

د فلسطين مشر محمود عباس د دسمبر په يوويشتمه نيټه وويل هغه هيله من دي چې د روان کال له پاي نه مخکې د اسرائيلو له صدراعظم ا يهود اولميرت سره خبرې اترې وکړي ٠ دغه راز اولميرت مخکې هم ويلي و چې هيڅ دليل نه شته چې له عباس سره خبرې اترې و نه کړي ٠ د دواړو هيوادونو ترمنځ د نژدي نيم کال سختو شخړو د رامنځته کيدو نه وروسته د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ په اړيکو کې چې د رکود په حال کې وې ، ورو ورو پرمختګ رامنځته شوي چې له امله يي د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سوله ايزو خبرو اترو د بيا پيل په هکله لږ څه هيله ليدل کيږي ٠ محمود عباس د دسمبر په يوويشتمه نيټه د اردن د لويديځې غاړې په رام الله ښار کې خبري رسنيو ته وويل چې فلسطين تل هيله لري چې له اولميرت سره خبرې اترې وکړي چې په دي هکله د دواړو خواوو په مقدماتي کارونو کې هم ځينې پرمختګونه هم تر لاسه شوي دي ٠ هغه هيله لري چې دغه خبرې اترې د روان کال له پاي نه مخکې ترسره شي ٠ همداشان اولميرت مخکې له دي څخه هم څو ځله دا څرګنده کړې وه چې له عباس سره خبرې اترې کول غواړي ٠ د اړوندو څيړونکو په أند اولميرت او عباس دواړه اوس له سياسي ستونزو سره مخامخ دي او ټول خبرو اترو ته اړتيا لري چې له دې لارې ځانګړي سياسي حالت ښه کړي ٠ د اسرائيلي خوا په روان کال کې دالميرت د صدراعظۍ د دندې له پيل راهيسي دوه لوي پوځي عمليات تر سره کړي ، خو پکې ټاکل شوي موخې يي نه دي تر سره کړي ٠ د غزې په سيمه کې د اسرائيلو د ځواکونو له خوا دوه ځله پوځي بريدونه رامنځته شوي چې په دي ترڅ کې تښتول شوي اسرائيلي سرتيري نه دي خوشي شوي او د فلسطيني ځواکونو د توغنديو بريدونه هم نه دي کمزوري شوي ٠ دغه راز په لبنان کې د اسرائيلي ځواکونو د يوې مياشتې سختې بمباريو هم کومه ځانګړي اغيزه نه درلوده ٠د اسرائيلو د ځواکونو په يوه تازه څيړنين راپور کې ويل شوي چې د لبنان حزب الله نژدي په هر اړخيز ډول يو ځل بيا له اسرائيلو سره جګړه کولي شي ٠ د اسرائيلي وګړو په أند د اولميرت حکومت په دوو جګړو کې په بشپړه توګه ناکام شو ٠ نو د اولميرت له پاره په داسي حال کې چې په پوځي عملياتو کې يي د خلکو باور له لاسه ورکړي ، د ازموينې په توګه د خبرو اترو پر لارې وهي شوي ٠ همداشان د اسرائيلو زياتره وګړي سوله غواړي ٠ نو که چيري اولميرت په سوله ايز بهير کې کوم پرمختګ ترلاسه کړي ، شکه نه شته چې دده سياسي بنسټ به ټينګ او مظبوط شي ٠ د فلسطيني خوا له پلوه ويل کيږي چې د اولميرت په پرتله عباس لا دغو خبرو اترو ته اړتيا لري ٠ له دي امله چې د کابينې د جوړيدو په هکله دده او د حماس ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې ، عباس لس ورځې مخکې اعلان وکړ چې د ټاکلي وخت د مخه به ټولټاکنې تر سره شي ٠ که د عباس په مشرۍ فتح په دغو ټولټاکنو کې بريالي شي ، لومړي بايد فلسطينان په دي باورکړي چې يوازي د خبرو اترو په هکله د دوي د وړانديز د ترسره کيدو له لارې د فلسطين مسئله حل وفصل کيداي شي ٠ نو عباس هيله لري چې له ولميرت سره د خبرو اترو له لارې د زرګونو فلسطيني بنديانو د خوشي کيدو مسئله حل کړي ٠ همداشان د خبرو اترو له لارې اسرائيل بيرته فلسطين ته د پنځو سوو مليونو ماليات ادا کړي ٠ که په دغو دووکارونو حتي په يو کار کې بري و موندل شي ، په فلسطيني وګړو کې به د اولميرت د ملاتړ اندازه لوړه شي او په ټولټاکنو کې به د عباس د برياليتوب له پاره بنسټ کيږدي ٠ د روان کال په جون کې په اردن کې د عباس او اولميرت ترمنځ يو ځل غير رسمي خبرې اترې وشوې ، خو وروسته په غزه او لبنان کې د اسرائيلو د پوځي بريدونو او د فلسطين د کورنيو شخړو له امله د دواړو خواوو ترمنځ رسمي خبرې اترې د بيا بيا ځنډيدو په حال کې پاتې وي او له دي امله د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې هم د رکود په حال کې وي ٠ د نومبر په پاي کې په غزه کې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند تر سره شو او له امله يي د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو اترو په هکله ښه چاپيريال رامنځته شوي دي ٠ د فلسطيني خوا د خبر له مخې دواړه خواوي ټول هيله لري چې د راتلونکي کال په لومړنيو وختونو کې منځني ختيځ ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې رايس د سفر نه مخکې دغه خبرې اترې تر سره شي ٠