٢٠٠٦ کال ژر به پاي ته ورسيږي ، په دي کال کې د چين په اقتصادي چارو کې دوامداره او چټګه پرمختيا رامنځته شوي چه د کال په تيرو نهو مياشتو کې د هيواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت په سلو کې لس اعشاريه اوه زيات شوي دي ٠ بله د خوښې وړ خبره دا ده چې د اقتصاد په چټګې پرمختيا سره د چين حکومت په څرګنده توګه د همغږې ټولنې د ابادولو موخه ټاکلې ده او د دغې موخې د تر سره کولو له پاره لا هم کوشش کوي ٠
ديرش کلن ښاغلي سون جيان هوا د چين د ختيځ خوا د شان تونګ ولايت د نين يانګ ولسوالي يو بزګر دي ، خو په وروستيو اتو کلونو کې هغه په لوي ښار کې کار کوي ٠ هغه وويل چې په دي وروستيو کلونو کې حکومت په ښارونو کې د بزګرانو د کار په هکله ډيرې ښې تګلارې ټاکلي دي او له امله يي زما مياشتنې عايدات هم له څو سوو يوانو څخه اوس څه د پاسه دوه زر يوانو ته زيات شوي دي ٠ خو هغه لا هم ځينې انديښنې لري ٠ هغه وويل له دي امله چې مونږ په طبي بيمه کې شامل نه يو، نو که سخت ناروغ شو ، نو په روغتون کې د علاج ستونزې به ډيرې زياتې وي ٠ له بلې خوا د زړو کسانو په بيمه کې هم شامل نه يم ، نو انديښنه لرم چې د زوړوالي پر خهال به مي ژوند څنګه تامين شي ٠خو باور لرو چې لږه موده وروسته به دده دغه انديښنه له منځه ولاړ شي ٠ ځکه د چين حکومت دغې مسئلې ته ډيره پاملرنه کړې ده چې اوس په چين کې
داقتصاد د چټکې پرمختيا په څنګه کې د ټولنې د تامينولو ځيني ميکانيزمونه بشپړ نه دي او د سيمو ترمنځ توپيرونه زيات شوي دي ٠ نو د ټولنې د سالم پرمختګ له پاره دوه کاله مخکې د چين حکومت د سوسياليستي همغږې ټولنې د ابادولو ستراتيژيکي تصور وړانديز وکړ او روان کال د چين د کمونست ګوند د شپاړلسمې دورې د مرکزې کميټې په شپږمه غونډه کې د چين د همغږې ټولنې د ابادولو په باب ټاکنه په رسمي توګه هم تصويبه شوه ٠ د دغې ټاکنې سره سم د وګړو حقوقو ته بايد په درنه سترګه کتل او تامين شي ، د ښاريانو او بزګرانو له پاره د ټولنيز تامينولو سيستم دي بشپړ شي ، د ښارونو او کليو ترمنځ توپير دي په تدريجي توګه کم شي ، د عامه خدمتي سيستم دي لا ښه شي او د ټول ملت اخلاقي کچه او کلتوري او علمي کيفيت به په ښکاره توګه لوړ شي او داسي نور ٠ د چين د صدراعظم مرستيال ښاغلي هوانګ جوي لږه موده د مخه په يوه غونډه کې وويل چې مونږ بايد د ټولنيز نظام د تامينولو په اړه د يو لړ مسئلو د څيړنې ، د اوږدي مودي د يو اغيزمن ميکانيزم د جوړيدو او د هيواد د دامداره پرمختيا له پاره کوشش وکړوچې لا زيات وګړي د ټولنيز أسانتياو او ګټو څخه برخمن شي ٠
د يوې همغږې ټولنې د ابادولو له پاره د ښارونو او کليو ، د سيمو ترمنځ د پرمختيا د نا برابرۍ مسئله تر ټولو نه مهمه مسئله ګڼل کيږي ٠ د دغې مسئلې دحل له پاره د چين حکومت د لويديځو سيمو د ودانولو او د شمال ختيځ د زړو صنعتي اډو د اصلاح په هکله د پانګونې ملاتړ زيات او پياوړي کړي دي ٠ دغه راز حکومت د ليري ځايونو د لږکيو د بي وزلو سيمو سره د مرستې له پاره بيلا
بيلې امتيازي تګلارې هم ټاکلي دي ٠ د چين د دولت د قومي چارو د کميټې په اړه د اقتصادي چارو د ادارې مشر له چانګ هونګ وويل چې په نژديو پنځو کلونو کې به حکومت د هغو لږکيو له پاره چې په ليري ځايونو او سيمو کې ژوند کوي ، يو مليارډ ژن مين بي يوانه پانګې برابرې کړي چې د دوي ژوند او توليدي چارې ښې کړي ٠
د حکومت د بيلا بيلو اړوندو تګلارو په پلي کيدو سره د چين د ټولنيز ژوند په بيلا بيلو برخو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شوي دي ٠ د بيلګې په توګه په بيجينګ کې د روان کال له پيل څخه له تصديو څخه د تقاعد شويو کارکوونکود معاش، دکارکوونکو د معاش ، دبي کار کيدو د بيمې په ګډون د ټولنيز تامينولو اړوند معيارونه ټول لوړ شوي شوي ٠ بر سيره پر دي په پراخو کليو کې بزګرانو او مالدارانو له يو لړ امتيازي تګلارو څخه هم ګټې اخيستي دي ٠ د مغولي قوم په خپلواکه سيمه کې اتيا کلنه سپين سرې بزګرې ميرمن لي نا او د هغې کورني په روان کال کې د حکومت د پانګونې تر ملاتړ لاندې د کورنۍ سيلانۍ چارې پيل کړي او له دې لارې يي د کال په دوهمه نيمايي کې عايدات د تير کال د همدې مودې په پرتله پنځوس او شپيته زره يوانه زيات شوي دي ٠ هغې وويل نن ورځ دغه ټولنه تر پخوا نه ډيره ښه شوې ده ٠