د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې هند او پاکستان د جنوري په لومړۍ ورځ يو بل ته د خپلو ذروي تاسيساتو په اړه ليستونه وسپارل د هند د بهرنيو چارو د وزارت په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې هند او پاکستان د جنوري په لومړۍ ورځ د اړوندې موافقې له مخې د ديپلوماتيکې لارې متقابلې خوا ته د خپلو ذروي تاسيساتو په اړه ليستونه وسپارل ، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ شپاړسم ځل دی چې دغه کار ترسره کړی دی ٠ هند او پاکستان په ١٩٨٨ کال کې هغه موافقه ليک لاسليک کړی چې له مخې به يې يو د بلې خوا پر ذروي تاسيساتو باندې بريد ونه کړای شي ، دغه راز په نوموړي موافقه ليک کې ټاکل شوي چې د هرکال د جنوري په لومړۍ ورځ متقابلې خواوې بايد يو بل ته د خپلو ذروي تاسيساتو په اړه ليستونه وسپاري ،
|