په بارسيلونا کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د څلورو سوو مترو په واټن د نارينه و د ځغاستی د سياليو په ترڅ کې د بريتانيا لوبغاړي رايموند ناڅاپه ټپی شو . په هغه وخت کې ډاکتر وغوښتل چې د ناروغانو د وړلو کټ په واسطه هغه له دغه سيالۍ څخه وباسی. خو رايموند ورڅخه عمل رد کړ او د خپل پلار تر مرستی لاندی د ځغاستي وروستی ټکي ته ورسيد . د رايموند دغه عمل په پوره توګه د اولمپيک روحيه ښکاره کړه .
د اوږد ټوپ وهلو ډېر تيز سيالي
د اولمپيک د سپورتي لوبو په دغه دوره کې د امريکا مشهور لوبغاړي پاويل چې پخوا د ليری ټوپ وهلو په سيالي کې يی نړيوال ريکارډ ټينګ کړی و او غوره لوبغاړي ليويس د اوږد ټوپ وهلو په سياليو کې ګډون وکړ . په مقدماتی مسابقه کې ليويس يو وار اته اعشاريه اته شپيته مترو ته ورسيد، خو پاويل يوازی اته اعشاريه څوارلس مترو ته ورسيد . په دوهمه ورځ ليويس په نيهايی مسابقه کې د اته اعشاريه اوه شپيته مترو په برياليتوب د سرو زرو مډال او پاويل په اته اعشاريه څلور شپيته مترو د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ .
د اوږدې ځغاستې په سياليو کې د کنيا لوبغاړي برياليتوب تر لاسه کړ .
د کنيا لوبغاړي د اوږدې ځغاستي په سياليو کې ډېر ښه توان لری . که څه هم د کنيا
لوبغاړي د لس زرو مترو په واټن د نارينه و ځغاستی په سيالي کې يوازی د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ ، خو له دې وروسته د کنيا لوبغاړو د اته سوه مترو په واټن د نارينه وو ځغاستی په سياليو کې د سرو زرو او سپينو زرو مډالونه تر لاسه کړل . بر سيره پردی ، هغوی د دريو زرو مترو په واټن له خنډونو څخه د ځغاستی په سياليو کې د سرو زرو ، سپينو زرو او مسی مډالونه تر لاسه کړل . دغه برياليتوبونو په پوره توګه د ځغاستی په سياليو کې د کنيا د لوبغاړيو توان ښکاره کړ .
د اولمپيک د سپورتي لوبو د لامبو وهلو په سياليو کې د چين د سرو زرو لومړنی مډال
د چين لوبغاړې جوانګ يونګ په بارسيلونا کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د سل مترو په واټن د ازادی لامبو وهلو په سياليو کې د سرو زرو مډال واخيست . د اولمپيک د سپورتي لوبو له دغه دوری نه مخکی د جوانګ يونګ ډېر ښه برياليتوب يوازی پنځه پنځوس ثانيی او د ثانيی شپيتی برخی ته ورسيد . د امريکا مشهوره لوبغاړې تومپسون چې په هغه وخت کې يی په څلور پنځوس ثانيی او د ثانيی اته برخه په نړيوال نړيوالی ريکارډ ټينګ کړی هم په دغه سياليو کې ګډون وکړ . خو په نيهايی سياليو کې جوانګ يونګ په څلور پنځوس ثانيی او څلور شپيته وخت د سرو زرو مډال تر لاسه کړ چې دغه مډال د چين له خوا د اولمپيک لوبو د لامبو وهلو په سياليو کې تر لاسه شوی لومړنی مډال و . بالاخره د چين ښځينه لوبغاړو د اولمپيک د سپورتي لوبو په دغه دورې کې د لامبو وهلو د سرو زرو څلور مډالونه تر لاسه کړل .
د جمناستيک غوره لوبغاړي شالحوب
د بلوروسی د جمناستيک لوبغاړي شالحوب له اومې کلنۍ څخه د جمناستيک رسمی روزنه تر سره کړه . په بارسيلونا کې شالحوب پخپله د ډله ايز جمناستيک ،
خرک بازي او پارالل په ګډون د جمناستيک د سرو زرو شپږ مډالونه تر لاسه کړل . نو له دی امله شالحوب نه يوازی د دغه دورې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د سرو زرو ډېرو مډالونو اخيستونکی لوبغاړی و ، بلکی د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې د سرو زرو ډېرو مډالونو تر لاسه کونکی لوبغاړی هم و .