<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-28 18:48:54    
په خندا کې خنجر پټ دی

cri

دغه متل ديارلس سوه کاله دمخه د چين د تان سلسلې د لومړی امپراطور په وخت کې د لی يی فو نومی سړی څخه راغی. وايی چې لی يی فو له غريبی کورنۍ څخه وزيزيده، خو د خپلو زيارونو له برکته له سلطنی امتحان څخه بريالی وتلی و او د ټيټې رتبې مامور په حيث مقرر شو. ور پسی د دی سلسلی دوهم امپراطور په تخت باندی کيناست، د چا پلوسی په واسطه لی يی فو لوړی رتبې ته ترفيع کړه او څو کاله بيا يی د وزير په حيث مقرر شو. لی يی فو په ظاهره ډير مهربان او مودب صورت درلود او هميشه مسکی ښکاريده، خو زړه يی ډېر حيله ناک او بی رحم و. مثلا هغه خبر واخيست چې په بنديخانه کې يوه ښکلی ښځه بندی شوه، د دی لپاره چې بندی شوی ښځه لاس ته راوړی، د بنديخانې مشر ته يی امر ورکړ چې بندی شوی ښځه خوشی کړی. ور پسی دغه دسيسه روښانه شوه، د لی يی فو د تهديد په اثر د بنديخانې مشر د مجازاتو څخه د بچ کولو لپاره مجبورأ ځان وواژه. خو لی يی فو بيخی بی اعتنا و او ګمان يی کاوه چې د بنديخانې مشر مړ شوی دی، د دی پېښې له مسوليت څخه ځان بچ کولی شوی.وروسته تر هغه وخته چې د څارنوالي عالی رتبه مامور د دې پېښې اصلی بڼه لاس ته راوړه، امپراطور ته يی په خپله عريضه کې خبر ورکړ چې لی يی فو د دې دوسيې اصلی مجرم دی، له امپراطور څخه يی وغوښتل چې لی يی فو ته سخته سزا ورکړی. مګر امپراطور نه يوازی دا چې لی يی فو ته هېڅ سزا ور نه کړه، بر عکس يی د څارنوال رتبه او مقام تنزل کړ او ليری ځای ته يی وليږه. له دې وروسته لی يی فو نور زيات بد بد کارونه کړي وو، بالاخبره امپراطور د لی يی فو اصلی څېره وپېژندله او لی يی فو او د ده زوی هم ليری ځای ته تبعيد وکړ، خو په پای کې لی يی فو د عمومی بخښنې له امله بېرته خپل کور ته وليږل شو، خو پلازمېنې ته تشبيه ورکوی چې په ظاهره مهربان او په زړه کې حيله ناک او بی رحم دی.