د اولمپيک د سپورتي لوبو پنځه ويشتمه دوره د ١٩٩٢ کال د جولای له پنځه ويشتمې نېټې نه د اګست تر نهمې نېټې پوری د اسپانيا په بارسيلونا کې تر سره شی . د سل او نهه شپيتو هېوادونو او سيمو نهه زره دری سوه او شپږ پنځوس تنه لوبغاړي د اته ويشتو لويو لوبو په دوه سوه او اوه پنځوسو کوچنيو سياليو کې ګډون وکړ . د دغه دوری په سپورتي لوبو کې بيسبال او بدمينتون د رسمی سياليو په توګه ټاکلی دی ، بر سيره پردی د ښځينه جودو په ګډون نور شل سيالي پکی شامل شول . د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې ټولنې د کوښښونو له امله سل او نهه شپيتو غړيو هېوادونو په ګډه توګه پکې برخه اخيستلی دی .
بارسيلونا د اولمپيک د سپورتي لوبو د تر سره کولو لپاره ډېر زيات کوښښ وکړ .
بارسيلونا په جلا جلا توګه د ١٩٢٤ ، ١٩٣٦ او ١٩٤٠ کال د اولمپيک د سپورتي لوبو د جوړولو غوښتن ليکونه وړاندی کړی وو ، خو برياليتوب يی تر لاسه کړل . د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره په څلورم غوښتن کې د اسپانيا پاچا کارلوس د اولمپيک د سپورتي لوبو د غوښتن کميټې د رئيس دنده په خپله غاړه اخيسته . د دې ترڅنګ بارسيلونا تر خپله وسه پوری د سياليو د جمنازيومونو او ستديومونو د جوړولو ، د ترانسپورتي حالت او مخابراتي تاسيساتو د ترميمولو لپاره هڅه کړل . په ١٩٨٦ کال کې د اولمپيک د سپورتي لوبو نړيوالې کميټې د سويس په لاوسان کې خپله يو نويمه غونډه تر سره کړه ، بالاخره بارسيلونا د
١٩٩٢ کال د اولمپيک د سپورتي لوبو د جوړولو حق تر لاسه کړل .
د اولمپيک کورني يووالی
په هغه وخت کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيولې کميټې مشر سامارانچ په دغې دورې سپورتي لوبو کې د اولمپيک کورني د يووالی د تر سره کولو لپاره ډېر کارونه وکړل او د دغو سپورتي لوبو د پرانيستونکو مراسمو نه دری ورځی مخکی د م م امنيت شورا له دی سره موافقه وکړه چې د يوګسلاويا لوبغاړي په ځانګړي حيثيت د دغې دورې په سپورتي لوبو کې ګډون وکړي . د دغې دورې د سپورتي لوبو له پرانيستونکو مراسمو نه يوه ورځی مخکی د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کميټې د ځانګړی الوتکې په واسطه بارسيلونا ته د يوګسلاوئې لوبغاړي وروليږلی دی . نو د اولمپيک د سپورتي لوبو تر هغې دورې پوری د اولمپيک کورنی يووالی تر سره شو .
د بريتانيا مشهور او غوره لوبغاړی کريستي
په هغه وخت کې کريستي په بريتانيا کې د نارينه و د سل مترو د ځغاستي په سياليو کې ډېر غوره او مشهور لوبغاړی و ، خو په هغه وخت کې نارينه و د سل مترو د ځغاستی په نړيوالو سياليو کې د امريکا لوبغاړی کارل ليويس تر نورو ډېر غوره لوبغاړي ګڼل شو . په سيول کې د ١٩٨٨ کال د اولمپيک په سپورتي لوبو کې او په ١٩٩١ کال کې د ځغاستی په نړيوالی اتلولی کې کارل ليويس د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل . خو کريستي تل د سرو زرو مډال د تر لاسه کولو لپاره کوښښ وکړ . په بارسيلونا کې کريستي چې په هغه وخت کې عمر يی دوه ديرش کاله و په نهه ثانيی او شپږ نوی
وخت د اولمپيک د سپورتي لوبو د سل مترو د ځغاستي د سيالي د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .