درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شئ .
ښايی ټولو ته معلومه وی چې يانګ ځي سيند په چين کې لومړنی اوږد سيند دی او ها جيانګ سيند د يانګ ځی سيند ډېره لويه څانګه ده چې اوږدوالی يی يو زر پنځه سوه کيلومترو ته رسيږی . په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چاپيريال ساتلو په اړه د هغو دوو بوډيو يوه کيسه وړاندی کړم چې د هان جيانګ سيند په غاړه اوسيږی .
دغه دوه بوډۍ چې نومونه يی يون جيان لي او يی فو يی دي ، اوس متقاعدې شوی دی . دوی د چين په منځنۍ برخه د هو بی ولايت د شيانګ فان په ښار کې اوسيږی . هان جينګ سيند هم له شيانګ فان ښار څخه تېرېږی او بالاخره په وو هان ښار کې له يانګ ځي سيند سره ګډيږی . اوس دواړه بوډۍ ثابت عايدات لری او ښه ژوند کوی . خو د دوی له خوا د چاپيريال ساتلو د لامل د يادونې په وخت کې سپين سرې يون جيان لي چې عمر يی څه دپاسه شپيته کاله دی، وويل : ( اواز١)
د ٢٠٠٠ کال په پسرلي کې يوه ورځ د عمومی بس په واسطه د هان جيانګ سيند له پله څخه تېريدم او و می کتل چې د سيند اوبه کرغيړنې شوی دي او بد بوي يی خپور کړ . په هغه وخت کې يو کس وويل چې د ګون هه سينداوبه د هان جيانګ سيند تر اوبو ډېری خرابی حالت لری چې د هان جيانګ سيند يوه څانګه ده . په هغه وخت کې می هغه اراده ټينګه کړه چې تر ممکنه حده پوری د هان جيانګ سيند
وساتم .
په تېرو څو کلونو کې د اقتصادي پرمختګ سره سم ، د يو شمير فابريکو او
د خلکو د ژوند پاتې شيان هان جيانګ سيند ته ورغورځول شوی دی ، نو هان جيانګ سيند ککړ شوی . د ٢٠٠٠ کال له مارچ نه سپين سرې يون جيان لي په پرله پسی توګه د شيان فان په ښار کې د هان جيانګ سيند په پنځو څانګو کې د ککړوالی حالت وڅاره او دا ورته ثابته شوه چې د هان جيانګ سيند يو شمير څانګې په سخته توګه ککړې شوي دي . نو له دی امله يی څو څو ځله له ځايی حکومت نه غوښتنه کړې چې د دغو ککړتياوو د سرچينو د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي . د ٢٠٠٢ کال په پسرلي کې سپين سرې يون ته معلومه شوه چې يوازی حکومت د چاپيريال ساتلو مسئله نشی حل کولای ، نو خلک بايد د دغو مسئلو د حل و فصل لپاره کوښښ وکړي .
نو د ٢٠٠٢ کال په اګست کې يی فو يی له خپلو يو شمير همکارانو سره يو ځای د شنه هان جيانګ سيند په نامه د چين د هو بی ولايت د چاپيريال ساتلو لومړنۍ ملکي ټولنه جوړه کړه .له دې وروسته يی فو يی د سپين سرې يو جيان لي د مرستيالې په توګه کار کوی . د دغې ټولنې له جوړولو وروسته د ښوونځيو ، خبري رسنيو ، د چاپيريال ساتلو د داوطلبانو په ګډون يو شمير ارګانونو او خلکو په فعاله توګه ورسره اړيکې ټينګې کړې چې د هان جيانګ سيند د ساتلو لپاره هڅه وکړي . سپين سرې يی فو يی وويل : ( اواز٢)
که څه هم مونږ ډېر ستړی يو ، خو مونږ د چاپيريال ساتلو په اړه له کارونو سره مينه لرو . ځکه چې يوازی د چاپيريال ساتلو کارونه په ښه ډول تر سره شی ، مونږ به په ښکلی او ښه چاپيريال کې ژوند وکړو .
د دواړو بوډيو د کوښښونو له لارې دغې ټولنې چټک پرمختګ کړی چې
اوس پکې څه دپاسه سل تنه ځانګړی غړي او پنځه څلويښت ډلې شته . د سپين سرې يو جيان لي په اند ، په خلکو کې د چاپيريال ساتلو په اړه د افکارو پياوړتيا د چاپيريال ساتلو د کارونو يوه ډېره مهمه برخه ده . نو دوی په تېرو څو کلونو کې د هان جيانګ سيند په شا و خوا سيمه کې څه دپاسه اولس زرو تنو خلکو ته د چاپيريال ساتلو معلومات ورکړيدي .
د هان جيانګ سيند د لا ښه ساتلو لپاره د دواړو بوډيو په مشرۍ يو لړ فعاليتونه تر سره شول او ځايی حکومت دغو فعاليتونو ته ډېره پاملرنه کړې ده . د ځايی حکومت په څارنې او نظارت کې يو شمير ډېرې سختې ککړې فابريکې تړل شوی دی .
بر سيره پردی ، دواړو بوډيو د ښو اطلاعاتي پايلو د تر لاسه کولو لپاره په انترنيت کې د شنه هان جينګ سيند په نامه يوه پاڼه جوړه کړه. اوس څه دپاسه شپږ زر تنه داوطلبانو د دواړو بوډيو په مشرۍ د هان جينګ سيند د ساتلو په فعاليتونو کې ګډون کړی دی . د دې ترڅنګ دغو فعاليتونو د نړيوال بانګ او د نړيوال شنه مرستنديه صندوق له خوا ملاتړ تر لاسه کړل .