<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-03 18:38:45    
د شين جيانګ يو زده کوونکی وانګ دونګ د معلوماتو په اتلسمه اولمپيکي نړيواله سيالۍ کې لومړی ځای ونيوه .

cri

څو ورځې مخکې د مکسيکو په ختيځ د ميريدا په ښار کې معلوماتو په اتلسمه اولمپيکې نړيواله مسابقه کې د چين په استازيتوب ټولو څلورو زده کوونکيو طلايی مدالونه تر لاسه کړي دي . د شين جيانګ د ويقوری قوم د خپلواکی سيمی د اروموچي په ښار کې يو زده کوونکی چې وانګ دونګ نوميږی ، د دوي څخه يو دی او د چين له شمال لويديځ څخه راغلی دی .

نوموړی مسابقه د م م د يونيسکو سازمان له خوا په ١٩٨٨ کال کې پيل شوه چې د نړۍ د بيلا بيلو ځايونو هغه زده کوونکی د ګډون حق لری چې عمر يې له شل کلونو څخه کم دی .دغه مسابقه د کمپيوتری علم په ساحه کې د يوې مهمې نړيوالې مسابقې په توګه ګڼل کيږي . په تازه تيره شوې مسابقه کې د ٧٤ هيوادونو او سيمو دوه سوه او نوي تنه زده کوونکی په کې ګډون درلود .

وانګ دونګ له کوچنيتوب څخه له کمپيوتر سره علاقه درلوده او د منځنی ښوونځی لومړنې مرحلې ته له رسيدو وروسته د دغې نړيوالې مسابقی په هکله معلومات تر لاسه کړل او و يي غوښتل چې په دی ساحه کې پرمختګ ومومي ، نو د ښوونکی تر لارښوونی يي د معلوماتي تکنولوژۍ په زده کړې پيل وکړ .

په هغه وخت کې شل زده کوونکي له وانګ دونګ سره يو ځای په دغې زده کړې بوخت وو او ځينی يې د ده په پرتله غوره ښکاريده . خو د ده ښوونکې يانګ هوی ژونګ د وانګ دونګ نه سومانه کيدونکی کوشش او هوښياری ته پام وکړ او ورسره

يي مرسته وکړه . د وانګ دونګ د پرمختګ او ودې په بهير کې هم زياتې ستونزی

رامنځته شوي دي ، که څه هم وانګ دونګ په منځنی ښوونځی کې د چين د ځوانانو او کوچنيانو په معلوماتی مسابقو کې ښه برياليتوبونه نه دي تر لاسه کړي . خو د ده ناکامۍ د ده د ښوونکې يانګ هوی ژونګ پر باور باندی هيڅ اغيزه نه درلوده . د رخصتۍ په موده کې ښوونکې يانګ هوی ژونګ وانګ دونګ او يو بل زده کوونکی د هو نان په ولايت کې له ډير غښتليو زده کوونکيو سره د سيالۍ لپاره دغه ولايت ليږدلي چې په پايله کې يي خپله کمزورتيا او نيمګړتيا ليرې شوې او په مسابقه کې د کاميابۍ موندلو باور يي تر لاسه شوی دی .

د منځني ښوونځي په دوهمه مرحله کې وانګ دونګ د چين د ځوانانو او کوچنيانو په معلوماتی مسابقه کې د چين د شين جيانګ په سيمه کې لومړی ځای نيولی او د دغې سيمی په ډله کې شامل شو . له دې وروسته هغه له نورو لوبغاړو سره يو ځای په پر له پسی اتو مياشتو کې وروزل شو . د ده مور ليدلی چې خپل زوی ډير زيار ايستلی ، نو ډيره انديښمنه وه ، خو لا هم د خپل زوي ملاتړ ته دوام ورکړ . وانګ دونګ د ډيرو کوششونو له برکته د ٢٠٠٥ کال د اګيست په مياشت کې د چين د ځوانانو او کوچنيانو د معلوماتی مسابقه کې لومړی ځای نيولی او په دې هکله په ملي ډله کې شامل شو .

څو موده مخکې وانګ دونګ د نړيوال معلوماتو په اتلسمه اولمپيکی نړيواله مسابقه کې د ګډون لپاره مکسيکو ته تللی او په خپل ورځنی يادښت کې يي ولکل چې هرومرو به د خپل وطن لپاره وياړ او فخر تر لاسه کړم . په پای کې وانګ دونګ په دغه نړيواله مسابقه کې طلايی مډال وګاټه . اوس هغه د چين په چينګ هوا پوهنتون کې د شامليدو اجازه ليک تر لاسه کړ چې راتلونکی به يي له رڼا څخه ډک وي .