<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-22 18:50:17    
د استوګنې په سيمو کې د انټرنېټ کارونکو ټولنه

cri

د انترڼېت اسانتياوو په پرمختګ او پراخوالي سره د چين په بېلا بېلو لويو ښارونو کې د انټرنېټ کارونکو ټولنې رامنځ ته شوی او دغه ډول ټولنې يوې سيمې او څو سيمو ته خدمت کوي چې په دغو سيمو کې اوسېدونکي د انټرنېټ له لارې د شيانو اخيستلو،ساعت تېرۍ او داوطلبانه خدمتونو په ګډون بېلا بېل معلومات سره تبادله کړي . د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د انټرنټ د دغې تازه ټولنې په اړه څه معلومات درکړم.

زمونږ د سي أر أی راډيو ودانۍ مخامخ د ليرې سمندر په نامه د اوسېدونکو يوه نوی سيمه جوړه شوه. اټکل کېږي چې په دغه سيمه کې د اوسېدونکو شمېر له څلويښت زره تنو څخه زيات شي. په دوه زره څلورم کال کې د غرو او اوبو کور په نامه د اوسېدونکو د خبرو اترو فوروم پر انټرنېټ جوړ شو. تر اوسه پوری پنځه زره او پنځه سوه تنه په دغه فوروم کې رجسټری شوي دی. اوسېدونکي د انټرنېټ ځانګړي نومونه لري او د خپلې ودانۍ شمېره يي پکې ليکلی ده. هره ودانی يو يا دری تنه مشران لري چې د خپلې ودانۍ په اړه د معلوماتود اداره کولو دنده پر غاړه لری. د اوومې ودانۍ مشر چې نوم يې د غرونو او اوبو مينوال دی ، د استوګنې په سيمو کې د انټر نېټ ټولنې د جوړولو په هکله زموږ خبريال ته وويل

---اواز ١---انټرنېټ، په تېره بيا د استوګنې په سيمو کې د انټرنېټ کارونه موږ ته يو د بل پيژندلو او نظريو تبادلې فرصت راکوي .

يوه ښځه چې د بېجينګ په شمال کې د تيان تونګ يوان په نامه د استوګنې په يوه لويه سيمه کې اوسيږي او د انټرنيټ نوم يي أسمانی رنګه بخمل دی، د پخلنځی له هنر سره ډېره مينه لري او هر وخت د انټرنېټ له لارې د اوسېدونکو د خبرو اترو په فوروم کې ځوانانو ته د پخلنځی په اړه درسونه ورکوي.د انټرنېټ د خپلو ملګرو تر هڅونې او ملاتړ لاندی دې په پرله پسی د پخلنځی له هنر څخه زده کړې کړی او غواړي چې د پخلنځی په چارو لاس پوری کړي. نوموړې په انټرنېټ کې د پخلنځی په اړه خپل ورځنی يادښتونه هم ليکلي. دې وويل

---اواز ٢---زما په أند د استوګنې په سيمه کې پر انټرنېټ د خبرواترو فوروم موږ ته د پخلنځی لارو چارو د ځرګندونې زمينه برابروي ځکه مونږ د نورو ستاينو او د هغوی پېژندنې ته اړتيا لرو.

د انټرنېټ له لارې د استوګنې په سيمه کې د ګاونډيانو ترمنځ اړيکې ټينګې شوي ا و ګډه هيله ترسره کيداي شي . د بيلګې په توګه د هوی لونګ ګوان په استوګنې سيمه کې يوه ښځه چې د انټرنېټ نوم يې أسمانی رانګه مرغه دی،پر انټرنېټ يي له خپلو ملګرو سره يو ځاي د ماشومانو لپاره د يو کتابتون جوړولو په اړه سلا مشوره وکړه . د هوي لونګ ګوان سيمه د بيجينګ په شمال کې د هستوګنې ډيره لويه سيمه ده چې پراخوالی يي اته مليونه مربع متره دی او په انترنيټ کې د دغې سيمې يو سل اويا زره تنه ليکل شوی دي . دې وويل

---اواز ٣---ځکه زموږ سيمه نوی جوړه شوې ده، نو د ماشومانو لپاره لوبځاي لکه د ماشومانو ماڼۍ او د کلتور مرکز پکې نشته .ماشومانو مو ژر وده کړی ده

نو موږ د انټرنېټ ټولنې د غړيو ترمنځ د مشوری له لارې د يو کتابتون د جوړولو په هکله موافقې ته ورسيدلی يوو چې په پايله کې يي د بيلا بيلو غړيو لخوا د ماشومانو لپاره ځانګړي کتابونه برابر شويدي .نن ورځ پر دغه کتابتون نه سر بېره ، هغه د انټرنېټ له لارې د ماشومانو په اړه لکچرونه هم ورکړی او له غړيو څخه يې له بې وزلو ماشومانو سره د مرستو غوښتنه کړې ده.

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدااوس د استوګنې په سيمو کې د انټرنېټ کارونکو د ټولنې په اړه معلومات واورېدل. د هنر او کلتور ننني پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد. ستاسی نه مننه کوم چې له ما سره پاتی شوئ، د پروګرام تر بلی کړۍ مو په لوی څښتن سپارم روغ او خوشاله اوسي.

.