د چين د نړيوالې راديو درنو اوريدونکو زه ليلا مو په سلامونو هر کلی کوم ٠دا دی يو ځل بيا د چيني او بهرني موسيقي د خپريدو وار رارسيدلی دی،نن به په دغه برخه کې تاسو ته ښکلې او په زړه پورې هغه سندرې وړاندې کړم چې د پښتو سندر غاړی رحيم شاه لخوا ويل شويدي هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاتې شی،
رحيم شاه په ١٩٧٦ ميلادي کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې زيږيدلی دی،دده په وينا نيکونه يې اصلا د افغانستان څخه پاکستان ته تللي دي، يعنې چې په اصل کې افغان دی ،نوموړي خپلې زده کړې د کراچۍ په ښار کې پاي ته ورسولې او په ١٩٨٨ کې يې سندرو ويلو ته مخه کړه، او تر دې مهاله يې ګڼ شمير سندرې ويلي دي:
درنو دوستانو راځی چې اوس د رحيم شاه په غږ کې يوه ښکلې پښتو سندره واورو:
( سندره ١ )
رحيم شاه د پښتو سندرو تر څنګ په فارسي او اردو ژبو هم سندرې ويلي دي چې د کسټونو او سي ډي ګانو شمير يې لسګونو ته رسيږي٠ نوموړي په لمړيو وختونو کې يوه سندره وويله چې دی يې د شهرت لوړ مقام ته يې ورساوو،چی نوم يې وو (اول به کله کله غم وو اوس مې دفتر شو کروندې پکې کومه) ،نو د پروګرام په دغه کړۍ کې به د رحيم شاه په غږ کې يوه بله سندره واورو چې پيرا نوميږي:
( سندره ٢ )
رحيم شاه د پخوانۍ موسيقي وسايلو د کارولو تر څنګ د برقي يا الکترونيکي وسايلو کارونه هم پيل کړې،دده سندرې اوس د پښتو تلويزيوني شبکو سربيره په پنجابي ،اردو او سندهي شبکو هم خپريږي او ډير زيات مينه وال لري،
( نوموړي خپله لمړنی سندره په سندهي ژبه ويلې وه چې نوم يې وو،
جنم جنم کا،چاها مې توجهې،موجهې أپ سې چټيا أهې،
د ژوند په هره شيبه کې تا غواړم،ماته ستا له خوا ليکونه رارسيږي،
نوموړي خو يو ځل په پنجابي ژبه تر ټولو غوره جايزه هم ګټلې ده )
د پروګرام په دغه کړۍ کې به د خوږ غږي سندرغاړي رحيم شاه په غږ کې يوه بله خوږه پښتو سندره واوروو،
( سندره ٣ )
درنو اوريدونکو،
ددې سندرې په اوريدلو سره د چيني او بهرنۍ موسيقي وخت هم پاي ته ورسيد ، نو زه ليلا هم ستاسو څخه ځم او تر بلې اونۍ مو پاک او مهربانه خداي سپارم ،خوښ او سوکاله اوسۍ.