درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شئ .
د چين په يو شمير سيمو کې نجونې د بی وزلۍ له امله په ماشومتوب کې له ښوونځی څخه بی برخې شوې . خو په خوښۍ سره بايد ووايو چې د دوی ژوند د چين او بريتانيی ترمنځ د يو پلان په پلي کولو سره بدل شوی دی .
چيني نجونو ته د مسلکي روزنې ورکولو په اړه د چين او بريتانيا ترمنځ د همکاری پلان څلور کاله دمخه پيل وشو چې دغه پلان د چين د سوداګری وزارت او د بريتانيا د نړيوال پرمختګ د وزارت له خوا جوړ او د چين د ښځو د ګډې ټولنې له خوا پلی شو . د چين د ښځو د ګډې ټولنې د سکريتريت منشې مېرمن جانګ شي پينګ پدی هکله وويل : تر اوسه پوری د د غه پلان له لارې د چين په لويديځ د سي چيوان ، ګان سوو او يون نان په دريو ولايتونو کې په وړيا توګه څه دپاسه لس زره تنه بی وزلۍ نجونې وروزل شوې . هغې وويل : ( اواز١)
د دغه پلان له پلی کولو نه تر اوسه پوری ، څه دپاسه دوولس تنه نجونو چې عمر يی له پنځلسو کلونو نه تر اتلسو کلونو پوری وو ، په مسلکي روزنه کې ګډون کړي دی . د دغو روزنو له لارې يی نه يوازی خپل افکار ، بلکی د کورني ژوند حالت هم بدل کړی دی .
اوس د دغو نجونو له ډلې څخه يو شمير يی په نورو ځايونو کې کار کوی ، يو
شمير په ځايی سيمو کې په کورنيو ژويو په روزنه او يا د باغوانۍ په چارو لګيا دي چې د ژوند سطحه يی هم لوړه شوی ده . د چين په لويديځ د سي چوان په ولايت کې يوه نجلۍ چې جانګ هوی نوميږی ، له دغو نجونو څخه يوه ده . هغې وويل : ( اواز٢)
د دغې روزنې له پای ته رسيدلو وروسته زمونږ د علاقه دارۍ د ښځو ټولنې مشر په فعاله توګه ما ته پنځه سويان راکړل او د خپلو تر لاسه کړو معلوماتو سره سم می د سويانو په روزلو پيل وکړ.
د روان کال په جولای کې د ښځو د ځايی ټولنې تر مرستې لاندې جانګ هوی په دغه روزنه کې ګډون وکړ . له څلويښت ورځنۍ روزنې وروسته جيانګ هوی د کورنيو څارويو د روزلو په اړه يو شمير معلومات تر لاسه کړل او د سويانو په روزلو يی پيل وکړ . اوس د دې په کور کې د سويانو شمير له پنځو نه څه دپاسه اتياوو ته رسيدلی دی او د سويانو د پلورلو له لارې يی خپل ژوند ته بدلون ورکړ .
د بريتانيې د کلتوری ټولنې نړيوال کارپوه توني وتاس چې د دغه پلان په جوړولو کې يی ګډون درلود ، د دغو روزل شويو نجونو داسي ارزونه وکړه : ( اواز٣)
شک نه شته چې د روزلو له لارې ستاسی تکنالوژۍ او توان پياوړی شوی او ښه راتلونکی به ولری . کله چې تاسی تر روزنې وروسته بيرته خپل کور ته لاړشي ، کولی شی چې زده کړې معلومات خپلو کورنيو غړو ته ور زده کړي ، ستا کورنۍ به د ستاسو د بدلو له امله خوشحاله شی .
ښاغلي شيی وي چيانګ د ښوونکي په توګه په دغه روزنه کې ګډون وکړ او د ده په اند د دغې روزنې له لارې دغو نجونو پر خپل ځان لا زيات باور پيدا کړی . هغه وويل : ( اواز٤)
مونږ په روزنه کې په عمده توګه د دغو نجونو د افکارو بدلون ته پاملرنه
وکړه . کله چې ما د لومړی ځل لپاره دغو نجونو ته درس ورکړ ، دوی پر خپل ځان هيڅ باور نه درلود . په هغه وخت کې می له يوې نجلۍ څخه پوښتنه وکړه چې ستا نوم څه دی ؟
هغې له ويرې وژړل . اوس هغه خپل کار لری .
د ښاغلي شيی په وينا ياده شوې نجلۍ جانګ فانګ فانګ نومېږی او عمر يی اتلس کاله دی. هغې هم د بی وزلۍ له امله له لومړنی ښوونځي وروسته د زده کړو فرصت له لاسه ورکړ. پلار او مور يی بزګران دی او مور يی په ناروغۍ اخته شوې. يوه ورځ هغې د دغه پلان په اړه معلومات تر لاسه کړل او سمدلاسه يی پکې ګډون وکړ . دغې روزنې يی ژوند بدل کړ . اوس هغه د چين په ختيځ د نان جينګ په ښار کې د سينګار په يو دکان کې کار کوی . هغې وويل : ( اواز٥)
په دغه روزنه کې له ګډون نه مخکی می په خپل ځان باندی هيڅ باور نه درلود. خو اوس زه هيله لرم چې په خپله د سينګار يو دکان جوړ کړم او زما ژوند به حتمأ ډېر ښه شی .