د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په ٢٠٠٦ کال کی د چينګهای – تبت اوسپنيزه لاره پرانستل شوه چی د چين په جنوب لوېديځ کی د تبت د خپلواکی سيمې او د چين نورو سيمو تر منځ يی تګ را تګ ډېر اسانه کړی دی.
دغه اوسپنيزه لاره د جولای په لومړی نېټه چی د چين د کمونست ګوند د جوړېدو له پنځه اتياومې کاليزې سره برابره ده، په رسمی توګه په کار ولوېده چی له مخی يی د تبت په بڼه کی ستر بدلون رامنځته شوی دی. د دغې لارې په اوږدو کی له بيلا بيلو تم ځايونو سره نژدی ډېر دکانونه او رستورانتونه جوړ شوي او د سيلانيانو شمېر په ګړندی توګه زيات شوی دی. دغې اوسپنيزې لارې د تبت په لوړو دښتو کی ګوښه ژوند مات کړی او د دغه لوړو دښتو او نورو سيمو تر منځ يی اړيکی ټينګی کړی دي.
د چينګهای – تبت اوسپنيزی لاری عمومی اوږدوالی يو زر او نهه سوه او شپږپنځوس کليو ميتره دی او د کون لون او تانګولا له غرونه تېرېږی. د روان کال له جنوری څخه تر اکتوبر پوری څه دپاسه دوه مليونه او دوه لکه او پنځوس زره تنه سيلانيانو له تبت څخه ليدنه وکړه چی دغه شمېر د تير کال په پرتله په سلو کی يوديرش اعشاريه اته زيات شوی دی. د تبت د خپلواکی سيمی د سيلانی ادارې د اټکل له مخی، په ټول کال کی به د سيلانيانو شمېر دوه مليونه او شپږ لکه تنو ته ورسيږی.
دغې اوسپنيزې لارې په تبت کی د خدمتی چارو پرمختګ هم روان کړی
او په سلو کی اتيا بزګرانو او مالدارانو ته د کارونو ځايونو برابر کړی دی.
د تبت وګړيو هم د دغې لارې په وسيله د هېواد له نورو سيمو څخه په ليدنه پيل وکړ. د تبت د خپلواکی سيمی څو ارګانونو په ګډه له تبت څخه د وتلو په نامه د سيلانی يو فعاليت تر سره کړ. د معلوماتو له مخی، د بېجينګ او شي ان په شمول له يو شمېر ځايونو څخه د سيلانۍ دغه لس ورځني پروګرام د دری زره او نهه سوه او اتيا يوانو په لوړه بيه ډېر وګړی راجلب کړی دی.
له تبت څخه بهر د ډېرو تبتی زده کوونکو په نظر د ترانسپورت پرمختګ د دوی لپاره ډېر ګټور دی. د دغې لارې له جوړېدو مخکی دوی د الوتکې له لارې تبت ته ستنېدل، خو د الوتکې له لاری د سفر لګښت د ډېر زياتوالی له امله دوی نه شوی کولای چې هر کال خپلو کورونو ته لاړ شی. اوس دوی له دغی اوسپنيزې لارې په اسانه توکه خپلو کورونو ته تللی شي.
د تبت د خپلواکی سيمی د سيلانی ادارې مشر لياو لينګ شنګ وويل اوس په دغه سيمه کی څه نا څه څلويښت تنه بزګران او مالداريان د سيلانۍ په چارو بوخت دي. دغه رقم د تير کال په پرتله دوه ځله زيات شوی دی.
د پنځو کورنيو سوداګرانو لخوا د پنځه اويا مليونو يوانو په لګولو په تبت کی تر ټولو لوی سوداګريز بازار پرانستل شو. د روان کال په لومړنيو نهو مياشتو کی تبت دوه مليارد او اته سوه او لس مليونه يوانه ملکی پانګی راجلب کړی چې د تير کال په پرتله دری اويا اعشاريه يو زياتی شوی دي.
د کارپوهانو په نظر، د دغې اوسپنيزې لارې له امله نه يوازی د تبت اقتصاد غوړېدلی، بلکه تبتی کلتور هم پرمختګ موندلی دی.