<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-23 16:51:22    
د چين کليوالو سيمو د کرنې له عصری سيستم څخه ګټې تر لاسه کړي دي

cri

 د روان کال له پيل څخه د چين حکومت د هېواد په کچه د نويو کليو په سمسورتيا پيل کړې او د بزګرانو د توليد او ژوند او په کليوالو سيمو کې د تاسيساتو د بشپړولو لپاره يې زياتې پيسی بيلې کړي چې د ښارونو او کليو ترمنځ واټن کم شی .په دغه بهير کې د کرنې وروستيو او دوديزو توليدی لارو چارو بدلون او د عصری کرنې جوړول د نويو کليود سمسورتيا لپاره يو مهم کار دی .

د چين د شمال ختيځ د هی لونګ جيانګ په ولايت کې د شينګ سی سی په نامه کلی موجود دی .پنځوس کاله دمخه په دغه ځای کې يوازی شاړې ځمکې وې او ودانی او کرنيزې ځمکې نه پکی ليدل کيږي . له پنځوسو کلونو وروسته دغه کلی په يو مشهور اوغنی کلی بلل شوی دی او د دغه کلی په سلو کې ٨٠ کورونه په ځانګړو ودانيو کې ژوند کوي او د کليوالو وګړو عايدات په پر له پسی توګه زيات شوي دي .د يوې شميرنې له مخې تير کال د دغه کلی عمومی عايدات ١ مليارډ يوانو ته رسيدلی دی .

د نوموړی کلی د بدلونونو عمده لامل د عصری کرنې پرمختګ دی .څو کاله دمخه دغه کلي د کرنې مکانيزه کيدو او پټيو ته د اوبه ورکولو په پرمختګ پيل وکړ .څه د پاسه هکتاره ځمکی يې د اجارې په توګه د ١٨ کورونو بزګرانو ته وويشل شوې . ليو هونګ وی يو روزونکی دی . په روان کال کې يې ښايی چی د جوارو او لوبيا د کرلو له لاری عايدات پنځه لکه يوانو ته ورسيږي .

د کرنې د مکانيزه کيدو له امله دغه کلی هم د کرهڼيزو محصولاتو په چمتوکولو پيل کړی او په اړوندو تصديو کې يې د کارکولو لپاره بزګرانو ته لارښوونه

کړې ده .تر اوسه پوری د دولت په کچه لويی تصدی يعنی د هی لونګ جيانګ فوهوا په نامه ډله جوړه شوې چې د کرنې ،ځنګلونو ،مالداری او سيلانۍ په شمول په زياتو چارو بوخت دی .د دغه تصدۍ د درملو جوړولو فابريکې مرستيال جانګ که چنګ خبريال ته وويل چې د دغه کلی د تصديو پرمختګ له امله سيمه ايزې کرنې هم پرمختګ کړې او کليوال اقتصاد يې عمومی پرمختګ کړی دی .

ښاغلی جانګ د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د پوهنتون له خوا ومنل شو او ور پسی په دی پوه شوی چې د تصديو د پرمختګ له امله کليوال اقتصاد پرمختګ کولی شی نو له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته يی په کليوالو تصديو کې کار وکړ .دی هيله لري چې د خپل ټاټوبۍ د أبادۍ لپاره خدمتونه تر سره کړي .

سربيره پر دی دغه کلی هم د ايکولوژيکی کرنې په پرمختګ ښه پوه شوی او د کلی ايکولوژيکی چاپيريال د ښه والی لپاره يې کوشش کړی دی .کليوالو وګړو نه يوازی د خپلو ودانۍ په وړاندی په کرکيله لاس پورې کړی بلکې د ځمکو د شاريدو د مخنيوی لپاره يې مصنوعی ځنګلونه هم رامنځته کړی دي .د دغه کلی مسئول خبريال ته وويل چې د مصنوعی ځنګلونو مساحت له ٦٠ هکتارو څخه اوښتی دی .

د دغه کلی د اقتصادی پرمختګ ترڅنګ د کلی حکومت په کليوالو سيمو کې د عامو چارو د پرمختګ لپاره ګامونه اوچت کړي .اوس په دغه کلی کې داسی حالت ليدل کيږی چې لار يی پاکې او بيلا بيل تاسيسات يې بشپړ دی .سره بيره پردی دغه کلی کلتوری ودانۍ او سپورتی ډګر هم جوړ کړی چې له امله يې د بزګرانو کلتوری ژوند غنی شوی دی .