<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-29 19:39:18    
دچين د تاريخ او کلتور په هکله د يو شمير افغان خبريالانو انګرينې

cri

د چين نړيوالې راډيو درنو اوريدونکو زه هوسۍ مو په نيکو هيلو او سلامونو ستايم،هيله ده چې د خوښيو څخه ډک ژوند مو په برخه وي،محترمو دوستانو دا دی نن يو ځل بيا د هنر او کلتور د اونيزې برخې د خپريدو وار را رسيدلی دی،چې په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د کلتور په اړه د يو شمير هغو کسانو انګيرنې در واوروم چې چين ته سفرونه کړي اود چين تاريخي ځايونو ته تللي دي او ليدنې يې ورڅخه کړي،

خوږو اوريدونکو تاسو پوهيږي چې چين څو زره کلن اوږد تاريخ لري او د بيلابيلو پادشاهانواو امپراتورانو له دورو څخه په سلګونو زره تاريخي اثار ورته په ميراث پاتې شويدي، چې تر دې مهاله يې په ښه توګه ساتنه کيږي او هر کال لسګونه ميليونه چينايان او په سل ګونو زره بهرنيان ليدنې ترې کوي، د دې ليدنو کتنو په بهير کې څه موده وړاندې له افغانستان څخه د خبريالانو او خبري رسنيو يو شمير کارکوونکي هم چين ته راغلي وو چې د نورو کارونو تر څنګ يې له ګڼو تاريخي ځايونو څخه ليدنې وکړې،د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د اطلاعاتو د څانګې مرستيال ښاغلی عبدالباقي صديقي وايي دوي د خپل څو ورځني سفر په لړ کې له ډير ځايونو څخه ليدنې کړي چې ته ډير ورته په زړه پورې وو او هيڅګله به يې هير نشي:

غږ ترک ٢٠

موږ له هغو ځايونو څخه چې ليدنې وکړې ډير تاريخي أثار يې درلودل،او هغه

به هيڅکله زموږ څخه هير نشي، دا د چين د خلکو لپاره يو وياړ چې خپل تاريخي أثار يې دا شان ښه ساتلي دي،او له موږ سره دا مفکوره او أند ډيرځواکمن شوی که موږ هم وکولای شو خپل تاريخي أثارددوی په شان ښه وساتو،

د چين د تاريخ، کلتور او دودونو په هکله ډيرې کيسې شته ،چې دننه په چين او په بهر کې زيات مينه وال لري،په تيره بيا اوس مهال د چين د کلتور په اړه د بهرنيانو ليوالتيا ډيره زياته شوې چې غواړي ځان پرې پوه کړي،او له همدې امله زياتره کسان دا هوډ لري چې چين ته راشي،څو هغه څه يې چې اوريدلي په خپلو سترګو وويني،مير حيدر مطهر هم له دغې ډلې څخه يو تن دی،دی زياتوي ما غوښتل هغه څه مې چې اوريدلي وو په خپلو سترګو هم ووينم:

غږ ترک ٢٢

ښاغلی مطهر وايي اوريدل د ليدلو په شان ندي، ما مخکې د چين په هکله ډير څه اوريدلي وو نو ځکه ما وغوښتل چې هر څه په خپلو سترګو ووينم،او اوس د چين د خلکو له ژوند ،کلتور او دودونه سره تر يوه حده بلد شوم،چې ډير راته په زړه پورې دي،په رښتيا چې چينايانو خپل کلتور ښه ساتلی دی،

ګرانو دوستانو داسې نده چې د چين تاريخي أثار يواځې په لويو ښارونو او يا هم يواځې په ځينو برخو کې موجود وي بلکې که هر سميې او يا برخې ته ولاړ شی نو حتمأ به له ګڼ شمير تاريخي ځايونو بيلابيلو فرهنګونو او سلګونو او يا هم زرګونو تاريخي أثارو سره مخامخ شی،چې ددې خبرې ښه ثبوت د افغان

خبريال احسان الله خبرې دي چې د چين په جنوب لويديځ د ارومچي په ښار کې يې له ځينو ځايونو څخه ليدنې کړي وې، دی وايي.

غږ ترک ٢٢

له هغو ځايونو څخه ليدنې ماته ډيرې په زړه پورې او جالبې وې،ډير د ليدو وړ ځايونه يې درلودل،په تيره بيا د ارومچي ښار تاريخي أثار ډير راته جالب وو،همدا شان هغه ماڼۍ چې د پخوانيو امپراطورانو په دورو کې جوړ شوې وې په رښتيا چې د ليدو وړ وې،

هر هيواد تر خپله وسه خپل تاريخي أثار ساتي او پرې وياړي،که څه هم په نړۍ کې ګڼ شمير هيوادونه شته چې بيلابيل تاريخي أثار ،کلتورونه او خپل ځانګړي دودونه او عادتونه لري چې چين هم پدې برخه کې يو له ډيرو بډايو هيوداونو څخه ګڼل کيږي،ښاغلی نجيب الله شينواری وايي له ډير پخوا څخه يې دا مينه په زړه کې پاللله چې چين ته راشي او له هغو ځايونو څخه ليدنه وکړي چې مخکې يې په هکله اوريدلي وو،دی پدې اړوند وايي:

غږ ترک ٢٧

په نړۍ کې ډير هيوادونه دي خو چين ځانګړی لرغونی تاريخ لري،او له همدې امله مې تل دا هيله درلوده چې په ژوند کې داسې يو فرصت يا چانس راته پيدا شي چې چين ته راشم،او اوس ډير خوښ يم چې دا هيله مې رښتيا شوه،او په دغو څو ورځو کې چې په چين کې پاتې شوی يم ډيرې ښې خاطرې راته پاتې شويدي،په تيره بيا چې د چين د لوی ديوال تر پاسنۍ برخې پورې پورته شوم، زما په شان ډير نور افغانان هم غواړي چې د چين د کلتور ،دودونو او تاريخ سره بلد شي،او پدې برخه کې د دواړو خواوو او په تيره بيا د چين د نړيوالې راډيو د لا زياتو مرستو هيله کوم،

دا د چين نړيواله راډيو ده ګرانو اوريدونکو تاسو د چين د هنر او کلتو په اړه د يو شمير هغو افغانانو انګيرنې واوريدې چې پدې ورستيو کې يې چين ته سفر کړی وو، پدې سره د دغې برخې وخت هم پای ته رسيږي نو خپلې کوربه يعنې ما هوسۍ ته اجازه راکړی ، تر راتلونکي پروګرام پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم، بريالي اوسی.