<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-30 20:14:15    
د بزګرانو لپاره مرستندويه سازمان

cri

د نويو سوسياليستی کليو د سمسورتيا په بهير کې يو نوی ډول مرستندويه سازمان په کار پيل کړی چې دا د چين د ان هوی ولايت په کليوالو سيمو کې د ګڼ شمير بزګرانو له خوا يې هر کلی کيږي . د ان هوی ولايت د هو شان ولسوالی د جيان ګوو کلی خلکو تير کال د جولای په مياشت کې د حکومت له خوا د ديرش زره يوانو او د هر کور له خوا د سلو يوانو په اتکا يو مرستندويه سازمان جوړ کړ. دغه سازمان بزګرانو ته پورونه ور کړی چې ګټې يې د بانکونو له ګټو څخه ټيټې دی .

سيمه ايزو خلکو خبريالانو ته وويل چې دغه سازمان د بی وزلۍ يو ځانګړی بانک دی چې د کليوالو سيمو له ريښتينی حالت سره سمون لري .اوس د دغو پيسو په کارولو سره د دغه کلي وګړي د بانکس او چای په شمول د يو شمير کرهڼيزو محصولاتو په کرلو لاس پوری کوي چې له امله يې عايدات يی د پخوا په پرتله زيات شوی دي .ځينی کليوالو وګړيو د دغو محصولاتو د لومړی پړاو توليد نه دی پوره کړی نو چمتو دی چې په ګډه سره د بانکس د چمتو کولو يوه فابريکه جوړه کړي ،که دوی د دغه سازمان له خوا برابرې شوی پيسی تر سره نه کړي نو فابريکه به جوړه نه شی کړي .

د هېواد حکومت د بی وزلۍ په اړه د مرستندويه پيسو په ملاتړ د ان هو ولايت د هوی شان ،تای هو او جين جای ولسواليو په کليوالو سيمو کې د ٢٠٠٥ کال له پيل څخه له بزګرانو سره د مرستې نوی ډول سازمانونه جوړ کړل چې دا د ماليې ملاتړ له لاری د بی وزلۍ له منځه وړلو لپاره د دغه ولايت د ماليې او نورو اړوندو غوره

شوې نوی لارې چارې دی .

د دغه ولايت د ماليې ادارې د کرنې څانګې مشر وانګ شيو يو وويل له دی امله

چې دغه سازمان په اغيزمنه توګه د بزګرانو د توليد او شتمنۍ په بهير کې د

پيسو د کمښت مسئله حلوي او د بازاری اقتصاد د ديموکراتيکې ادارې لپاره د نوی ميکانيزم په کارولو سره د بزګرانو ستونزې له منځه وړي .نو بزګران د دغه سازمان هر کلی کوي .

ښاغلی وانګ وويل چې د دغه سازمان د جوړولو له امله کليوال وګړي د کليواو چارو په اداره کې ګډون کوي .سربيره پردی له دی امله د کليوالو چارواکيو او وګړو ترمنځ اړيکی هم نژدی شوي او په کليوالو سيمو کې د هوسا ټولنې د أبادی چارې په ښه توګه روانې دي .

د معلوماتو له مخې د ان هوی ولايت د تای هو ولسوالی تر اوسه پوری ٤٦ کليوال مرستندويه سازمانونه جوړ کړي چې له امله يې د ٢١٨٥ کورونو بزګرانو ور څخه ګټې تر لاسه کړي دي .په همدی وخت د هو شان ولسوالی په ١١٤ کليو کې د دغو پورونو ور کولو په ازمويښتی کارونو لاس پوری کړي چې د ٣٢٦٠ کورنيو بزګرانو ورڅخه پورونه اخيستی دی .

له دی امله چې بزګرانو د دغو سازمانونو د ازمويښتی کارونو هر کلی کړی .نو دغه ولايت څه موده دمخه پريکړه وکړه چې اړوندې څانګې نوموړو کارونو ته په درنه سترګه وګوري او دغه کارونه نورو ٣٠ ډيرو بی وزليو ولسواليو ته پراخ کړي .