<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-18 19:02:39    
د تيان چی جهيل د سيمې د بزګرانو او مالدارانو نوی ژوند

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د تيان شان غره ٌ د تيان چی جهيل ٌ چې که په پښتو ترجمه شی ، د ٌ اسمانی جهيل ٌ يا ٌ پاسنی جهيل ٌ معنی لری ، چې يوه ډيره مشهوره منظره لرونکې سيمه ده٠ د دې سيمې طبيعی منظرې، ژوی او نباتات ډير غنی او عجيب ښکاری٠ د سان ګونګ په نامه يوه دره د تيان چی جهيل د منظره لرونکی سيمې يوه عمده برخه او د دغې سيمې او فو کانګ ښار ترمنځ د تګ راتګ يوه لاره ده چې اوږدوالی يې دوه ويشت کيلومتره دی٠ په دغه دره کښی څه دپاسه زره کورونۍ اوسيږی او د ساعت تيرۍ د مرکزونو، دکانونو، رستورانونو او ميلمستونونو په ګډون د سيلانۍ زيات خدمتی تاسيسات شته٠ددغې درې اوسيدونکی د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله بډای شوی او نيکمرغه ژوند تيروی٠

د سيلانۍ چارو د بازار د توديدو له امله د سان ګونګ دره د تيان چی منظره لرونکی سيمه کښی ورځ په ورځ مهم رول لوبوی٠ خو له څو کلونو راهيسی د نامنظمې أبادۍ له امله په دغه دره کښی زياتې نيمګړتياوې هم رامنځ ته شوېدی٠

د فو کانګ د ښاروالۍ مرستيال او د تيان چی جهيل د منظره لرونکی سيمې د اداری کميټې مشر چی ون جې وويل: د سان ګونګ په دره کښی د بزګرانواو مالدارانو د ژوند او توليدی چارو فعاليتونو تر يوې اندازې پوری د دغې منظره لرونکی سيمې ايکولوژيکی چاپيريال ته زيانونه رسولی او د دوی نامنظمو معاملاتو هم د سيلانۍ چارو پر پرمختګ باندی منفی اغيزه کړېده ٠ نو د ايکولوژۍ

د ساتلو لپاره له دغې درې څخه د بزګرانو او مالدارانو ايستل ستر اهميت لری٠ هغه

وويل: ٌ زمونږ اصول د منظرو ساتل او د خلکو بډايول دی٠ مونږ به هم په ښه شان سره منظره لرونکې سيمه وساتواوهم به سيمه ايزو اوسيدنکو ته بډايتوب ور په برخه کړو او د دوی ژوند او توليدی چارو ته به ښه ترتيب ورکړو٠ د تيان چی جهيل د منظره لرونکی سيمې ښه أبادۍ به هرومرو د شاوخوا سيمې اقتصاد پرمخبوزی٠ ٌ

د پلان له مخی به د سان ګونګ د درې د څه پاسه زرو کورونو ټول بزګران او مالدارن له منظره لرونکې سيمې څخه ووځی او د دوی غيرمعقولې ودانۍ به هم ليری شی٠ سيمه ايز حکومت به بزګرانو او مالدارانو ته څه دپاسه دوه مليونو ژن مين بی يوانه تاوان ورکړی او د سل مليونو يوانو په بانګې اچولو سره به دغه دره بيا أباده کړی٠

د مهاجرو بزګرانو او مالدارانو د ژوند د سمون په موخه د تيان چی جهيل د منظره لرونکی سيمې اداری کميټې د مالدارانو لپاره څه نا څه اووه سوه هکتاره څړځايونه أباد کړی او د بزګرانو او مالدارانو د ژوند د زمينو د ښه کولو لپاه يې سړکونه جوړ کړيدی٠ دغه راز د فو کانګ ښاروالی د زياتو پانګو په اچولو سره د منظره لرونکی سيمې د شاوخوا چاپيريال أبادی پياوړی کړې او د قزاقی قوم د دودونو د ښودلو دوه باغونه يې جوړ کړيدی٠

د روان کال په جولای کښی نوموړو باغونو د سيلانيانو په منلو پيل وکړ٠ د قزاقی قوم پيغلې عمت ګل په يو باغ کښی دوه خيمې په ټېکه اخيستې او يو رستوران يې پرانيستی دی چې د سيلانيانو لپاره د خپل قوم ځانګړی خوراکونه او ډوډۍ برابرې کړی٠ هغې وويل : ٌ په لومړيو وختونو کښی راغلی ميلمانه کم وو٠ خو د وخت په تيريدو سره مخ په زياتيدونکی سيلانيان راغلی دی٠مونږ د دوی لپاره ځای پر ځای د قزاقی قوم زيات ځانګړی خوراکونه پخوو٠ ځينی سيلانيان غواړی چې د پسه له حالالولو څخه ليدنه وکړی ، مونږ هم د دوی غوښتنه پوره کوو ٠ ٌ

د تنظيماتو په پايله کښی د تيان چی جهيل د منظره لرونکې سيمې د سيلانۍ چارو لا ښه پرمختګ کړی او سيمه ايز بزګران او مالداران هم له دغو چارو څخه د ترلاسه شويو عايداتو د زياتيدو له امله بډای شويدی٠ ميرمن مايرزئيا پخوا د تيان چی جهيل په منظره لرونکی سيمه کښی د خيمو په وسيله يو ميلمستون پرانيست او اوس د قزاقی قوم د دودونو په يوه باغ کښی د خيمو هوټل خاونده ده چې معاملات يې لا ډير ښه دی٠ هغې وويل: ٌ دا يوه ښکلې او بډايه سيمه ده٠ له څو کلونو راهيسی د سيلانۍ په خدمتی چارو لاس پوری کوم٠ د منظره لرونکې سيمې د تنطيمولو له لاری زمونږ معاملات په عمومی پلان کښی شامل شوی او د قزاقی دودونو له مخی په باغونو کښی اساسی تاسيسات بشپړ شويدی٠ د سيلانيانو په زياتيدو سره زمونږ عايدات هم زيات شويدی٠ ٌ

اوس ميرمن مايرزئيا او د نوموړو باغونو د رستورانونو، ميلمستونونو او هوټلونو ټول خاوندان په تودو احساساتو سره د ټول هېواد او نړۍ د سيلانيانو هرکلی کوی چې د تيان چی جهيل د ښکلی منظره لرونکې سيمې سيل وکړی٠

ګرانو دوستانو ، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د سان ګونګ دره د چين د شينجيانګ د کومې منظره لرونکې سيمې يوه برخه ده؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړی٠ مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب راکيدونکو اوريدونکو ته يوه هغه تحفه ورکړی کوم چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری٠ ستاسی د بری په هيله !