<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-20 20:13:40    
د واده د غوښتنې له پاره د اته دقيقو کتنې فعاليت

cri

د چين د اقتصاد په چټګې پرمختيا سره يو شمير زلمي او پيغلې چې په ښارونو کې ژوند کوي ، له دي امله چې هره ورځ په کارونو کې بوخت دي ، نو زيات وخت نه لري چې خپل واده په نظر کې ونيسي ٠ په دي وروستيو کلونو کې د واده د غوښتنو يو ډول نوي فعاليت چې د اته تقيقو کتنه ورته وايي ، د چين په لويو ښارونو کې رامنځته شوي دي ٠

د روان کال د دوبي په يوه شپه کې د بيجينګ دشمالي خوا دجونګ ګوان څون سيمې د يوې لويې ودانې په سالون کې د اتو دقيقو کتنو فعاليت روان وو ٠ ميرمن جيانګ جنګ د بيجينګ د خوشحالۍ په نامه د دوستانو دپيدا کولو د کلوب مشره ده ، په دغه سالون کې د اته دقيقو کتنې فعاليت مشري يي کوله ٠ هغه خبريال ته وويل چې د دغه فعاليت په پيل کې عمومأ د هر يو ميز په دواړه خوا کې يوه پيغله او يو زلمي مخامخ ناست او د اتو دقيقو له پاره سره خبرې کوي ٠ تر اتو دقيقو خبرو نه وروسته د هر ميز ناست پيغله حرکت نه کوي ، خو زلمي د ساعت دحرکت پر لورې د يو بل پر ځاي د دوهم ميز په څنګه کې کيښني او له بلې پيغلې سره بيا د اتو دقيقو له پاره خبري کوي ٠ کله چې هر زلمي له ټولو پيغلو سره خبري کړي ، نو دغه فعاليت پاي ته رسيږي ٠ د دغه فعاليت له لارې هر يو ګډون کوونکي کولي شي چې په ډير لنډ وخت کې له ډيرو زلميانو يا پيغلو سره اشنايي پيداکړي ٠ ميرمن جيانګ وويل چې زمونږ دغه کلوب ډير غړي لري ٠

دغه کلوب په ٢٠٠٣ کال کې جوړ شوي او اوس يي د غړيو شمير نژدي ديرش زرو ته رسيږي چې زياتره غړي يي په بيجينګ کې کار کوي ٠ هره ورځ د شپې په وخت کې له څلويښت تنو څخه زيات غړي د کلوب په دغه فعاليت کې برخه اخلي او غواړي چې د دغه فعاليت له لارې خپله مينه پيدا کړي ٠ ميرمن جيان خبريال ته وويل چې دغه کلوب يوازي ګډون کوونکو ته د متقابل اشنايي له پاره فرصت برابروي ٠ خو که د خپل ځان په مناسب د خوښې وړ نژدي دوست پيدا کړي ، بايد د ښه برخليک په هيله وي ٠

په نوموړي فعاليت کې ګډون کوونکې جيانګ سياو او ښاغلي لي خان دواړو د خپل منځې خبرو په ترڅ کې يو له بل سره اشنا شول ٠ ښاغلي لي خان خبريال ته وويل چې زما په نظر که څه هم د دغې کتنې وخت ډير لنډ دي ، خو د دغه فعاليت له لارې په ټولنه کې له نورو سره د اړيکې د ټينګولو لاره پراخه شوې ده ٠ هغه هم هيله لري چې له دغه فرصت څخه په استفادې سره په خپله خوښه ښځينه دوست پيدا کړي ٠

اوس د چين په ځينو لويو ښارونو کې د اته دقيقو کتنې د ځوانانو او پيغلو ترمنځ د اړيکې د ټينګولو په هکله يو نوي يڼه دود او رواج ګرځيدلي دي ٠ د چين د ټولنيزې اکاډمې د کورنيو او واده د څيړونکي دفتر د مشر وانګ جين يوي په أند دا په اوسنۍ ټولنه کې د خلکو د ژوند څخه نه جلا کيدونکي برخه ده ٠ هغه وويل چې د اقتصاد په چټګ پرمختګ سره اوسني ټولنيز ژوند بايد له دي سره پرمختګ وکړي ٠ نو له دي امله يو زيات شمير خلک په کارونو کې

ډير بوخت دي او زيات وخت نه لري چې له دوستانو سره تګ راتګ وکړي ٠ له دي امله چې د اته دقيقو کتنې فعاليت له پاره زيات وخت او پيسې په کار نه دي ، نو د زياتو شمير خلکوله خوا ومنل شو٠ لکه څنګه چې اړوندو کار پوهانو ويلي دي چې د اوسني ژوند په بدلون سره د دوستانو د پيدا کولو شکلونه هم مخ په زياتيدو دي ٠ پرته له اته دقيقو کتنې څخه لکه د انترنيت په واسطه ، يا د تلويزيوني پروګرام له لارې او داسي نور ٠ د دلچسپې وړ خبره دا ده چې په بيجينګ کې داسي فعاليت هم ليدل کيږي چې پلار او مور د خپل لور يا زوي له پاره پيغله يا زلمي پيدا کړي ٠ دغه ډول فعاليت عمومأ په پارک کې تر سره کيږي ، پلرونه يا ميندې دوه دري تنه راغونډيږي او يو له بل سره هغه کارډ تبادله کوي چې ور باندې د خپل اولاد د نوم ، عمر ، د بدن جګوالي او د کار په هکله اړوند حالت ليکل شوي دي ٠ که دواړه خواوي د متقابلې خوا د اړوندوحالتو سره خوښ وي ، د دواړو اولادونو ترمنځ د کتنې تياري به ونيول شي ٠