<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-19 20:17:13    
د لامبو وهلو په سياليو کې د امريکا غوره لوبغاړي بيوندي

cri

د لامبو وهلو د نارينه وو په سياليو کې د عادت سره سم هغه لوبغاړي چی په پايلونه کې د لامبو په څلورمه لار کې لامبو وهی بايدپه لمړنيو سياليو کې يی تر نورو ډېر ښه موفقيتونه تر لاسه کړی وی . د تېرې پيړۍ د اتمې لسيزې په منځنيو کلونو کې په ټولو لويو نړيوالو سپورتي لوبو کې د لنډ واټن ازادې لامبو په ټولو سياليو کې څلورمه لار تل د امريکا د غوره لوبغاړي بيوندي له خوا نيول شوي وه او له دې امله بيوندي ته د خلکو له خوا د لامبو په څلورمه لاره کې د قهرمانۍ لقب ورکول شوی دی . بر سيره پردې ، لوبغاړي بيوندي په سيول کې د اولمپيک د سپورتي لوبو په څليرويشتمه دوره کې دسرو زرو پنځه مډالونه تر لاسه کړل .

د امريکا د لامبو ټوپ وهلو ډېر مشهور لوبغاړي ګريګوري لوګانيس

د امريکا د لامبو ټوپ وهلونکی لوبغاړي ګريګوري لوګانيس پخوا د ټوپ وهلو په بېلا بېلو سياليو کې د چين په ټوپ وهونکی ټيم باندی ډېر فشار اچولی وو . که څه هم په سيول کې د اولمپيک د سپورتي لوبو په وخت کې ټپی شوی وو، خو هغه په خپلې ټينګې ارادې د ټوپ وهلو په سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل .

د چين د لامبو ټوپ وهونکې لوبغاړې ګاو مين

د تېرۍ پيړۍ په اتمه لسيزه کې د چين د لامبو ټوپ وهونکې لوبغاړې ګاو مين په نړۍ کې ډېره مشهوره لوبغاړې وه . په سيول کې د اولمپيک د سپورتي لوبو له تختی څخه د لامبو ټوپ وهلو په سياليو کې يی يو ځل بيا د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

د تينس لوبغاړې ستيفی ګراف

د اولمپيک د څليرويشتمې دورې له سپورتي لوبو نه مخکې ستيفی ګراف په ١٩٨٧ کال کې د تينس په ټولو اوه اوياوو سياليو کې د سرو زرو يوولس مډالونه تر لاسه کړل . په هغه وخت کې يو شمير لوبغاړيو يوازی د تينس څلورو لويو اتلوليو ته پاملرنه کوله ، ځکه چې د دغو اتلوليو د جايزې پيسی ډېر زيات وې . خو ګراف د اولمپيک سپورتي لوبو ته ډېره پاملرنه وکړه ، ځکه چې هغې غوښتې وه پکې د خپل هېواد لپاره وياړ وګټی. بالاخره هغې په سيول کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د تينس په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .

د چين د باسکتبال په سياليو کې ډيره غوره ښځينه سنتره جنګ های شيا .

په سيول کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د چين او امريکا د ټيمونو ترمنځ د باسکتبال په سيالي کې د چين سنتره جنګ های شيا د خلکو پام ورواړاوه . جنګ های شيا چې لوړولی يی دوه اعشاريه صفر څلور مترو ته رسيږی په دغه سيالي کې يې ډېر مهم رول ولوباوه . که څه هم د چين ټيم مغلوب شو ، خو د امريکا يو خبريال وويل چې جنګ های شيا برياليتوب تر لاسه کړ .

د وزن پورته کولو ډېر مشهور لوبغاړی سليمان نولګو

د ترکيی لوبغاړي سليمان نولګو په سيول کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د شپيته کيلوګرامو وزن پورته کولو په سيالۍ کې په پر له پسی توګه په شپږ

ځله د يوه ضرب حرکت ، د دوو ضربو حرکت او د دوه ګونو حرکتو مجموعی وزن په سياليو کې نړيوال ريکارډونه ټينګ کړل او د سرو زرو مډالونه يی تر لاسه کړل . دغه مډال له ١٩٦٠ کال وروسته د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ترکيی له خوا د سرو زرو لومړنی مډال وګڼل شو .