<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-20 20:18:53    
په کور کې د درملو کارولو په هکله د پاملرنې وړ معلومات

cri

زيات شمير کسان په کور کې د زکام او نورو معمولي ناروغيو پر ضد درمل ساتی . خو د درملو د ناسمې کارونې له امله نه يوازې خپله ناروغی نه جوړيږي ، بلکې ښايي د درملو ناوړه غبرګون هم رامنځته شي ، حتی ژوند ته به سخت خطر هم ورسوي . ايا په کور کې څه ډول درمل وساتل شي او دغه درمل څنګه کارول کيږي ؟

عمومأ په هر کول کې د درملو ساتلو يو کوچنی صندوقچه شته ، په دې صندوقچه کې کوم کوم درمل ساتل کيږي ؟ خبريال په دې هکله په واټ کې له څو لارويانو سره لنډه مرکه کړې.

زما په کور کې يوازې د درد او تبې د ليري کولو او د زړه ناروغۍ پر ضد درمل شته. يو بل لاروي وويل په کور کې می يوازي د زکام پر ضد درمل تيار دی . له مرکو څخه څرګنديږي چې په زياتو کورونو کې لومړی د زکام پر ضد درمل او دوهم أنتي بيوتيک ساتل شويدي . د بيجينګ د عمومي پوځي روغتون ډاکتر ليو ړوي چي وويل

زما په اند په کور کې د درملو ساتلو په هکله د پاملرنې وړ ټکي دا دی چې لومړي بايد کم درمل وساتل شي ځکه چې په معمولي وخت کې کم شمير درمل کارول کيږي ، ښه به دا وی چې د دريو يا پنځو ورځو لپاره اړين درمل وساتل شي . دوهم د بيلا بيلو حالتو سره سم درمل وساتل شي د بيلګې په توګه په دوبی کې د غوماشو د چيچلو پر ضد درمل ، او په ژمي کې د ټوخي پر ضد درمل ساتل کيږي . خو په لويو ښارونو کې لازمه نه ده چې زيات درمل وساتي ځکه چې په شاوخوا کې حتمأ درملتون شته

د اړينو درملو نه پرته د پاملرنې وړ نور معلومات څه دي ؟ تر هر څه لومړی بايد خپله صندوقچه درې مياشتې يا نيم کال وروسته پاکه او مرتبه شي په بله ژبه هغه

درمل چې موثر نه وی ، له منځه يوړل شي . دوهم ، ښه به دا وی چې درمل په فولادي يا پلاستيکي صندوقچه کې وساتل شي او صندوقچه په هغه ځای کې کيښودل شي چې وچ وی ، نه په کاغذی صندوقچه يا روک کې .دغه راز ګولۍ په تور رنګه بوتل کې ساتل کيږي او د پاملرنې وړ خبره دا ده چې د درملو صندوقچه په هغه ځاي کې کيږدۍ چې د ماشوم له لاس رسی څخه ليری وي . دريم د درملو کارولو کتابچه بايد ښه وساتل شي ځکه چې کتابچه د درملو خوړلو د لارښوونې رول لری . د بيجينګ د پوځې سيمې د عمومي روغتون ډاکترې جو شو مين وويل د درملو خوړلوښه عادت دا دی چې بايدد درملو کتابچې سره سم درمل وکارول شي . ټولو ته معلومه ده چې اوس يو ډول درمل څو نومونه لری . که تاسی يوازی د يو ډول درمل په هکله کم معلومات ولری او ددې درمل په ترکيباتو پوره پوهه نه شی ، نو د ناروغۍ د درملنې لپاره به ښه اثرونه رامنځته نه شي .

د بيلګې په توګه يو ناروغ په داسي حال کې چې د درملو کتابچه يي نده لوستلې ، د غاښونو د درد له امله په يو ساعت کې څو ډوله درمل خوړلي ، خو نه پوهيده چې په دغو درملو کې عمده ترکيبات د درد د تسکين او کمښت رول لری چې په پايله کې يي پښتورګی ضعيف او کمزوری شوی دی .

که د درملو د اعتبار موده تيره شی ، دغه درمل بيا د کارولو وړ نه وی . خو هغه درمل چې که څه هم د اعتبار موده نه وی تيره شوی ، خو لا هم دا شونتيا شته چې د ساتلو او يا ترانسپورت د ناسموالي له امله د دغه ډول درملو کيفيت بدل شوي وي .

برسيره پردې د درملو خوړلو په موده کې بايد شراب او سګريټ ممنوع وي ځکه چې پر بدن باندي د درملو اغيزه په عمده توګه د أنزيم نومی مادې له لارې ترسره

کيږي ، خو الکول او نيکوتين د أنزيم فعال رول بدلولی شي چې په پايله کې د درملو اغيزه ليری کوي او يا ناروغ مسموم شي په تيره بيا ناروغ بايد د خوب درمل له خوړلو وروسته د شرابو له څښلو څخه په کلکه ډډه وکړي . . ښه به دا وی چې درمل له اوبو وخوری ، نه له مشروباتو ، چاي او يا شيدو سره ځکه چې په چاي کې تئوفيلين ، په شيدو کې پروتين او په مشروبات کې اسيدي مادې شته چې دغه شيان په درملو باندي اغيزې لري او په پاي کې د درملو د اثرونو د بدلون لامل ګرځي . .