<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-23 18:26:07    
پوښتنو ته ځواب

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! په دی وروستيو ورځو کی زياتو اوريدونکو مونږ ته ليکونه راليږلي او زمونږ د راډيو د جوړيدو د ٦٥ کاليزې د يادونې له امله يی مبارکی وويله . نو د پروګرام په دغه کړۍ کی به د ليکونو له جملو څخه ځينی غوره شوی ليکونه تاسو ته ولولم او هېله لرم چې زمونږ د پروګرامونو د لاښه والی لپاره وړانديزونه او پشنيهادونه راکړی .

دغه لومړی ليک د افغانستان د هېندارې او مطبوعاتی کلتوری بنسټ د مشر غوث الدين فروتن له خوا راليږل شوی او محتويات يی دا دی :

د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې درنو او ښاغليو كاركوونكيو

تر هر څه لومړى مو روغتيا او برياليتوب له لوى خداى جل جلاله څخه غواړم. د هېندارې مطبوعاتي او كلتوري بنسټ د ټولو كاركوونكيو په استازيتوب درته د چين نړيوالې راډيو د ۶۵ كليزې مباركي وايم.

خوښ يو چې سږ كال د افغانستان څخه هم يو افغان درځي او په دغو مراسمو كې ونډه اخلي، او په دې توګه په دغو خوښيو كې موږ درسره ځان شريك ګڼو. كلتور او مطبوعات هغه څه دي چې د ملتونو او هېوادونو تر منځ اړيكي پياوړي كوي. د چين نړيوالې راډيو په دغه برخه كې خپله ونډه ترسره كړې، بيا په ځانګړي ډول د دغې راډيو پښتو څانګې په دغه برخه كې ستر رول لوبولى دى.

د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې خپرونه تر پخوا هغه ډېره ښه شوې او ورځ تر ورځ لا پسې ښه كېږي. خو بايد يادونه وكړو چې د دغو خپرونو وخت ډېر لږ دى، هيله ده چې د خپرونو وخت زيات شي او تر څنګ يې په منځنيو او يا هم په اېف اېم څپو

خپرونې پيل شي.

د چين نړيواله راډيو پښتو څانګه ډېره په زړه پورې وېبپاڼه لري، دغې وېبپانې د افغان ځوانانو لپاره ډېر ګټور معلومات وړاندې كړي دي، هيله ده چې دغه پاڼه همداسې بډايه او غني وساتل شي.

په پاى كې يو ځل بيا د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته د دغې راډيو د ۶۵ كليزې مباركي وايم.

په درناوي

غوث الدين فروتن

زه د ښاغلی فروتن د ليک له امله مننه کوم او وړانديزونه يی زمونږ د پښتو څانګې د کارکوونکو او د نورو زياتو اوريدونکو ګډه هېله هم ده د بېلګې په توګه مونږ د پروګرامونو د وخت زياتوالی او په افغانستان کی د ايف ايم څپو له لارې د پروګرامونو خپرتيا تر غور لاندی نيولي او کوششونه يی روان دي .

اوس زمونږ خپرونه هره ورځ نيم ساعت دوام لری او د لنډو څپو له لارې دری ځله خپريږی . مونږ پلان لرو چې د راتلونکی کال په مناسب وخت کی دغه خپرونه يو ساعت اوږد شی او اوس دغه کار د چمتو کولو په حال کی دی . انشا الله دغه کار په بريالی ډول ترسره شی .

دوهم ، مونږ اوس کوشش هم کوو چې په افغانستان کی دايف ايم څپو لارې زمونږ پروګرامونه خپور شی . خو تراوسه د افغانستان له اړوندو څانګو سره موافقه نه ده رامنځته شوې اما مونږ به هم دغو کوششونو ته دوام وکړو .

ښه خبره دا ده چې مونږ يوه پيبپاڼه لرو چې پکی لا زيات مضمونونه شامل دی او

تاسو په هروخت کی زمونږ خپرونې ليدل او اوريدل کيږی . تاسو هم کولی شی چې د بريښناليک له لارې له مونږ سره اړيکی ټينګې کړي . اوس د زمونږ د ويبپاڼې پته اسانه شوې ده : CRI.CN او بيا به پښتو برخه په ډيره اسانه توګه پيدا کولی شی .

که تاسو زمونږ د پروګرام يا د چين په اړه څه پوښتنې ولری بيا له ما سره تماس ونيسئ . ستاسو ليکونه هروخت هرکلی کوم !