<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-24 18:48:02    
د ذروی انرژۍ د استعمالولو امنيت تامينيداي شی؟ ( ١ )

cri

نن ورځ نفت او سکاره د عمده انرژۍ په حيث استعماليږي، خو د نفتو او سکرو د سوځيدو په وخت کی هوا توديږی او چاپيريال او انسانانو ته ډېر ضررونه رسيږی ، پرته له دی نه د نفتو او سکرو زيرمی محدوده دی او له سلو کالونو وروسته به دغه منابع له منځه يووړل شی، نو انسانان به په راتلونکی کی د انرژۍ له بحران سره مخامخ شی او انسانان بايد نوری انرژۍ پيدا کړي ، د دی لپاره چی د انسانی ټولنی دوامدار پرمختګ وساتل شی ٠ نو ذروی انرژۍ پاکه انرژۍ او ښه انرژۍ ده٠ په نړۍ کی لومړنی ذروی راکتور يا بټۍ پنځوس کاله دمخه جوړ شو او تر اوسه پوری په دېرشو هېوادونو او سيمو کی څلور سوه ذروی بټۍ جوړی شويدی چی د جنراتورونو ظرفيت يی درو زرو مليارډو کيلو واتو ته رسيږی په بله ژبه دغه ظرفيت د نړۍ د بريښنا توليدولو له عمومی اندازی څخه يو په څلورمه برخه نيسی٠ د اټومی انرژۍ نړيوال سازمان د راپور د اټکل له مخی ، تر دوه زره دېرشم کاله پوری به په نړۍ کی يو په څلورمه برخه انرژۍ د ذروی انرژۍ په واسطه د بريښنا له توليدولو څخه تر لاسه شی او د ذروی انرژۍ د استعمالولو اندازه به هم په شلګونو کلونو وروسته نور هم زياته شی٠ خو په نولس سوه شپږ اتيايم کال کی د پخوانی شوروی اتحاد په اوکراين کی د ذروی انرژۍ په واسطه د بريښنا توليدولو په مرکز کی چی چيرنوبيلی نوميږی، د څلورم راکتور د چاودنی په اثر راډيواکتيفی مواد دباندی خپاره شول چی ددی مرکز په شاوخوا کی زيات اوسيدونکی له منځه ولاړل٠ د ٢٠٠٤ کال د اګست په نهمه نېټه د جاپان د توکيو په لويديځ کی د ذروی انرژۍ په واسطه د بريښنا توليدولو په مرکز کی د دريم راکتور په توربين کی د بخار د ايستلو په اثر څلور تنه مړه او اوه تنه ټپيان شول٠ نو پوښتنه دا ده چی د ذروی انرژۍ د استعمالولو امنيت تامينيدای شی که نه ؟ د چاپيريال لپاره د ذروی برقی ستيشن دوه احتمالی خطرونه موجود دی چی يو يی په خپل ستيشن کی ناڅاپه پيښه او يا بهرنی عامل دی، بل خطر يی دا دی چی د راکتور د يخولو مواد بهر ته وايستل شی چی راډيواکتيف تاوانونه رسوی٠ خو اوس د ذروی انرژۍ د استعمالولو تکنالوژی ډېره پخه شويده ځکه چی عالمانو جدی تدبيرونه نيولی دی٠ سره له دی چی په راکتور او اټومی بم کی د ذروی ماتيدو ياټوټه کيدو تيوری استعماليږی، خو په راکتور کی د سون د موادو په حيث د ټوټه شويو موادو غلظت ډېر ټيټ دی او په راکتور کی خواره واره وی، نو هيڅکله په خپله نه چوی که چيری يوازی کارکوونکی په جدی توګه د مقرراتو مراعات وکړی، نو د ذروی برقی ستيشن امنيت تامين کيدای شی٠