<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-25 19:02:07    
د شينجيانګ د تورفان د انګور دره

cri

ګرانو دوستانو، که تاسی د چين د شينجيانګ د تورفان سيمې ته سفر وکړئ ، دوه ځايونه ستاسی لپاره حتمأ د ليدو وړ وی چې يو يې د انګور دره او بل يې کاريزونه دی٠ اوس به تاسو ته د تورفان د انګورو درې د ښکلا او ساحری په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠

په دوبی کښی د تورفان سيمې هوا ډيره توده وی چې په لمريزو ورځو کښی يې تودوخی عمومأ له څلويښتو درجو څخه لوړيږی او له نورو ځايونو څخه راغلی سيلانيان دغه تودوالی نشی زغملای٠ خو د انګورو په دره کښی د هوا تودوالی د شاوخوا سيمې په پرتله لږ تر لږه دری يا پنځه درجې ټيټه وی٠

د انګورو دره د تورفان ښار په شمال ختيځه خوا کښی پرته ده٠ د دغې درې په شاوخوا کښی ګڼ چنارونه ولاړ دی او په منځ کښی يې د ګلانو او مېوو ونې هم زيات ليدل کيږی٠ کليوالی کورونه په منظمه توګه پر غرنې لمنې باندی ولاړ دی او د نګورو پراخ باغونه او لوړې چيلې د درې په اوږدو کښی خپری شوی٠ د انګورو دره لکه يو شين او خوږ سيند د تورفان اوسيدونکو او سيلانيانو ته ساړه او خوږوالی رسوی٠

د انګورو په دره کښی څه دپاسه دوه زره او پنځه سوه کورنۍ اوسيږی ، د دوی په سلو کښی اته نوی برخه د چين د ويغوری قوم هېوادوال او په سلو کښی اتيا کورنۍ يې د انګورو د تاکونو په سمبالولو بوخت دی چې هلته د انګورو د باغونو پراخوالی څه نا څه پنځه سوه او څلويښت هکتاره دی٠ د معلوماتو له مخی ، په دغه دره کښی په عمده توګه زړی نه لرونکی سپين انګور روزل کيږی او د سرو انګورو په ګډون د انګورو نور ديارلس ډولونه هم شته ٠

د تاريخی اسنادو له مخی، د چين د شينجيانګ د تورفان په سيمه کښی د انګورو کر کيله څه دپاسه دوه زره کلن تاريخ لری٠ اوس د انګورو په دره کښی د انګورو څرګند کلتور رامنځ ته شوی چې هر کال ډير زيات چينی او بهرنی سيلانيان راجلبوی٠ د وياړ خبره دا ده چې د تورفان سپين انګور په نړۍ کښی تر ټولو خواږه انګور دی٠ په دې هکله يوه داسی کيسه هم شته: کله چې دا خبره امريکا ته ورسيده، د دغه هېواد د انګورو د باغونو خاوندان خپه شول ، ځکه چې د دوی په أند د امريکا انګور تر ټولو خواږه دی٠ نو د دوی يو استازی د خپلو انګورو د نمونو په راوړلو سره چين ته راغی او ويی غوښتل چې د تورفان له انګورو سره يې پرتله کړی٠ خو په لابراتوار کښی د تجزيې له لاری د تورفان په انګورو کښی د قندی موادو تناسب په رښتينی توګه د امريکا د انګورو په پرتله لوړ وو٠ نو دغه استازی د زړه له کومی پر دی اعتراف وکړ چې د تورفان سپين انګور تر ټولو خواږه انګور دی٠

اوس د انګورو له درې څخه د انګورو کلنی توليدی اندازه څوارلس زره او نهه سوه ټنو ته رسيږی او کلنی توليدی ارزښت يې شپږ ديرش مليونه يوانه دی٠ دغه راز هر کال په دغه دره کښی د مميزو توليدی اندازه څه نا څه څلور سوه ټنو ته رسيږی٠ د انګورو روزلو او چمتو کولو په برخه کښی د هر تن پر سر د کليوالو عايدات څه نا څه دری زره يوانو ته رسيږی٠ د عايداتو د زياتيدو له امله دوی بډای شوی او د ژوند کچه يې لوړه شوېده چې د خوشحالۍ له امله د بزګرانو عمر هم زيات شويدی٠ د معلوماتو له مخی، د انګورو درې کلی له لرغونې زمانې راهيسی د اوږد عمر لرونکو کور دی٠ ولی په هغه ځای کښی اوږد عمر لرونکی کليوال ډير زيات دی؟ چې ډير علتونه لری٠ د بيګې په دې ډول : لومړی _ د دغې درې منظره ډيره ښکلې ده، په دوبی کښی هوا ډيره توده نده او په ژمی کښی يې هوا دومره سړه هم نده، دوهم _ انګور يو ډول ډيره ښه مغذی مېوه ده او د انګورو درې کليوال په دوبی کښی انګور او په ژمی کښی مميز له ډوډۍ سره يو ځای خوری٠ د خبر له مخی، د انګورو په دره کښی د يو سپين ږيری عمر يو سل او څلور کلونو ته ورسيد او د اتيا او نوی کلونو خاوندان زيات دی٠دوی هر سهار وختی پاڅيږی او وختی ويده کيږی چې په منظمه توګه ژوند تيروی، دغه راز دوی هيڅکله شراب او سيګرټ نه څښی٠

د ويغوری قوم سپين ږيری هايوير اته اويا کلن دی او ښه روغتيا لری، د ده کورنۍ نسل په نسل د انګورو درې په کلی کښی د انګورو په کرکيله لاس پوری کوی٠ هغه اته اولادونه ، پنځه ويشت لمسيان او يوولس کړوسيان لری٠ اوس هغه په عمده توګه پسونه ساتی او کله نا کله د انګورو په باغ کښی هم کار کوی، دغه سپين ږيری هره ورځ پنځه ځله جومات ته ځی، ښه اشتها لری او زيات غوښې، سبزې او مېوه خوری ٠ هغه له خپل اوسنی ژوند څخه ډير راضی دی٠

ګرانو دوستانو ، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د چين د شينجيانګ په تورفان کښی دوه کوم ځايونه د ليدو وړ دی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړی٠ مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو دوستانو ته هغه ښکلی تحفی ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !