<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-27 19:23:05    
د چين بزګران د ليرې واټن ښوونې څخه ګټه اخلي

cri

د تلويزيون ، تيلفون او انترنيټ په وسيله د ليرې واټن ښوونې له پرمختيا سره سم په چين کې د کرنيزو تکنولوژۍ ترويج او د بزګرانو روزنه اوج ته رسيدلې چې په پايله کې يي بزګرانو پرمختللي کرنيز معلومات او ګټې لاس ته راوړي دي .

د شاو شان کلی د چين د منځني سينې هو نان ولايت يو کوچنی کلی دی او پراخوالي يي يوازي پنځه مربع کيلومتره دی چې شپاړس سوه تنه پکي اوسيږي . پخوا د کلي بزګرانو يوازی شولې کرلې او توليدي اندازه يي هم ډيره ټيټه وه . دوه کاله دمخه په دغه کلي کې د دورګه شولو په کرلو پيل وشو چې په پايله کې يي توليدي اندازه په سلو کي سل زياته شويده . بزګرانو څنګه د دغه ډول شولو د روزلو تکنولوژۍ خپله کړې ؟ بزګر لي دين هون خبريال ته وويل زه د دغه ډول شولو د کرلو په لومړيو وختونو کې له يو لړ مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ شوم ، خو په بريښنايي شبکه کې می د چين د کرنيزو علومو د اکاډمۍ له فني پرسونل څخه د پوښتنو له لارې دغه مشکلات او ستونزې ژر له منځه يووړي چې په نتيجه کې د هر واحد توليدي اندازه څو سوه کيلوګرامه زياته شوه .

نوموړې بريښنايي شبکه په کليو کې د ليري واټن ښوونې د کمپيوتري شبکې خدمتی مرکز دی چې د تلويزيون ، کمپيوتر او له مصنوعی سپوږمکۍ څخه د معلوماتو اخيستلو سيستم په شمول مخابراتي تجهيزات پکې درول شويدي . د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کې د کرنې کارپوهان د انترنيټ بی سيم لرونکې تلويزيوني او خپرنيزو شبکو له لارې د ليري ځاي بزګرانو ته فني روزنه ورکولی شي . اوس د شاو

شان کلي بزګران هره اونۍ درې ځله په خدمتي مرکز کې د کرنې کارپوهانو لکچرونه ګوري او په دې مرکز کې ځانګړی کمپيوتر چلونکی هم شته . ښاغلي هو يون چې يو کمپيوترچلونکی دی ، خبريال ته وويل زما دنده کارپوهانو ته پر وخت د بزګرانو پوښتنو وړاندي کول دي . که د کارپوهانو بريښنايي پاڼه بوخته نه وی ، د يوې پوښتنې ځواب به يوه دقيقه وروسته راشي .

د چين د دوولسو ولايتونو په ګڼ شمير کليو کې داسی خدمتي مرکزونه جوړ شوي دي . د بيلګې په توګه يوازې د ګوي جو ولايت په اوياوو کليو کې اولس زره داسي خدمتي مرکزونه جوړ شويدي .

د چين په ختيځ جه جيانګ ولايت کې ښاغلي چن يون کانګ د انګورو په روزلو بوخت دی چې په وروستيو کلونو کې د چينجيو له ناورين سره مخامخ شو ، خو په کلي کې يي د خدمتي مرکز له جوړيدو وروسته د انګورو چينجيو پر ضد اغيزمنې لارې چارې زده کړيدي . هغه وويل پخوا په هر هکتار باغ کې د انګورو اندازه دوه ويشت زره پنځه سوه کيلوګرامو ته ورسيده ، خو اوس يي په هر هکتار باغ کې اندازه زياته او کيفيت يي هم ښه شوی دی .

د ليري واټن په ښوونيزه شبکه کې ډير مشهور کارپوهان له بلنې سره سم د بزګرانو پوښتنو ته ځواب ورکوي . د بيلګې په توګه نامتو نړيوال پروفيسر يون لونګ پينګ چې د دورګه شولو کولو چارو د پلار په نامه ياديږي ، هم د بزګرانو پوښتنې ته ځواب ورکوي .

د کمپيوتر چلونکي _ زمونږ په ځاي کې د بزګرانو يوه پوښتنه دا ده چې د لوړې کچې دورګه شولو ځانګړتيا څه ده ؟

پروفيسر يون _ د يو هکتار په نمونوي پټي کې د دغه ډول شولو توليدي اندازه دوولس زره کيلوګرامه ده چې نه يوازي توليدي اندازه يي لوړه ، بلکې کيفيت يي هم ښه دی .

د کارپوهانو پر وختي لکچرونو نه برسيره د کرنې څيړونکو سازمانونو او کارپوهانو هم د سبو ، ميوه لرونکو ونو ، کبانو او کورنيو ژويو او مرغانو د روزلو ، کرنيزو محصولاتو د چمتو کولو او د زيان رسونکو حشراتو او د کرنيزو نباتاتو د ناروغيو پر ضد د معلوماتو په هکله سي دي کسيتونه هم جوړ کړيدي . بزګران کولی شی چې له دې شبکې څخه د اړينو معلوماتو د لاس ته راوړلو لپاره خپلې غوښتنې وړاندي کړي .

له اوږدې مودې راهيسې د چين کرنيز توليد د يوې کورنۍ له خوا ترسره کيده او خورو ورو بزګرانو ته د پرمختلليو تکنولوژيو د ترويج لپاره ستونزې موجودې وې . خو د ليرې واټن د ښوونيزې شبکې له کارولو سره سم دغه حالت بدليږي او لا زيات بزګران د پرمختلليو تکنولوژيو په کارولو سره خپل توليدات پلوري او زياتې ګټې لاس ته راوړي .