<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-29 19:30:50    
دچين د بين المللي راډيو د ځانګړې جايزې د ګټونکي سره مرکه

cri

د رنو اوريدونکو اسلام عليکم،تاسو د چين له نړيوالې راډيو څخه زموږ غږ اوری،هيله چې د خوښيو او خوشحالۍ ډک ژوند مو په برخه وي،دا دی نن يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې د برخې د خپريدو وار رارسيدلی دی،قدرمنو دوستانو لکه څنګه مې چې په تيرو خپرونو کې تاسو ته ويلي وو چې څه موده مخکې د چين د نړيوالې راډيو د ځانګړې جايزې ګټونکی ښاغلی حفيظ الله غښتلي چين ته سفر درلود او په ترڅ کې يې له ارومچي ،بيجينګ،شانګهاي او يو شمير نورو ښارونو څخه ليدنې وکړې،ما هم له وخت څخه په ګټې اخيستنې له نوموړي سره يوه مرکه درلوده،چې که د خپرونې تر پايه راسره پاتې شی نو تاسې به يې واورۍ چې حفيظ الله غښتلي څه ويل لري،دا چې نوموړی څنګه د ځانګړې جايزې ګټونکي شو،او له څه وخت راهيسې يې د چين د نړيوالې راډيو اوريدل پيل کړي وو داسی وويل:

غږ ترک ٥١ ثانيه ٥٣

زه لا ډير کوچنی وم چې زما خدای بښلي بابا به راډيو اوريده،په کلي کې دود دا وي چې مشر د راډيو د روښانولو او بندول واک لري،چې دا واک هم زموږ د بابا سره وو،نو موږ به هم د خبرونو او نورو پروګرامونو لپاره د چين نړيواله راډيو اوريده، او کله چې بيا موږ را لوی شولو او د دندو خاوندان شو،نو هغه وخت بيا موږ هم کولای شول چې پخپله خوښه راډيو واورو،چې او پدې سره ويلای شم چې د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کې مې د چين د نړيوالې راډيو اوريدل په دواملرونکې توګه پيل کړل،

درنو دوستانو د چين نړيواله راډيو دا مهال په نړۍ کې له هغو راډيو ګانو څخه شمير کيږي چې د اوريدونکو شمير يې سلګونو ميليونو ته رسيږي،يواځې په دوه زره پنځم کال کې له بيلابيلو هيوادونو شاوخوا دوه نيم ميليونو اوريدونکو ليکونه ورته را استولي وو،ښاغلی حفيظ الله غښتلی وايي چې ده هم له ډيره مخکې د چين له نړيوالې راډيو سره خپله قلمي همکاري پيل کړې ،او تر اوسه يې ټينګه ساتلې ده،

غږ ترک ٥٢ ثانيه ٢٤

له ١٩٩٦ کال راهيسې مې خپله قلمي همکاري پيل کړې،او بيا له ١٩٩٩ کال راهيسې وروسته چې کله ما د ګوربت مجلې مسؤوليت په غاړه درلود،نو په منظمه توګه مې له پيښوره د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې ته راليږله.

له کله نه چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسي پيل کړې نو لسګونو زرو بهرنيو تصديو په چين کې پانګې اچولي او يا هم چيني پانګوالو له خپل هيواد څخه بهر پانګونې کړيدي،چې تر څنګ يې سوداګريزو بازارونو هم په ښکاره توګه پراختيا موندلې ده،اوپدې بهير کې هر مياشت په سلګونو افغانان هم د سوداګرۍ لپاره چين ته راځي چې خپل د اړيتا وړ سوداګريز توکي وپيري،د ښاغلي غښتلي په آند د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونو پدې برخه کې خپل ځانکړی رول لوبولی دی، او په بيلابيلو برخوکې اوريدونکو ته معلومات ورکوي:

غږترک ٥٣ ثانيه ٢٥

د چين د نړيوالی راډيو خپرونې په عامه توګه د ټولو اوريدونکو لپاره ګټورې دي،او له بله اړخه دهغو کسانو لپاره چې د سوداګرۍ په چارو اخته دي ډيرې ګټورې وي،چې د چين ،د چين د کلتور،خلکو،توليداتو او مصنوعاتو په اړه اوريدونکو ته معلومات ورکوي،

قدرمنو دوستانو د چين نړيوالې راډيو په لمړي سر کې خپلې خپرونې په ډير لمړني او ابتدايي ډول په ١٩٤١ ميلادي کال کې پيل کړې او هغه وخت يې يواځې په جاپاني ژبه خپرونې درلودې،چې ورو ورو يې پرمختګ وکړ،او اوس مهال يې د خپرونو د ساعتونو شمير په ورځ کې له زرو څخه اوړي،د چين د نړيوالې راډيو د ځانکړې جايزې ګټونکي هم پدې آند دی چې د چين د نړيوالې راډيو په پښتو خپرونه کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځ ته شويدي:

غږ ترک ٥٤ ثانيه ١٨

د چين نړيوالې راډيو په پښتو خپرونه کې ډير زيات پرمختګونه راغلي دي،که څه هم د خپرونو په وخت کې يې زياتوالی ندی راغلی،خو څرنګوالی يې ډير ښه شوی دی،پروګرامونه يې ډير په زړه پورې دي،

درنو اوريدونکو د بهرنيان په چين کې د نننۍ برخې لپاره وخت همدومره وو،هيله ده چې راټول شوي توکي مو د پام وړ ګرځيدلي وي،د ښاغلي غښتلي د مرکې پاتې برخې به په راتلونکو خپرونو کې درته وړاندې کړم،که تاسې د دغې برخې د لابډاينې لپاره سالم نظرونه، وړانديزنه اونيکې لری نو زموږ سره يې د خپلو ليکونو په وسيلې شريکې کړی موږ تل ستاسو د ليکونو لار څارو. ستاسو د لا برياوو په هيله،