<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-20 20:08:43    
چين د انټرنيټ له لارې ځوانانو ته د ايدز ناروغی د مخنيوی په هکله د معلوماتو په تبليغاتی فعاليت کې برياليتوب تر لاسه کړی دی

cri

څو ورځی مخکې چين د انټرنيټ له لارې ځوانانو ته د ايدز ناروغی د مخنيوی په هکله د ټولپوښتنې له لاری يو تبليغاتی فعاليت تر سره کړ چې د ټول هيواد له ديرش ولايتونو څخه د څه دپاسه يو زر او سل ښوونځيو زده کوونکيو په کې ګډون وکړ . د دغې ټولپوښتنې له لاری زيات شمير زده کوونکيو د ايدز ناروغی د مخنيوی او کنترول په هکله نور زيات معلومات تر لاسه کړي او د دغې ناروغۍ د مخنيوی توان يې پياوړی شوی دی .

په ٢٠٠٦ کال کې د ايدز ناروغی د نړيوالی ورځی تبليغاتی فعاليت او په ښوونځيو کې د دغې ناروغی د مخنيوی او کنترول لپاره د پوهنې کارونو غونډه د تيری مياشتی په پای کې د چين د يون نان ولايت د کون مينګ په ښار کې تر سره شوه . د چين د ښوونی او پوهنې وزارت ، د دولتی شورا په اړه د ايدز ناروغی د مخنيوی کاری کميټی ، په چين کې د م م د ماشومانو صندوق دفتر او په بيجينګ کې د م م د يونيسکو سازمان دفتر اړوندو چارواکيو په دغه غونډه کې ګډون وکړ او په نوموړی مسابقه کې يې برياليو زده کوونکيو ته جايزې ورکړې .

د چين د ښوونی او پوهنې وزارت مرستيالې چن شياو يا وويل د ايدز ناروغی په هکله د معلوماتو د تعميم کولو او د دغې ناروغی د مخنيوی او د خپلو ځانونو د ساتلو لپاه له ځوانانو سره د مرستی په موخه د ښوونې او پوهنې وزارت د سپورت ،

روغتيا او هنر اداری او بنسټيزی ښوونی اداری او د چين کمپيوتری ښوونې د مرکزی څانګی د هيواد د بنسټيزې ښوونې پر انټرنيټ پاڼه ځوانانو ته د ايدز ناروغی د مخينوی په هکله د معلوماتی مسابقی فعاليت تر سره کړ چې د عصری انټرنيټ له لارې ځوانانو ته د نوموړی ناروغۍ د مخنيوی په هکله اسانتياوی برابرې کړي .

د انټرنيټ له لارې د ايدز ناروغی په هکله معلوماتی مسابقی نهه برخې درلودې چې بنسټيز معلومات ، د دغې ناروغی خپرونه او زيانونه ، د دغې ناروغی مخنيوی او کنترول او له نشه يي توکيو څخه ډډه کول په کې شامل و . معلومعاتی مسابقه په پنځو برخو ويشل شوې وه. د دغه فعاليت شکل د ځوانانو له نظريو سره برابر و ، نو زيات شمير زده کوونکو په فعاله توګه په کې ګډون وکړ چې څه دپاسه اتلس مليونه تنو ته رسيدل او د جايزې تر لاسه کوونکو زده کوونکو شمير اته سوه او شل تنو ته رسيده .

پر انټرنيټ د پلټنې له لاری په سلو کې پنځه نوي وګړيو څرګنده کړه چې د ايدز ناروغې په هکله د معلوماتی مسابقې په فعاليت کې له ګډون وروسته به هغو کسانو ته نوره زياته پاملرنه وکړي چې په ايدز ناروغۍ اخته شوي ، په سلو کې دری اتيا زده کوونکيو هيله ښودلې چې دغه ډول فعاليت په پرله پسی توګه تر سره شي .

په وروستيو کلونو کې په ايدز ناروغۍ د اخته شويو ځوانانو شمير زيات شوی دی ، نو د چين حکومت د ځوانانو تر منځ د دغې ناروغی د مخنيوی او کنترول کارونو ته ډيره پاملرنه کړی او د دغې ناروغې په هکله د معلوماتو ورکولو په موخه يې بيلا بيل فعاليتونه تر سره کړي دي .