د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان په ختيځ او لوېديځ کی په جلا جلا توګه د دسمبر په يوويشتمه نېټه دوه چاودنې وشوې او له امله يی د دريو تنو پوليسانو په شمول اوه تنه مړه او اوه تنه نور ټپيان شول.
د ختيځ ولايت خوست يو چارواکی وويل د ناتو او افغانستان د پوځونو يو کاروان د ګزمې په ترڅ کی د سړک په غاړه د يو بم له بريد سره مخامخ شو چې په پايله کی يی دری تنه پوليسان مړه او يو تن بل ټپی شوی دی.
بله چاودنه د لوېديځ ولايت هراټ په مرکز هرات ښار کی پېښه شوه. وسلوالو کسانو د هرات هوايی ډګر ته په نژدی ځای کی بم کړی و. کله چې د پوليسو د موټر د تيرېدو پر مهال، بم وچاوديده او له امله يی څلور تنه عام وګړی ځای پر ځای مړه او شپږ تنه نور ټپيان شول.
طالبانو د دغو دوو بريدونو پړه پر غاړه اخيستی ده.