<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-22 18:45:12    
د ډاکتر دوارکانات يادونه

cri

په چين کې نژدي ټول چينايان د هند دوست ډاکتر دوارکنات نوم پيژني ٠ ډاکتر دوارکانات په ١٩١٠ کال د هند په ماهاراشاترا ايالت کې و زيږيد او په ١٩٣٨ کال کې د هند په يوه طبي ډله کې برخه و اخيسته او د جاپاني تيري کوونکو سره د چيني خلکو د مقاومتي جګړې د ملاتړ له پاره چين ته راغي ٠ په چين کې د جګړې په ډګر کې بي شميره ټپي چيني عسکر د هغه تر تداوي او علاج لاندې راغلي وو٠ خو له بد مرغه د اوږدي مودې کړاونو د ناروغۍ له امله هغه په ١٩٤٢ کال کې په چين کې مړ شو چې عمر يي يوازي دوه ديرش کاله و ٠ ٢٠٠٦ کال د چين او هند د دوستۍ کال دي ، په دي کال کې زمونږ د راډيو د هندي ژبې د خپرونې څانګې نهه تنه کارکوونکي د هند مومباي ته ورسيدل او د ډاکتر دوارکانات د خويندو په کور کې يي د ښاغلي کوتنيس د يادونې په هکله صميمي خبرې کړي دي ٠ د چيني خبريالانو سره د خبرو په پيل کې د ډاکتر دوارکانات له دوو خويندو څخه يوې په هندي ژبې وويل زما نوم واڅالا ده او د ډاګتر دوارکانات کشره خور يمه ، بلې يي وويل زما نوم مانو راما او د ورور دريمه خور يمه ٠ دوي په جلا جلا توګه اته اويا او پنځه اتيا کلنې دي ٠ کشره خور واڅالا وويل چې مشر ورور دوارکانات له ما څخه ډير لوي و او له کور څخه بهر ته دده د تللو په وخت کې يوازي لس کلنه ومه ٠ په هغه وخت کې مي ورور په طبي پوهنځي کې درس لوسته ٠ د رخصتۍ په ورځو کې هغه تل په خوشحالۍ سره له مونږ سره لوبې کولې ٠

هغه وويل چې له طبي پوهنځي څخه د فارغيدو نه وروسته اصلأ زمونږ ورور چمتو و چي د لوړو تحصيلاتو له پاره انګلستان ته لاړ شي ، خو په هغه وخت کې په نړيوالو حالاتو کې ستر بدلون رامنځته شو ، د هند ګاونډي هيواد چين د جاپاني تيري کوونکې جګړې سره مخامخ شو ، نو د ١٩٣٨ کال د سپتمبر په مياشت کې مي ورور د هند د کانګرس ګوند بلنه ومنله او د چين په ملاتړ په طْي ګروپ کې ګډون وکړ ، بيا چين ته ورسيد٠ واڅالا وويل چې چين ته د رسيدو نه وروسته مي ورور تل کور ته خطونه ليکل ، دده له خطونو څخه مو د هغه او د چين په باب معلومات تر لاسه کړل ٠ ورور مي په خط کې ليکلي چې چينايان له هغه سره ژوره دوستۍ لري او هغه په چين کې ډير دوستان پيدا کړي دي ٠ دغه راز په يان ان ښار کې د چين د کمونست ګوند د مشر ماو تيسي تونګ ، جونلاي او نورو مشرانو سره يي هم وکتل او دغو مشرانو په چين کې دده ژوند ته ډيره پاملرنه څرګنده کړې ده ٠ واڅالا وويل چې ورور مي په خط کې دا هم وويل چې د چين په جنګي ډګر کې بي شميره چيني سرتيري د جاپاني تيري کوونکو سره د جګړې په ترڅ کې ټپيان او شهيدان شول ٠ ټپي سرتيري له هغه څخه نه جلا کيږي ٠ واڅالا وويل چې هغه خپل ځوان عمر د تيري کوونکو پر ضد دچينايانو سترې چارې ته وقف کړي دي ٠ ورور مي د سترې چارې له پاره چين ته ولاړ، هغه د چين د خلکو په زړونو کې لوړ مقام لري او هغه د تل له پاره زمونږ د فخر وړ دي ٠ چيني خبريالانو د ډاکتر دوارکانات د خور په کور کې د ډاکتر دوارکانات د يادونې ډيرې يادګاري څيزونه وليدل چي پکې د چين د فقيد مشر ماو تيسي تونګ ليکنې په ګډون د نورو چيني مشرانو او دوستانو تحفي هم شامل وي ٠ د ډاکتر دوارکانات خور مانوراما وويل چې په ١٩٩٦ کال کې د چين پخواني مشر جيانګ ځه مين هند ته د سفر په وخت کې په ځانګړي توګه دوي ته تحفي ورليږلي دي ٠ مانوراما وويل چې د ورور له امله زمونږ ټولې کورني له چين سره نه جلا کيدونکي اړيکې ټينګې کړي دي ٠ له ١٩٧٦ کال څخه تر اوسه پوري مانوراما او د خپلې کورنې نورو غړو څو څو ځله چين ته سفرونه وکړل او هر وار يي له چيني مشرانو سره ليدنې کتنې کړي ٠ دغه راز هر کال ډير چيني دوستان هم د دوي د ليدنې کتنې له پاره د دوي کور ته ورځي ٠ که څه هم ورور مي له دنيا څخه لاړ، خو چيني خلکو هغه نه دي هير کړي ٠ دې په پاي کې وويل چې مشر ورور په چين کې د چيني خلکو د ستر داغيې له پاره خدمتونه تر سره کړي ، مونږ له دي امله ډيره خوشحاله يو ، د چين حکومت او خلک هغه نه دي هير کړي ٠ زه باور لرم چې زمونږ د دواړو هيوادونو ترمنځ دوستۍ به په پرله پسي توګه ټينګتيا ومومي ٠