<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-30 19:34:00    
د ښاغلي هدايت الله همت په غوښتنې د لوي ديوال په هکله معلومات

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم ! د اورېدونکو پوښتنو ته د ځوابونو په دغه کړۍ کې مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. څو ورځې دمخه د خراسان کلب غړي ښاغلي هدايت الله همت مونږ ته يو ليک راليږلی وو چې پکې يی د چين د لوي ديوال په هکله له ما څخه يو لړ پوښتنې کړي دي. ښاغلی هدايت الله همت په خپل ليک کې ليکلی: د چين نړيوالې راډيو کارکوونکو ته د افغانستان غرونو په شان، د لندن ښارونو په شان، د چين لوی ديوال په شان، د پاکستان د نهرونو په شان او د سعودی کجورو په شان خواږه سلامونه ډالۍ کوم. هيله مند يم چې زما خواږه سلامونه قبول او منظور کړی. زه ستاسی له يو کارکوونکي احمد زلمي نه يوه پوښتنه لرم چې د چين لوی ديوال د چا په وخت کې جوړ شوی دی، کوم پاچا وه او جګړه يی له چا سره وه او د لوي ديوال څومره جګ والی لری، څومره پلن دی او څومره اوږدوالی لری؟

نو زه به په ننني پروګرام کې ښاغلي هدايت الله همت ته د هغه د پوښتنو ځوابونه ورکړم. د چين لوی ديوال په نړۍ کې د دفاع لپاره تر ټولو اوږده او لويه پروژه ده چې له ميلاد دمخه له اومې يا اتمې پېړۍ راهيسی په وروستيو دوه زرو کلونو کې د چين په شمال او منځنۍ سيمو کې څو ځله جوړ شوی او عمومی اوږدوالی يی له پنځوس زره مترو څخه زيات دی.

لوي ديوال د چين او حتی په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی لرغونی دفاعی پروژه ده چې د جوړېدو وخت هم لومړنی اوږد دی او له ميلاد دمخه له نهمې پېړۍ څخه په مسلسلو دوه زرو کلونو کې څو ځله جوړ شوی دی. دغه لرغونی لوی دفاعی پروژه د چين په شمال

او منځنی سيمه کې پرته ده، عمومی اوږدوالی يی څه دپاسه پنځوس زره کيلومتره دی. دغه راز لوی ديوال څو سوه کاله دمخه په نړۍ کې د اوو حيرانونکو په ليست کې شمېرل شوی دی. له ميلاد دمخه په نهمه پېړۍ کې د چين په شمالی برخه کې د ځينو ملی لږکيو د بريدونو د مخنيوي لپاره مرکزی حکومت په ځينو سيمو کې دفاعی ديوالونه جوړ کړل. له ميلاد دمخه په اومه يا اتمه پېړۍ کې چين په زيات شمېر کوچنيو ملکونو ويشل شوی و، د بېلګې په توګه چو، چی، هان، وی، جاو، يان او چين. دغو کوچنيو ملکونو يو له بل سره د سيالۍ او دفاع لپاره په وار سره خپل دفاعی ديوالونه جوړ شوي. د چو په نامه کوچنی ملک تر ټولو وختی له ميلاد دمخه په اومه پېړۍ کې خپل دفاعی ديوال جوړ کړ. د دغو کوچنيو ملکونو له خوا جوړ شوي دفاعی ديوالونه په بېلا بېلو خواوو کې پروت او دومره اوږد نه دي چې اوږدوالی يی له يو زر څخه تر دوه زرو پوری دی.

له ميلاد دمخه په دوه سوه او يو ويشتم کال کې د چين لومړنی امپراطور د لومړي ځل لپاره يو واحد هېواد جوړ کړ چې په چين کې کورنی جګړه پای ته ورسيدله. د خپل هېواد د امنيت ساتلو، د توليد پرمختګ او د بهرنيو دښمنانو د بريدونو د مخنيوي لپاره يو ځل بيا د دفاعی ديوالونو په جوړېدو پيل وکړ. دغه راز پخواني او نوي دفاعی ديوالونه سره يو ځای شوي او لوی ديوال وګرځېد چې عمومی اوږدوالی يی له لس زرو کيلو مترو څخه زيات دی. له دې وروسته د چين هر امپراطور خپل دفاعی ديوالونه جوړ شوي دي. په تېره بيا د هان، جين او مين په امپراطوری دورو کې د جوړ شويو دفاعی ديوالونو پيمانې تر ټولو لويې دي چې اوږدوالی يی له پنځه زرو کيلومترو څخه تر لس زرو کيلو مترو څخه زيات دی.

لوی ديوال د چين د شمالی سيمې د هه بی، بېجينګ، داخلی مغولستان، شان شی، نين شيا او ګان سو په شمول اوو ولايتونو، ښارونو او خپلواکو سيمو کې پروت دی چې عمومی اوږدوالی يی نژدی شپږ زره او اوه سوه کيلو متره دی .

ګرانو اورېدونکيو، همدا اوس مو د دايمی اورېدونکي ښاغلي هدايت الله همت په غوښتنې د چين د لوي ديوال په اړه معلومات واورېدل. د اورېدونکو پوښتنو ته د ځوابونو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد. زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده pushtu.cri.cn او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.