<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-25 19:52:42    
د چين او جنوب ختيځی اسيا د ټولنې د غړيو هېوادونو ترمنځ همکاری نوی پړاو ته رسيدلی دی

cri

ګرانو اوريدونکيو ،روان کال د چين او جنوب ختيځی اسيا د ټولنې ترمنځ د اړيکيو د جوړيدو ١٥مه کاليزه ده .څه موده دمخه د چين او د دغې ټولنې د لسو غړيو هېوادونو مشرانو د چين د ګوانګ سی د ځوانګ قوم د خپلواکی سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې د خپلی منځی د راتلونکی پرمختګ په باب بحث وکړ او دواړو خواوو ټينګه اراده درلوده چې په ٢٠١٠ کال کې به د چين او د جنوب ختيځی اسيا د ټولنې ترمنځ د ازادی سوداګرۍ سيمه جوړ کړي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغې همکارۍ په باب معلومات وړاندی کړو .

١٥ کاله دمخه چين د جنوب ختيځی اسيا له ټولنې سره د خبرو اترو په بهير پيل وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکی نوی پړاو ته رسيدلی و .د ترانسپورتی شبکې د بشپړتيا او د ګمرکی مالياتو د ټيټولو له امله د دواړو خواوو ترمنځ د مالونو سوداګريزه اندازه په تيرو ١٥ کلونو کې پنځلس ځله زيات شوې ده .د جنوب ختيځی اسيا ټولنه د چين څلورم لوی سوداګريز همکار په توګه بلل شوې ده .

د اکتوبر په پای کې د چين په نان نينګ ښار کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکيو د ١٥ مې کاليزې د لمانځنې لپاره په يوه غونډه کې د دغې ټولنې د مشرتوب هېواد د فليپين ولسمشرې ګلوريا ماکپګل ارويو وويل د جنوب ختيځی اسيا ټولنه او چين به د ازادې سوداګرۍ سيمې د جوړولو له لاری خپل منځی اړيکی نژدی کړي .

(اواز.........) له چين سره زمونږ د سوداګرۍ اندازه په پر له پسی توګه زياته شوې او

هيله لرو چې د دغې ټولنې په غړيو هېوادونو کې د چين پانګونه هم زياته شی . د بيلا بيلو هېوادونو مشران د دواړو خواوو ترمنځ د ازادی سوداګرۍ سيمې د جوړولو له لاری د خپل منځی اړيکی د نژديوالی هر کلی کوي .

د څو کلونو له مشورې وروسته تر اوسه پوری چين د دغې ټولنې له غړيو هېوادونو سره د مالونو سوداګريز تړون او د لانجې له منځه وړلو اړوند تړون لاسليک کړی دی .د تير کال د جولای له پيل څخه د دواړو خواوو ٧ زره محصولاتو ګمرکی ماليات کال په کال کم شوي دي .د دغو مالياتو د کمولو په اړه د پلان له پلی کولو راهيسی د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادی او سوداګريزه اړيکی نژدی شوې او خپل منځی سوداګريزې اندازې چټک پرمختګ کړی چې د دواړو خواوو تصديو او مصرف کوونکيو ور څخه ريښتينی ګټې تر لاسه کړي دي .

د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری په چين کې د جنوب ختيځی اسيا د غړيو هېوادونو د پانګونې اندازه ٣٨ مليارډ او ٨٥٠ مليونه امريکايی ډالرو ته رسيدلی او په نوموړو هېوادونو کې د چين د ناپولی تصديو شمير زر ته رسيدلی دی .

د چين او جنوب ختيځی اسيا د ټولنې ترمنځ کلنی نندارتون د دواړو خواوو ترمنځ په پانګونه کې مهم رول لوبوي .په روانی نندارتون کې د دغې ټولنې غړيو هېوادونو د چين تصديو د پانګونې د راجلبولو لپاره ګڼ شمير امتيازی تګلارې خپرلې دي .د

ويتنام دهو جي مين ښار د پانګونې او سوداګرۍ مرکز عمومی مدير ميرمن دويونح خبريال ته وويل (اواز..........) مونږ د پانګونې او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره ځانګړی مرکز جوړ کړو چې د پانګه اچوونکو تصديو لپاره د اړوندو معلوماتو او تګلارو په شمول خدمتونه برابر کړي .

له اوسنۍ نښې څخه څرګند شوې چې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د زياتوالی ترڅنګ د مالونو ليږلو ،پول او نندارتونونو په ساحو کې د خپل منځی همکارۍ نژدی شوې ده .په وروستيو ورځو کې د چين د استخراج بانګ د ويتنام د استخراج له بانک سره په پولی چارو کې د همکارۍ په باب خبری اتری وکړې .

د چين د سوداګرۍ وزير بو سی لای وويل چين د جنوب ختيځی اسيا له ټولنې سره پر همکارۍ پوره باور لري .(اواز..........) د چين او دجنوب ختيځی اسيا له غړيو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادی اړيکيو په وروستيو کلونو کې چټک پرمختګ کړی او پرمختيايی انډول يی په سلو کې ٢٠ دی .تر ٢٠١٠ کاله پوری به د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريزه اندازه ٢٠٠ مليارډ امريکايی ډالرو ته ورسيږي .