په تيرو پنځو کلونو کې د نادولتی تصديو د پانګونې عمومی اندازه په سلو کې ديرش زياته شوې ده .

د معلوماتو له مخې د چين د ورخلاصولان تګلارې په پيل کې زياتره نادولتی تصدۍ په بنسټيزه توګه منځنی او کوچنی تصدۍ وې او پيسی او تکنالوژی يې نه درلوده . په هغه وخت کې د پانګونې لپاره چين ته راغلو بهرنيو شرکتونو که څه هم کافی پيسی او عصری تکنالوژی درلوده خو دچين له بازار سره يی بلدتيا نه درلوده .نو د نادولتی تصديو او د نړيوالو شرکتو نو ترمنځ همکاری د چين د چټک اقتصادی پرمختګ بهير دی .د امريکا د جونسن شرکت د عمومی مدير مرستيال ګاو ژوی په وينا د دواړو خواوو د ځانګړيتوب له امله د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د پياوړتيا له لاری ګډ برياليتوب تر لاسه کيدای شی .هغه وويل (اواز.............) زما په أند دا يو ښه فرصت دی . د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ له امله د چين نادولتی تصديو د پيسو او تکنالوژۍ په برخه کې ملاتړ تر لاسه کړي چې د ادارې توان يی لوړ او د خپلو چارو د تر سره کولو لپاره يې چاپيريال ښه شوی دی .په همدی وخت کې مونږ بايد د چين له اقتصادی پرمختګ سره سم له نادولتی تصديو سره نژدی اړيکی ټينګې کړو .

د چين د ورخلاصون په پيل کې د چين د نادولتی تصديو او نړيوالو شرکتونو ترمنځ د همکارۍ لاره ساده وه .په عمومی ډول دچين نادولتی تصديو نړيوالو تصديو ته لومړی کچه خدمتونه برابر کړي دي .په دی برخه کې د امريکا کوکه کولا شرکت ډير وختی د چين له نادولتی تصديو سره همکاری کړی ده .

اوس د چين په سلو کې ٩٠ دچين نادولتی تصديو له نړيوالو شرکتونو سره د همکارۍ اړيکی ټينګې کړې او په دغې همکارۍ کې د چين د همدغه شان تصديو شمير د زياتوالی له امله د دواړو خواوو ترمنځ همکاری د هر اړخيزې پرمختيا په لور روانه ده .د چين د نادولتی اقتصاد د څيړونکی ټولنې مشر باو يوو جون وويل د چين نادولتی تصدي بايد د خپلو تصديو د اداري لارو چارو بدلون ته اړتيا ولري .(اواز.........)

نادولتی تصدي بايد له نړيوالو مقرراتو سره بلدتيا ولري او اړوند قوانين او کلتوری عادتونه زده کړي چې له امله يی له نړيوالو شرکتونو سره همکاري نژدی شی .

د ون جو ښار د تيان ځنګ شرکت د صنعتی ماشين ألاتو په توليد بوخت دی .په وروستيو دريو کلونو کې دغه شرکت له نړيوالو شرکتونو سره ښه همکاري کړي ده .د دغه شرکت عمومی مدير ګاو تيان له وويل په راتلونکی همکارۍ کې د چين نادولتی تصدي او نړيوال شرکتونه بايد د خپلو امتيازونو په کارولو سره يو بل ته ګټې ورسوي چې ګډ برياليتوب تر لاسه شی .