<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-27 19:02:03    
د تونګ شين جی په نامه د اولمپيک سپورتی لوبو د روزنې فعاليت پيل شو

cri

څو ورځی مخکې په بيجينګ کې د تونګ شين جي په نامه د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو په هکله د روزنې او تګ راتګ فعاليت پيل شو . تونګ شين جي د يووالی معنی لری او د چين د عنعنوی کلتور استازيتوب کوي . دغه فعاليت د چين په ولسی پوهنتون کې تر سره شو چې د بيجينګ د ښاروالی مشر او د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د انتظامی کميټی مشر ليو چي او د دغې کميټی مرستيال چن جی لي په کې ګډون وکړ او د منځنيو او لومړيو ښوونځيو د زده کوونکو په خوشحاليو او چيغو سره د دغه فعاليت پرانيستونکي مراسم په رسمی توګه پيل شول .

د چين د ښوونې او روزنې وزارت مرستيالې ميرمن چن شياو يا د دغه فعاليت په هکله د معلومات ورکولو په وخت کې وويل د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د هرکلی او د چين د ځوانانو او ماشومانو د هڅولو لپاره چې د نړۍ له نورو ځوانانو او ماشومانو سره يو ځای د يووالی ، دوستۍ او سولې په هکله د اولمپيک هدف تر سره وکړی . د چين د ښوونې او روزنې وزارت او د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو انتظامی کميټی د دغو لوبو د نړيوالی کميټی د اوړندو وړانديزونو له مخې د اولمپيک پخوانيو ژمنيو او دوبنيو سپورتی لوبو له اړوندو فعاليتونو څخه تجربه اخيستی او د اولمپيک سپورتی لوبو په هکله د ښوونې لپاره دغه فعاليت تر سره کوي .

هغې وويل د بيجينګ کوچنيانو دغه فعاليت ته يو چينی نوم ورکړی چې تونګ شين

جي نوميږي او د يووالی معنی لری . له دغه نوم څخه څرګنديږي چې د اولمپيک سپورتی لوبو د پنځو دايرو نښې تر بيرغ لاندی به د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو او سيمو ځوانان لاس په لاس ، زړه په زړه او اوږه په اوږه ، د يوې هوسا نړۍ د أبادی لپاره ګډ کوښښ وکړي . اوس په بيجينګ کې څه دپاسه دوه سوه منځنی او لومړی ښوونځی د تونګ شي جي په فعاليت کې ګډون کوي . د دغه فعاليت په ترڅ کې به د دغه دوه سوو ښوونځيو هر ښوونځی د نړۍ د يو هيواد او سيمې د اولمپيک سپورتی لوبو او د معيوبينو د اولمپيک سپورتی لوبو له کميټو او د دغه هيوادو يا سيمې يو ښوونځی سره اړيکی جوړې کړي . د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو له پيل مخکې به په دغه فعاليت کې ګډون کوونکی زده کوونکی د اړيکی جوړونکی هيواد يا سيمی د ژبی ، کلتور ، تاريخ او دود په ګډون د ځينو ځانګړتياوو په اړه زده کړه وکړي او له اړيکی جوړونکی ښوونځی سره د تبادلی فعاليتونه وکړي . د اولمپيک سپورتی لوبو د تر سره کولو په ترڅ کې به په دغه فعاليت کې د ګډون کوونکو ښوونځيو د ښوونکو او زده کوونکو استازي د اړيکي جوړونکی هيواد يا سيمی د لوبغاړيو د هرکلی په مراسمو کې وکړي او لوبغاړيو ته بلنه ورکړي چې د دوی ښوونځی څخه ليدنه وکړي او له دوی سره دوستي جوړه کړي .

د دغه فعاليت موخه په بيجينګ کې د منځنيو او لومړيو ښوونځيو د زده کوونکو او د اولمپيک په سپورتی لوبو کې د ګډون کوونکو هيوادونو او سيمو د ځوانانو تر منځ د تګ راتګ ټينګول ،د يوې نړۍ د ګډی هيلی تر سره کول او د يووالی ، دوستی او سولی په ګډون د اولمپيک هيلو لټول دی . دغه فعاليت د اولمپيک سپورتی لوبو د نړيوالی کميټی ملاتړ هم تر لاسه کړی دی .

ښاغلي ليو چي وويل دغه فعاليت د ځوانانو د نظريو د پراخوالی لپاره ګټور دی چې د يوې هوسا نړۍ په جوړونه کې ګډون وکړي .