<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-29 19:44:34    
البيرت اينستين

cri

البيرت اينستين په ٢٠ پيړۍ کې ډير لوي ساينتيست او مشهور فزيک پوه و او يو ډير ممتاز روشنفکر شخصيت هم و چې په تاريخ کې داسي کسان ډير لږ ليدل کيږي ٠

اينسټين د ١٨٧٩ کال د مارچ په څوارلسمه نيټه د المان د ولمو په علاقه داري کې وزيږيد او په ١٨٩٦ کال کې يې د سوليش د فدرالي صنعتي پوهنتون د فزيک په فاکولته کې زده کړه وکړه ٠ ورپسي په ١٩٠٠ کال کې ددې پوهنتون څخه فارغ شو ، په ١٩٠١ کال کې اينستين د سويس تابعيت ترلاسه کړ او په ١٩٠٢ کال کې يې د برني په ښار کې د سويس په حق الانحصاري اداره کې کارکاوه ، په ١٩٠٥ کال کې هغه د فزيک په دريو ساحو کې ستر موفقيتونه ترلاسه کړل ، او په دې کال کې يې د نوري کوانتوم نظريه وړاندې کړه ٠ ددې نظريې د وړاندې کيدو له امله د فزيک په تيوري کې ستر پرمختګ منځته راغي ، دغه راز دده لخوا د فتوالکتريکي اثر په باب قانون د کشف کيدو له امله اينستين په ١٩٢١ کال کې د فزيک په برخه کې د نوبل جايزه ترلاسه کړه ، په ١٩٠٥ کال کې اينستين د مولکول د غټوالي او کوچنيوالي د اندازه کولو دنوي طريقې په باب رساله خپره کړه او ددې رسالې د خپريدو له امله هغه د سويس د سوليش د پوهنتون د داکتري علمي درجه ﻻسته راوړه ٠ د ١٩١٤ کال نه تر ١٩٣٣ کاله پورې اينستين د المان د ويليامس پاچا د فزيک د انستيتوت د رئيس او د برلين د پوهنتون د پروفيسر په توګه دنده په غاړه درلوده ٠

د لومړي عمومي جګړې د پيل نه وروسته انستين د جګړې په ضد فعاليتونو کې برخه واخيستله او په ١٩١٥ کال کې هغه د عمومي نسبيت په باب تيوري مکمله کړه ، اينستين او د ده تيوري په لويديځه نړۍ کې شهرت وموند ، خو په عين وخت کې د

المان ملياتاريستانو او د يهوديانو مخالفينو ورباندې کلک تور ولګاوه ٠ د ١٩٣٣ کال په جنوري کې نازيستي المان جوړ شو، اينسيتين په علمي حلقه کې د نازيستانو د ځپنې لومړي هدف و، په دې وجه اينستين د اکتوبر په مياشت کې د امريکې پولنستون ته وﻻړ او په يو عالي اکاډمي کې يې کارکاوه ، په ١٩٤٠ کال کې اينستين د امريکې تابعيت ترلاسه کړ ٠ په ١٩٣٩ کال کې هغه خبر واخيست چې د يورانيوم ذروي ماتي او ورسره ځنځيري عکس العمل کشف شو، نو هغه د امريکې د جمهوررئيس فرانکلين ديلانو روزويلت ته د اتومي بم د څيړنې او جوړونې په باب پيشنهاد وړاندې کړ ، د دوهمې عمومي جګړې د پاي ته د رسيدو نه مخکې امريکې د جاپان پر هيروشيمې او ناګه ساکي باندې دوه اتومي بمونه وغورځول، اينستين د امريکې د دغه عمل څخه ډيره کرکه څرګنده کړه ، د دوهمې عمومي جګړې نه وروسته اينستين د ذروي جګړې د رامنځته کيدو د مخنيوي او د امريکې په دننه کې د فاشيستي خطر سره د مخالفت دپاره نه ستومانه کيدونکي مجادله وکړه ٠

اينسټين د ١٩٥٥ کال داپريل په اتلسمه نيټه د سرطان د ناروغۍ له امله د امريکې په پولنستون کې د ٧٦ کالو په عمر وفات شو٠

اينستين نه يوازې يو ستر ساينتيست و بلکې هغه يو نړيوال شخصيت هم و چې د سولې او عدالت سره ډيره مينه درلوده ٠ هغه د مليتاريزم او فاشيزم سره کلک مخالفت کړی او پر مليتونو باندې د ظلم او د نژادي تبعيض سره هم مخالف و ٠ هغه د بشري ترقۍ او د نړيوالې سولې د ترسره کيدو دپاره ډير ستر خدمتونه ترسره کړي وو ٠ که څه هم دده د نسبيت په باب نظريې د اتومي بم د جوړيدو دپاره تيوريک بنسټ ايښی دی مګر هغه د اتومي بم د استعمالولو سره ټينګ مخالفت درلود ٠