<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-22 19:53:49    
په چين کې دافغان مطبوعاتي پلاوي خاطرې

cri

د چين د نړيوالې راډيو خوږو اوريدونکو ښې چارې ستا د خوښيو او لا برياوو په هيله د بهرنيان په چين کې نننۍ برخه درته وړاندې کوم، هيله ده چې د خپرونې تر پايه زموږ سره پاتې شی، قدرمنو دوستانو لکه په تيره اونۍ کې مې چې درته ويلي وو څه موده مخکې له افغانستان څخه د خبريالانو او مطبوعاتي څانګو يو شمير چارواکي او کارکوونکي چين ته راغلي وو چې د نورو ځايونو د ليدلو په ترڅ کې يی د چين له نړيوالې راډيو څخه هم ليدنه وکړه، دوی له خپل دغه سفر څخه زياتې خاطرې او تر څنګ ځينې هيلې هم درلودې،چې که د دغه پروګرام تر پايه راسره پاتې شی نو تاسې به هم ورڅخه خبر کړم،دغه څو کسيز پلاوی لمړی د ارومچي ښار ته راغلی وو او هلته يې دوه درې ورځې تيرې کړې چې په ترڅ کې يې له ګڼو ځايونو څخه ليدنې هم وکړې،وروسته بيا بيجينګ ته راغلل،او ډير تاريخي او مشهور ځايونه يې وليدل او په دې ترڅ کې خو يې د تيان جين ښار ته هم يو لنډ سفر درلود،ددې پلاوي يو تن غړی ا وپه افغانستان کې د ملي أرمان د ورځپاڼې مسؤول مدير مير حيدر مطهر وايي موږ مخکې د چين په هکله ډير څه اوريدلي وو خو هغه څه مو چې په خپلو سترګو وليدل،زموږ له پخوانيو انګيرنو سره يې زيات توپير درلود:

غږ

چين ته د خپل راتګ او د بيلابيلو ځايونو له ليدلو څخه ډير خوښ يو،د خلکو له کلتور او ژوند سره تر يو حده بلد شولو،هغه يو متل دی چې وايي اوريدل د ليدلو په څير ندي،موږ مخکې د چين په هکله ډير څه اوريدلي وو خو اوس مو پخپلو سترګو له نږدې څخه هر څه وليدل چې په رښتيا ډير راته په زړه پورې دي،

ددې ډلې يو تن بل غړی او د هيواد د ورځپاڼې مسؤول سکرتر ښاغلي نجيب الله شينواررې وويل ده له پخوا څخه يې دا هيله درلوده چې د چين لرغوني او تاريخي هيواد ته سفر وکړي چې اوس يې دا هيله پوره شوې او دی ډير خوشحاله دی:

غږ

که رښتيا درته ووايم له ډير پخوا راهسيې مې دا هيله په زړه کې پاللله چې چين ته راشم،په نړۍ کې ډير هيوادونه شته خو چين ځانګړی لرغونی تاريخ لري،نو له همدې امله مې دا هيله درلوده چې په ژوند کې دا چانس را ته برابر شي چې زه چين ته راشم ،اوس ډير خوښ يم چې هغه هيله مې رښتيا شوه،او له هغه وخته چې چين ته راغلی يم ډيرې ښې خاطرې راته پاتې شوي دي،د خپل سفر په بهير کې د چين لوی ديوال ته ولاړم او ددغه ديوال تر هسک برج پورې ورپورته شوم،زما په څير ګڼ شمير نور افغانان هم غواړی چې د چين له کلتور،تاريخ،او د چين د خلکو له دودونو او رواجونو سره بلد شي،چې پدې برخه کې د چين نړيواله راډيو کولای شي ډيره ښه او لازمه مرسته وکړي،او زه په دغه لار کې ستاسو زيات برياليتوبونه غواړم.

له ښاغلي نجيب الله شينواري څخه مې پوښتنه وکړه چې دا مهال تاسو د چين د نړيوالې راډيو په اړه څه نظر لری او څه غوښتنه لری چې کوم ډول خپرونې د افغانانو او پښتنو لپاره خپرې کړو،داسې ځواب يې راکړ:

غږ

زه غواړم چې تاسې د چين د تاريخ اود خلکو د کلتورونو په اړه زياتې خپرونې وکړی،چې د افغانستان خلک ورسره بلد شي،بله دا چې نيم ساعت خپرونه ډيره لږه ده،که چيرې تاسې امکانات ولری،چې د خپرونې وخت مو لږ اوږد شي،او لږ تر لږه څو ساعتونو ته وغزيږي نو دا به ډيره ښه وي ،هم به تاسې په زړه پور مطلبونه خپاره کړی،او هم به په افغانستان کې ډير اوريدونکي ولری.

اوس مهال په افغانستان کې د ملي راډيو تلويزيون تر څنګ ګڼ شمير أزادې راډيو ګانې او خپلواک ټلويزيونونه هم فعاليت لري چې د ويناوو له مخې هر يوه يې خپله ځانګړې اغيزه لري،چين ته د افغان مطبوعاتي پلاوي د سفر په ترڅ کې د خپلواک يا أزاد أريانا تلويزيون د خپرونو جوړونکي يا ايديتور ښاغلی وحيد پيکان هم راغلی وو،دی وايي چې کله بيرته افغانستان ته ستون شي نو افغانانو ته به د اړوند تلويزيون له لارې د چينايانو د ميلمه پالنې په اړه ډير څه ووايي:

غږ

هغه ميلمه پالنه چې ما په چينايانو کې وليده،دا به زه له خپل ځان سره د يو ښه پيغام په توګه خپلو خلکو اومطبوعاتو ته وروسوم او د خپل تلويزيون له لارې به زه خپلو خلکو ته دا ووايم چې د چين خلکو زموږ سره څه ډول ښه چلند او رويه درلوده.

ددې مطبوعاتي ډلې مشر او د باختر خبري أژانس مرستيال ښاغلی امان الله جهانيار وايي چين او افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د يو بل ډير ښه دوست ګاونډيان پاتې شويدي،دا چې افغانستان دريو لسيزو جګړو سخت ځپلی نو اوس مهال د نړی د بيلابيلو هيوادونو مرستو ته اړتيا لري،چې په دې برخه کې مطبوعات هم شامل دي ،ښاغلی جهانيار دافغانستان د مطبوعاتو په برخه کې د چين له نړيوالې راډيو څخه د لازياتو مرستو غوښتونکی شو:

غږ ترک

اوس مهال د بيارغونې په بهير کې د مطبوعاتو رول ډير څرګند دی،نو موږ هيله لرو چې ستاسې د نړيوالې راډيواو زموږ د راډيو تر منځ اړيکې ټينګې او همکاری رامنځ ته شي،او له دې لارې به موږ وکولای شو هغه پيغامونه چې لازم دي خپلو خلکو او وګړو ته ورسوو.

د بهرنيان په چين کې د برخې درنو اوريدونکو زموږ وخت پاي ته په رسيدو کې دی نو په تلو تلو کې ستاسو سره خدای پاماني کوم،روغ او سوکاله اوسۍ.(خوشحال تايب)