<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-31 19:52:01    
د ذروی انرژۍ د استعمالولو امنيت تامينيدايی شی (٢)

cri

په تېر پروګرام کی وويل شول چی د ذروی انرژۍ د استعمالولو امنيت تامينيداي شی، نو ولی په جاپان ، پخوانی شوروی اتحاد او امريکا کی خطرناکی پيښی وشوی؟ د مثال په توګه په جاپان کی د پيښی د رامنځته کيدو علت په مصنوعی خطا پوری اړه درلوده په تېره بيا د امنيت په اړه د کارکوونکو ويښتوب ډېر کمزوری و٠ جاپان د امريکا او افريقی او فرانسی وروسته په نړۍ کی د ذروی انرژۍ د استعمالولو په اړه دريم لوی هېواد دی او د ذروی انرژۍ په واسطه د بريښنا توليدولو اندازه د بريښنا د عرضی نه په سلو کی پنځه ويشت برخه نيسی٠ که څه هم د جاپان په ذروی بټۍ کی پيښه وشوه، خو د جاپان حکومت لاهم اعلان وکړ چی تر دوه زره لسم کاله پوری به نور شل ذروی برقی ستيشنونه جوړ کړی او هغوی باور لری چی د ذروی انرژۍ د استعمالولو چاری به نور هم پرمختګ وکړی٠

ذروی کثافات په راکتور کی استعمال شوی سون مواد دی چی عمده عناصر يی کم شمېر يورانيوم ، راډيواکيف شيان او نور مايعات دی٠ په معمولی حالت کی دغه کثافات د مخصوصوعملياتو وروسته په ځمکو کی ښخ کيږی يا د سمندر په تل کی اچول کيږی٠ خو په نړۍ کی د ذروی برقی مرکزونو د زياتيدو له امله طبيعی چاپيريال ته د ذروی کثافاتو تهديدونه د زياتيدو په حال کی دی٠ نن ورځ د ذروی کثافاتو د دايمی او ښه حل و فصل موضوع د توجه وړ ګرځيدلی ده ، د روسيی عالم يوری شيمينوف وويل چی ذروی کثافات بايد په کيهان کی ښخ شی، د روسيی د انرژۍ په نامه نقليه راکټ يو وار شل ټنه ذروی کثافات له ځمکی نه کيهان ته نقل

کړيدي او په يو کال کی سل ټنه ذروی کثافات کيهان ته نقلولی شی٠ خو په دنيا کی د يورانيوم زيرمی يوازی د څو سوو کالو لپاره استعماليږی، نو انسان بايد نوی انرژۍ د پيدا کولو لپاره کوښښ وکړی٠ نن ورځ د چين ، امريکا، اروپايی ټولنی ، جاپان ، روسيی او د کوريا د جمهوريت عالمان د هيدروجن عنصر د ذروی يوځای کيدو او ترکيب په څېړنو بوخت دی څو چی مصنوعی لمر جوړ کړی چی انسان ته دايمی انرژۍ برابره شی٠